د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خړ کمر شهیدان او د عارف وزیر وژنه نه شو هېرولی: پي ټي اېم


د ۲۰۲۱ز کال د مې پر ۲۶مه ګڼ خلک د دته خېلو جلسې ته ورغلي ول.
د ۲۰۲۱ز کال د مې پر ۲۶مه ګڼ خلک د دته خېلو جلسې ته ورغلي ول.

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مې پر ۲۶مه د خړ کمر پېښې او د عارف وزیر د وژنې پرضد په دته خېلو کې ولسي غونډه کړې ده. په عین وخت کې د بنو په جانيخېلو کې د یوه کس تر وژنې وروسته احتجاجي پرلت پای ته رسېدلی.

غونډې ته د غورځنګ مشر منظور احمد پښتین او د بل مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ په ګډون نورو مشرانو په خپلو ویناګانو کې وویل چې د خړ کمر شهیدان او عارف وزیر به هېر نه کړي. او د غورځنګ د یوه بل مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړي علي وزیر چې دا مهال په کراچۍ کې زنداني دی د خوشې کېدو غوښتنه کوله.

منظور پښتین وویل، د مې پر ۲۶مه، په خړ کمر کې "ډېر زیات ظلم وشو."

ده وویل، پر هغه ورځ، پر "یوې ښځې د تشدد خلاف لاریون راوتی وو خو دلته وړوکي هلکان ووژل شول، او بیا پر همدې وژل شویو کسانو اېف ای ار وکښل شو."

پښتین وویل، پي ټي اېم به "هېڅکله د خړ کمر پېښه هېره نه کړي."

نوموړي په خپله وینا کې وویل، چې له افغانستان سره ټولې تجارتي لارې دې پرانیستل شي، او زیاته یې کړه چې دا د غورځنګ غوښتنه ده او دا چې د دې "لارو خلاصېدل یې د مبارزې برخه" ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ بل مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ په خپله وینا کې سردار عارف افغان وزیر ته د هغه پر مبارزه او سرښندنه پیروزوینې وړاندې کړې او په وینا یې چې عارف وزیر د غورځنګ لپاره تر ټولو زیات وخت په زندان کې تېر کړی وو.

محسن داوړ په خپله وینا کې وویل چې یو وار بیا د افغانستان "د ماتولو هڅې کېږي،" چې په خبره یې، "دا د خطې لپاره هم په نقصان تمامېږي."

نوموړي په افغانستان کې پر طالبانو ږغ وکړ، چې سوله دې وکړي او "د نورو خلکو په خبرو دې افغان وژنه بنده کړي، د افغانستان امن د خطې امن دی، طالبان که غواړي نو له جمهوري لارې دې د ولس په رایو په حکومت کې شامل شي، د ولس د رای دې احترام وکړي، په ظلم جبر دې نور افغان ولس او خپل هېواد نه ورانوي، د افغانستان راتلونکې پرېکړه به افغان ولس کوي."

داوړ په وزیرستان او پښتون مېشتو سیمو کې د امن په باوري کولو ټینګار وکړ.

ده زیاته کړه چې له لسیزو راهیسې "حکومت او پوځ په وزیرستان او دته خېلو کې میډیا او سیاسي غونډې نه پرېښودې، نن د غورځنګ په وجه خلک پاڅېدل، شعور یې ترلاسه کړ او ږغ پورته کوي.؛

په دته خېلو کې نن د خړ کمر پېښې ترڅنګ د عارف وزیر لومړی تلین هم لمانځل کېږي، پر نوموړي وسله والو د ۲۰۲۰ز کال د مې پر لومړۍ په خپل کلي غوایه خوا کې برید کړی وو، چې وروسته یې د مې پر دویمه نېټه د اسلام اباد په یو روغتون کې ساه ورکړه. د هغه د وژنې ذمه واري هېچا نه ده منلې.

په دته خېلو کې د موبایل فون او انټرنېټ د تړل کېدو له کبله راپورونه نه رارسېږي. ځايي چارواکو مشال راډيو ته ویلي چې مواصلات به د مې ۲۶مې د ماځیګر تر شپږو بجو تړلي وي.

د ۲۰۱۹ز کال د مې پر ۲۶مه په خړ کمر کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په وینا، د پاکستانیو پوځیانو په ډزو کې د غورځنګ ۱۵ کسان وژل شوي او ۲۶ ژوبل شوي ول. خو سرکاري او پوځي چارواکو ویلي ول چې د دوی پر یوه پوسته د پي ټي اېم د دوو مخکښانو او پارلېماني غړو علي وزیر او محسن داوړ په مشرۍ د غورځنګ د پلویانو په برید کې پینځه عسکر ژوبل شوي ول. خو غورځنګ دا دعوې رد کړې وې او ویلي یې ول چې د دوی پر سوله ییز لاریون ډزې شوې وې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین او د پارلېمان غړی محسن داوړ د دته خېلو په جلسه کې - د ۲۰۲۱ز د مې ۲۶مه.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین او د پارلېمان غړی محسن داوړ د دته خېلو په جلسه کې - د ۲۰۲۱ز د مې ۲۶مه.

د ۲۰۱۹ز کال د مې پر ۲۶مه، په خړ کمر کې خلک د علي وزیر او محسن داوړ هرکلي‌ته ورغلي ول چې پر يوه چېک پوسټ یې له پاکستانیو پوځیانو سره ناندرۍ وشوې. د محسن داوړ په وینا پر دې مهال پوځ پر بې وسلې خلکو بې درېغه ‌ډزې وکړي، ۱۵ کسان یې ووژل او ۲۳ يې ژوبل کړل. هغه مهال د پاکستاني پوځ وياند مېجر جنرال اصف غفور ویلي ول چې خلکو د پوځ خلاف نعرې وهلې او د قامي اسمبلۍ غړو علي وزیر او محسن داوړ په وینا یې پر يو‌ پوستې بريد وکړ چې پکې پينځه پوځيان ژوبل شول.

تر دې وروسته علي وزیر او محسن داوړ ونيول شول او تر څلورو مياشتو پورې بندیان ول. په همدې حال کې پښتون ژغورنې غورځنګ د خړ کمر پېښې په غبرګون کې مظاهرې روانې وساتلې او حکومت د شهدا پيکيج تر نامه لاندې وژل شوي هر تن ته ۲۵ لکه روپۍ او هر زخمي ته ۱۰ لکه روپۍ ورکړې وې.

د محسن داوړ او علي وزیر وکیلانو مقدمه وچلوله چې ځانګړې اورېدنه یې د بنو ترهګرۍ ضد عدالت د ۲۰۲۰ز کال د اکتوبر پر ۱۴مه په اېبټ اباد کې وکړه او پر دوی یې د ترهګرۍ لګېدلي تورونه ختم کړل.

د مې پر ۲۵مه د بنو جانيخېلو کې د یوه ځايي ځوان د وژلو پرضد پرلت
د مې پر ۲۵مه د بنو جانيخېلو کې د یوه ځايي ځوان د وژلو پرضد پرلت

په جانیخېلو کې پرلت ختم

اخوا د بنو په جانیخلېو (ځونیخېلو) کې د مې پر ۲۵مه د یوه ځايي ځوان منیب تر وژنې وروسته پیل شوی پرلت پای ته رسېدلی دی.

د جانیخلېو په وینا، د مې پر ۲۴مه وسله والو منیب وویشت او وروسته د بنو پولیسو د نوموړي د پوسټ مارټم (تر مړینې وروسته طبي معاینه) پر وخت ۷۱ کسان ونیول او مړی یې نه ورسپاره نو ځکه یې احتجاجي ناسته پیل کړه.

یوه پرلتوال او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي محسن وزیر د مې پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل، له سرکار سره د خبرو لپاره جرګه شوې.

د بنو پولیسو ویلي چې وژلی کس د فرنټیېر کور سرتېری وو چې له بلوچستانه خپل کور ته پر رخصتۍ ورغلی وو.

پولیس او انتظامي چارواکي وايي، په جرګه کې فیصله شوې چې ۷۱ کسان به خوشې کوي او منیب به په پوځي اعزاز خاورو ته سپارل کېږي.

XS
SM
MD
LG