د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتون ژغورنې غورځنګ باجوړ کې د لادرکه خلکو موندلو لپاره مظاهره کړې


د باجوړ مظاهرې ته د ورکو کسانو یوشمېر کورنۍ ورغلې وې - د اپرېل ۱۸مې انځور.
د باجوړ مظاهرې ته د ورکو کسانو یوشمېر کورنۍ ورغلې وې - د اپرېل ۱۸مې انځور.

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د باجوړ په مرکز خار کې د لادرکه خلکو د موندنې او عدالتونو ته د وړاندې کولو لپاره مظاهره کړې ده.

د اپرېل پر ۱۸مه مظاهرې ته په لسګونو خلکو او د لادرکه کسانو د کورنیو غړي ورغلي ول. مظاهرچیانو پر ریاست غږ وکړ چې که امنيتي ځواکونه د شک په بنياد خلک نیسي نو بیا دې یې ورکوي نه، بلکې مقدمې دې پرې وچلوي.

په مظاهره کې د باجوړ يو سپین ږیري دالم خان وويل چې امنیتي ځواکونو یې زوی داوود خان، په ۲۰۱۴ز کال کې له ځان سره بیولی وو چې تر اوسه یې پته نه لګي. "اوس دې دوی موږ ته یو ځواب راکړي. د خدائ خاطر وکړئ، مسلمانان جوړ شئ، ۱۰ کاله وشو، چې تاسو داود خان غایب کړی دی. که وژلی مو وي يا پخپله مړ وي، نو مړی یې راته وښیئ؟ که ژوندی وي نو چې کومه سزا ورته ورکوي، هغه ورکړئ خو موږ خبر کړئ چې داود خان چېرې دی؟"

د باجوړ په مظاهره کې شاملې يوې ښځې چې ویډيو یې پر ټولنيزو رسنيو خپره شوې، ويلي چې زوی یې ۱۳ کاله مخکې ورک شوی وو. هغې ښځې چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، ادعا وکړه چې زوی یې ولايت نومېده او امنيتي سرتېرو له ځان سره یووړ چې تر اوسه یې درک نه دی معلوم.

هغې پر حکومت غږ وکړ چې زوی دې یې پيدا کړي او که په کوم جرم تورن وي، عدالت ته دې یې وړاندې کړي.

د پي ټي اېم يو مخکښ ادریس باچا مظاهرچیانو ته په وینا کې وويل چې سرکار دې د خلکو د لادرکه کولو لړۍ ودروي.

د هغه په خبره، که یو کس مشکوک یا تورن وي، نو حکومت دې یې عدالت او یا د پښتنو جرګې ته وړاندې کړي. "حکومت ته مخاطب یم. ته کوم قانون منې؟ که ته د الله، د الله د رسول قانون منې نو په دې وطن کې لوی لوی عالمان شته. هغوی به کښېني. دغه ورک کسان ورته وړاندې کړئ. فیصله دې وکړي چې چا کومه ګنا کړې وه، د هغې مطابق به سزا ورکړي. که دغه نه منې نو دا د پښتنو وطن دی، دلته ډېر درانه سپین روبي مشران شته، هغوی به جرګه وکړي. فیصله به وکړي. پر چا چې کوم جرم ثابت شو، سزا به ورکړي."

ادریس باچا په خپله وینا کې د امنیتي ځواکونو پرضد نعرې هم ووهلې او هغوی یې په وسلوالو کې د ښه او بد په پاللو تورن کړل.

په پاکستان کې له څه د پاسه یوې نیمې لسیزې راهیسې د ښه او بدو طالبانو اصطلاح کارېږي. هغه وسلوال طالبان چې په افغانستان کې به یې پخوا د نړیوالو ځواکونو او د جمهوري حکومت پر ضد بریدونه کول اصطلاحاً "ښه طالبان" بلل کېدل او چې په پاکستان کې حملې کوي، د "بدو طالبانو" په نوم یادېږي. خو د پاکستان حکومت او پوځ په تېرو کلونو کې نه یوازې دا اصطلاح رد کړې او ناسمه یې بولي بلکې زیاتوي چې بې له توپیره یې د وسله والو ډلو ضد "بریالي" عملیات کړي دي.

د پاکستان پوځ وايي، په تېرو کلونو کې یې له وسلوالو سره په نښتو کې په زرګونو سرتېري او ګڼ افسران وژل شوي او په زرګونو نور ټپي شوي دي. په ۲۰۱۹ز کال کې د پوځ د هغه وخت وياند مېجر جنرال اصف غفور په يوه خبري غونډه کې د مشکوکو کسانو ورکولو په اړه ويلي ول، "نه غواړو څوک په زور لادرکه شي خو په جنګ او مينه کې هر څه جايز دي."

د باجوړ په مظاهره کې ويناوالو او د لادرکه کسانو کورنيو د سپريم کورټ له چيف جسټس عمر عطا بنديال څخه غوښتنه وکړه چې له خپل لوري دې اقدام (سو موټو نوټس) وکړي او مسله دې حل کړي. بنديال تر اوسه د مظاهرچیانو د غوښتنې په اړه څه نه دې ويلي. خو د ۲۰۲۲ز کال په سېپټېمبر کې اسلام اباد های کورټ وزيراعظم شهباز شريف ورغوښتی وو او هغه ته یې حکم کړی وو چې په زور دې د خلکو ورکولو مسله ژرترژره حل کړي. شريف وعده کړې وه چې همداسې به کوي او د دې لپاره یې د کابینې يوه کمېټه هم جوړه کړې ده.

​پاکستان په ۲۰۱۱ز کال کې د ورکو کسانو د قضیو څېړلو لپاره يو کمېشن جوړ کړی وو. د پاکستان د سرکاري خبري اژانس (اې پي پي) له یو رپورټ سره سم، د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه، هغه کمېشن سپريم کورټ ته په خپل راپور کې ويلي چې د ۲۰۲۲ز کال تر جنورۍ پورې ورسره د پاکستان له بېلابېلو برخو څخه د ۹،۲۲۴ ورکو کسانو قضیې ثبت شوې دي. کمېشن ادعا کړې چې په هغو کې یې د ۷،۰۳۱ کسانو قضیې حل کړي چې ورڅخه نېږدې ۴،۰۰۰ تنه کورونو ته ستانه شوي دي.

XS
SM
MD
LG