د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لادرکه بلوڅانو کورنيو د اختر ورځ د هغوی د لټون لپاره په احتجاج تېره کړه


په کراچۍ کې د لادرکه کسانو کورنۍ د لوی اختر په لومړۍ ورځ (د جولای په لسمه) د پريس کلب مخې ته د احتجاجي پرلت په مهال
په کراچۍ کې د لادرکه کسانو کورنۍ د لوی اختر په لومړۍ ورځ (د جولای په لسمه) د پريس کلب مخې ته د احتجاجي پرلت په مهال

په زور د لادرکه کړل شويو کسانو موندلو لپاره راوتليو ځينو بلوڅ کورنیو د لوی اختر لومړۍ او دوهمه ورځ په کراچۍ کې په احتجاج تېره کړه.

دا مظاهره د غيب کړل شويو بلوڅانو لپاره کارکونکې سازمان بلوڅ میسنګ پرسن کمیټۍ جوړه کړې وه. پرلت ته د لادرکه کړل شوي، عبدالحمید بلوڅ لور سیده حمید بلوڅ وينا وکړه. هغې له حکومته غوښتنه وکړه چې له دوی سره دې کړې وعدې پوره شي.

هغې زياته کړه: "زموږ د اختر ورځې هم په غم کې تيريږي. ډېره موده وشوه چې موږ اختر نه لمانځو. په خپلو ورکو پسې اوښکې تويو. وجه یې دا ده چې امنيتي ځواکونه کورونو ته ورځي او يوازې د شک په بنياد خلک وړي چې ځيني ځيني يې بيا په کالونو هم لادرکه وي. موږ وايو که پر چا شک وي، ښکاره دې ترې پلټنې وشي او يا دې عدالت ته وړاندې شي."

خلک د اختر خوشالۍ لمانځي خو موږ په خپلو ورکو پسې اوښکې تويوو.
حميد بلوڅ

که څه هم ځيني بلوڅانو له کلونو راهیسې لادرکه دي خو ځينې يې په وروستيو کې د امنيتي ځواکونو لخوا وړل شوي دي. په دوی کې ډيری یې د کراچۍ په بېلابېلو پوهنتونونو کې زده کوونکي دي. دا لړۍ تر هغې ورسته لا ډېره شوه چې د اپرېل پر ۲۶مه يوې بلوڅې ښځې د کراچۍ پوهنتون د چينايي ژبې او کلتور پر يو مرکز ځانمرګی بريد وکړ او ۳ چينايي استادان یې ووژل. د دې ښځې نوم شاري بلوڅ وو چې د بلوڅ بېلتونپالې وسله والې ډلې بلوچ لېبریشن ارمي غړې وه.

تر دې وروسته په کراچۍ، پنجاب او بلوچستان کې د بلوڅ ځوانانو د نيول کېدو لړۍ تېزه شوې ده. خو د بشري حقونو فعالان وايي چې اکثره نيول کېدونکي کسان بې ګناه ولسي وګړي وي. د تحريک انصاف ګوند د واکمنۍ پر مهال د هغه وخت د بشري حقونو وزيرې شيرین مزاري هم له مشال راډيو سره په يوه مرکه کې ويلي ول چې د نسل او قام پر بنیاد بايد له پوهنتونونو څخه د بلوڅ زده کوونکو نيول کېدل ودرېږي.

د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارو د کسانو په زوره لادرکه کولو کې لاس لرل په وار وار رد کړي دي. د ۲۰۲۱ د فبرورۍ پر ۲۴مه په اسلام اباد کې له بي بي سي سره په خبرو کې د پاکستان پوځ د عامه اړيکو څانګې مشر ميجر جنرل بابر افتخار ويلي وو چې په هغه هېواد کې د ورکو کسانو مسله حلېدو ته نيږدې شوې.

د شهباز شريف په مشرۍ، د پاکستان ايتلافي حکومت ويلي چې کوښښ کوي د لادرکه کسانو مسله حل کړي. د جولايي پر پينځمه په اسلام اباد کې د پاکستان د قانون او انصاف د وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ په مشرۍ د ورکو کسانو مسلې لپاره د کابينې د یوې کمېټې دويمه غونډه شوې وه.

رسنيو ته د لېږل شوې خبرپاڼې ترمخه، په غونډه کې هوډ وښوول شو چې حکومت به د لادرکه کسانو مسله ژر تر ژر حل کړي. غونډې ته د پيپلز ګوند يو مخکښ او پخوانی سېنېټر فرحت الله بابر هم د ځانګړي مېلمه په توګه دعوت شوی وو. هغه پر ټويټر ليکلي چې کابینې ته یې د نورو وړاندیزونو تر څنګ ويلي چې په زور د غيب کړل شويو کسانو موندلو لپاره جوړ شوی کمېشن ګټور نه دی او هغه دې ختم کړل شي.

خو د ورکو کسانو د ميندلو لپاره د کارکوونکي سازمان "وايس فار بلوچ مېسنګ پرسنز" مشر ماما قدير بلوڅ د جولايي پر شپږمه مشال راډيو ته ويلي وو چې د حکومتي کمېټيو او کمېشنونو کارونه نمايشي دي چې هدف يې د ده په خبره، نړيوالو ته ښوول دي چې ګواکې حکومت د بشري حقونو حالت ښه کولو لپاره کار کوي. نوموړي زياته کړه چې د ورکو کسانو د مسلې حل يوازې او يوازې د پاکستان د پوځ او د دې هېواد د استخباراتي ادارې د مشرانو په لاسو کې دی.

دغه حکومتي کمېشن په ۲۰۱۱ز کال کې جوړ شوی دی. مشر یې د سپريم کورټ يو پخوانی جج، جاويد اقبال دی. دې کمېشن د ۲۰۲۲ز کال د مارچ مياشت په يو رپورټ کې ويلي وو چې تر هغه وخته ورسره د لادرکۍ ۸۴۱۵ پېښې ثبت شوې دي چې له هغوی یې د ۶۱۶۳ ورکو کسانو قضيې هوارې کړې دي.

XS
SM
MD
LG