د لاسرسي ځای

تازه خبر

محسن داوړ: د خړ کمر پېښې حساب غواړو


محسن داوړ
محسن داوړ

د شمالي وزیرستان په خړ کمر کې د ۱۵ وژل شوو ولسي وګړو د لومړي تلين د تورې ورځ په توګه د لمانځنې په وخت، پښتون ژغورنې غورځنګ ويلي چې دا پېښه به هېریدو ته نه پريږدي.

د دې غورځنګ يو مشر او د پاکستان پارليمان غړي، محسن داوړ د مې په ۲۶مه د شمالي وزیرستان خړ کمر ته تللی وو او هلته یې ځايي خلکو سره تر فاتحې وروسته په همدغه ورځ مشال راډيو ته وويل چې د دې پېښې حساب غواړي ځکه چې حکومت ښکېلو سرتېرو ته سزا نه ده ورکړې.

د خړ کمر پېښه د هېرولو نه ده. چې دا وبا ختمه شي نو بيا به لويې جلسې کوو
محسن داوړ

نوموړي زياته کړه: ((اول مو زړه وو چې په دې ورځ لويه جلسه وکړو خو د کورونا له وجې دا مناسبه نه وه. بيا مو فېصله وکړه چې دا ورځ د تورې ورځ په توګه لمانځو. د ملک په مختلفو برخو کې به زموږ ملګري شمعې هم بلوي. اوس مو هم زړه دی چې هر وخت حالات لږ برابر شي او له دې وبا خلاص شو نو لویه جلسه به کوو. تر څو چې د رياست خبره ده نو هغه خپله مدعي دی، هغه خو ځانله سزا نه شي ورکولی. په دې پېښه کې چې څوک ملوث دی، د دې تپوس به په وخت سره ترې کوو.))

د ۲۰۱۹ کال د مې په ۲۶مه په خړکمر کې خلک د پښتون ژغورنې غورځنګ د دوو مشرانو علي وزیر او محسن داوړ هرکلي‌ته ورغلي وو چې پر يو چيک پوسټ یې د پوځ سره ناندرۍ وشوې. د داوړ په وېنا په دې موقع پوځ په بې وسلې خلکو ‌ډزې وکړي، ۱۵ کسان یې ووژل او ۲۳ يې ژوبل کړل. هغه مهال د پوځ وياند مېجر جنرل اصف غفور وويل چې دې خلکو د پوځ خلاف نعرې وهلې او د قامي اسمبلۍ غړو، علي وزیر او محسن داوړ په وېنا یې پر يو‌ پوځي چيک پوسټ بريد وکړ چې پکې پينځه پوځيان ژوبل شول.

پر دې مسله باید سياست ونه شي. حکومت خلکو ته پېسې ورکړې او دا کيسه ختمه شوې ده
اقبال افريدی

تر دې وروسته علي وزیر او محسن داوړ ونيول شول او تر څلورو مياشتو پورې يې قېد تېر کړ. په همدې حال کې پښتون ژغورنې غورځنګ د خړ کمر د پېښې په غبرګون کې مظاهرېروانې وساتلې او حکومت د شهدا پيکيج تر نامه لاندې وژل شوي هر يو تن ته ۲۵ لکه او هر زخمي ته لس لکه روپۍ ورکړي.

د پاکستان بشري حقونو خپلواک کمېشن مشر، مهدي حسن د مې په ۲۶مه مشال راډيو ته وويل چې ریاست د ايين له مخې د خلکو د ژوند د خوندي ساتلو زمه واري لري نو نه یوازې د خړ کمر پېښې په اړه دې حقایق مخې ته راوړي بلکې په راتلونکې کې دې هم د داسې پېښو مخنيوی وکړي.

هغه زیاته کړه: ((تحقیقات دې وشي. پوره تحقیقات دې وشي. بله خبره دا ده چې دا د خلکو حق دی چې معلومات ولري نو صحيح معلومات دې خلکو ته ورسېږي. خو ماته نه ښکاري چې داسې به وشي. د دې وجه دا ده چې زموږ حکومت اکثره فیصلې معذرت خواهانه وي. دوی سمې پرېکړې نه کوي. نو زما په فکر اوس چې زموږ د ملک کوم حالات دي، له هغې نه ښکاري چې حکومت دې ووايي چې هلته رښتيا څه شوي وو. دا امېد نشته. خو داسې بايد وشي ځکه چې دا د ولس حق دی.))

د تورې ورځې په توګه د خړکمر د پېښې د لمانځنې په وخت د شمالي وزیرستان په هغو کلو کې خلکو پرکورونو تورې جنډې لګولې وي چې د پوځ په ډزو پکې خلک مړه شوي وو. خو واکمن ګوند، تحريک انصاف ته دا کار سياست ښکاري. په خېبرپښتونخوا اسمبلۍ کې د دې ګوند غړی اقبال افريدي د مې په ۲۶مه مشال راډيو ته وويل چې د خېبر پښتونخوا وزیراعلی د دې پېښې قربانيانو ته ۲۵ لکه روپۍ ورکړې دي نو ځکه د دې مسلې د بيا را اوچتولو ضرورت نشته.

د خړ کمر پېښې تحقیقات دې وشي او بيا دې خلکو ته د تحقیقاتو نتيجې وښودل شي
د پاکستان د بشري حقونوخپلواک کمېشن مشر، مهدي حسن

هغه زیاته کړه: ((په دې مسله کې د حکومت يو کردار شته دی. دا پېسې که ننواتې دي او که عجز خو حکومت ورکړي دي. چې حکومت پېسې ورکړي، بيا نو خبره خلاصه شوه. د حکومت دروازې بيا هم بندې نه دي. په دې کې پارليماني کمېټې هم جوړه شوې وه او هغوی هم پرې بحث کړی دی. همدا سم فورم دی چې پر دې مسله پکې خبرې وشي. دا مسله کوڅو ته وړل نه دې پکار. د ادارو خلاف اواز اوچتولو مقصد څه دی؟))

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور پښتين د مې په شلمه پر خپله فېسبوک پاڼه په يو ويډيو پېغام کې ويلي وو چې د خړ کمر په پېښه کې به انصاف هله وشي چې د ولسي وګړو په وژلو کې ښکېلو سرتيرو ته سزا ورکړل شي. پوځ پر دې غورځنګ تور پورې کړی چې د نورو د ګټو لپاره کار کوي او امنيتي ادارې بدناموي خو دا غورځنګ وايي‌دوی د پاکستان د ايين ترمخه د پښتنو لپاره حقونه غواړي.

XS
SM
MD
LG