د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جبري ورکو بلوڅانو کورنیو اسلام اباد کې پرلت وهلی


په اسلام اباد کې د بلوڅ کورنيوو احتجاجي کمپ
په اسلام اباد کې د بلوڅ کورنيوو احتجاجي کمپ

د بلوچستان لسو هغو کورنيوو په اسلام اباد کې احتجاجي کمپ لګولی چې خپل خپلوان یې په زور غېب کړل شوي دي. دوی د نه خوړو دې احتجاج له لارې د پاکستان له حکومته غواړي چې لادرکه کسان دې پیدا کړي.

په دې احتجاج کې د حسیبه قمبراني کورنۍ هم ده. په ۲۰۱۶ز کال کې د هغې د يو ورور او د تره زوی مړي د هغوی تر غېبيدلو وروسته وموندل شول.

موږ لکه ژوندي‌مړي داسې يو. خوښې مو نشته. هيڅوک راسره مرسته نه کوي.
حسیبه قمبراني

نوموړې د فرورۍ په یوولسمه مشال راډيو ته وويل چې يو کال مخکې امنيتي ځواکونو د هغې یو بل ورور او د تره زوی د ځان سره بوتلل چې لا یې هم درک نه دی لګېدلی. ((زما د مشر ورور سلمان قمبراني او زما د تره زوی ګزېن قمبراني مړي‌موږ ته رسېدلي دي. موږ څلور کاله پر دې مسله چپ وو. بيا د ۲۰۲۰ کال په فرورۍ کې امنيتي ځواکونو زموږ پر کور چاپه ووهله او بيا یې زما يو بل ورور او د تره زوی ويوړل. موږ له سخت عذابه تېريږو. هره دروازه مو وټکوله خو هيچا مو مرسته نه ده کړې. په کور کې مې يو بوډا پلار دی. نور سړي نه دې راپاتې. موږ له ریاسته هيڅ نه غواړو. يوازې دومره دې وکړي چې زما وروڼه دې راښکاره کړي. موږ خو اوس هسې هم لکه ژوندي لاشونه ګرځو. خوشالي مو مړه شوې ده.))

د غېب کړل شوو کسانو مسله د نورو ځايونو په پرتاه په بلوچستان کې ډېره ده. په دې صوبه کې بلوڅ وسله والې ډلې له پاکستانه د ازادۍ اخیستو لپاره وسله واله مبارزه کوي. دلته د تری تمو بلوڅانو لپاره غږ نومي تنظيم، Voice for Missing Baloch Personsمرستيال مشر، ماما قدير بلوچ مشال راډيو ته ويلي چې د دوی نيزدي ۳۵۰۰۰ کسان غېب کړل شوي دي.

د پاکستان امنيتي ځواکونه د دومره ډېرو خلکو غېبدل نه مني او د ۲۰۱۹ کال په اپریل کې د پوځ وياند اصف غفور په يوه خبري غونډه کې په زور د خلکو غایبولو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي وو چې په جنګ او مينه کې هر څه جواز لري. هغه تور پورې کړی وو چې اکثره غېب کړل شوي کسان وسله وال دي.

خو د همدغه کال په جولای کې پوځ وويل چې په خپل مرکز يا جي اېچ کیو کې یې د ورکو کسانو په اړه د پلټنو او د هغوی د کېسونو څېړنو ځانګړې څانګه جوړه کړې ده.

خو پر دې سربېره هم ځيني لادرکه کسان لا هم کورونو ته نه دې ستانه شوي. په دوی کې د ډاکټر دين محمد کورنۍ هم ده چې په اسلام اباد کې د فرورۍ په لسمه جوړ شوي احتجاج ته ورغلې ده. ډاکټر دين محمد بلوچ د بلوچستان په خضدار کې یې په يو سرکاري کلينيک کې دنده درلوده. د هغه لور، سيمي دين بلوچ وايي چې په ۲۰۰۹کال کې امنيتي ځواکونو د هغې پلار له خپل کارځايه د ځان سره بوت او تر اوسه پورې یې د مړي ژوندي معلومات نشته.

له څلور زرو څخه د زیاتو کسانو کېسونه حل شوي دي
د لادرکه کسانو په اړه د پلټنو سرکاري کمېشن

هغې د فرورۍ په ۱۱مه مشال راډيو ته وويل چې دا او نورې داسې کورنۍ له امنيتي ځواکونو غواړي چې که پر بيول شوو کسانو څه الزام وي نو عدالت ته دې یې وړاندې کړي. ((موږ د خپلو خلکو د موندلو لپاره ټول قانوني ګامونه اخیستي دي خو تر اوسه هيڅ‌ نه دې شوي. د غېب کړل شوو کسانو لپاره چې کوم سرکاري کمېشن دی، هغه موږ سره ډېره بده رويه کوي. دوی د فرورۍ په اتمه د يوې اورېدنې په وخت موږ ته وويل چې که تاسو د خپلو خلکو په راخوشي کولو دومره ډير زور راوړئ نو بيا دلته مه راځئ.))

دې زیاته کړه: ((موږ اوس اسلام اباد ته د دې لپاره راغلي‌يو چې خپله دا خبره تکرار کړو چې زموږ خلک راخوشي کړئ، که څه الزام پرې وي نو د جج مخې ته یې راولئ. موږ غواړو له وزیراعظمه وپوښتو چې ايا موږ د دې ملک شهري نه يو او که زموږ حقونه ورته مهم نه دي؟))

پاکستان په ۲۰۱۱ کال کې د عدالت تر حکم وروسته، د غېب کړل شوو کسانو د موندلو لپاره د څېړنو يو دوه کسیز کمېشن جوړ کړ. د دې کمېشن سيکریټري فريد احمد خان د فرورۍ په يوولسمه مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې د دوی د ښه کار له امله تر اوسه دوی سره په رجسټرډ شوو ۶۹۲۱ کېسونو کې د ۴۸۲۲ کسانو هغه حل شوي دي.

نوموړي دا تور هم رد کړ چې د کمېشن چارواکي د خلکو سره ښه رويه نه کوي. ((هيڅ داسې څه نشته چې خلک دې زړه بدې کړو. موږ د غېب کړل شوو کسانو د کورنيوو سره له داسې کومې پېښې نه يو خبر چې چا دې هغوی ته څه بد رد ويلي‌ یې وي. هر چا سره ښه سلوک کېږي. خلک ځيني وخت شکايتونه لري خو زموږ په کمېشن کې هيچا د چا سره بده رويه نه ده کړې. د فرورۍ په اتمه زه دلته په دفتر کې وم. کومه بده خبره نه دې شوې او داسې څه زموږ په علم کې نشته.))

زما پلار په يو سرکاري کلينيک کې ډاکټر دی. پوځيانو هغه د مریضانو د کتو په وخت بیولی وو.
سيمي دين بلوچ

د جنورۍ په شلمه اسلام اباد های کورټ‌ په زور د غېب کړل شوو کسانو د يوې مقدمې د اورېدنې په وخت ويلي وو چې که خلک د قانون پر حکمرانۍ باور بايلي نو ټولنه به د ګډوډۍ خواته لاړه شي نو ځکه دې حکومت دا مسله زر تر زره حل کړي. د ډان ورځپاڼې تر مخه، قاضي اطهر من الله په دغه ورځ په خپله پرېکړه کې دا هم ويلي وو چې د هر هغه کس چې حکومت یې د لادرکه کېدو وضاحت نه شې کولی، کابینه او وزیراعظم زمه واره دی.

تر دې وروسته د فرورۍ په درېيمه د پاکستان وزیراعظم عمران خان د کابینې په غونډه کې وويل چې دی د دغه پرېکړې سره همنظره دی او د ده حکومت نه غواړي چې خلک دې لادرکه وي. نوموړي زیاته کړې وه چې په دې اړه دې يو قانون جوړ شي.

د پاکستان بشري حقونو خپلواک کمېشن او د انساني حقونو ځينو نورو نړيوالو ادارو هم څو ځل غوښتنه کړې چې د خلکو لادرکه کوونکو سره بايد قانوني حساب وشي. خو کله چې د جنورۍ په ۲۶مه د پارليمان غړو محسن داوړ او اختر مینګل هغه بيل چې د خلکو غېبونکو ته د عمر قېد سزا اورولو غوښتنه یې کوله، قامي‌اسمبلۍ ته وروړ نو هلته ورسره اکثريت کسانو مخالفت وکړ او په دې توګه تر وړاندې کېدو مخکې رد شو.

په زوره تری تم کول: د پاکستان "ناحل شوې" ستونزه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:10:02 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG