د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلاول بوټو زرداري: احتجاج هلته وکړئ څوک چې علي وزير خوشې کولی شي


د پاکستان بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري
د پاکستان بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري

د پاکستان بهرنيو چارو وزير او د پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري احتجاج کوونکو ته ويلي چې د علي وزير لپاره په هغه ځای کې احتجاج وکړي، له کومه ځايه چې خلاصېدلی شي.

بلاول بوټو زرداري دا خبرې د اکتوبر په ۲۳مه، د بشری حقونو د مبارزې عاصمه جهانګیر کنفرس کې په لاهور کې وکړي. کله چې نوموړی سټېج ته د وينا لپاره ورغی نو د غونډې له ګډونوالو څخه څو کسانو د علي‌ وزير د خوشې کولو شعارونه ورکول پيل کړل. په ځواب کې یې بلاول بوټو زرداري وويل، "تاسو دا احتجاج په هغه ځای کې وکړئ، څوک چې علي وزیر خوشې کولی شي."

د سیاسي چارو پوه ډاکټر محمد تقي پرټوېټر ليکلي چې د بلاول بوټو زرداري مطلب د پاکستاني پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او له جنوبي وزیرستانه د پاکستان د پارليمان غړی، علي وزير له نيږدې دوو کلونو راهیسې په دې تور بندي دی چې د پوځ پر خلاف یې خبرې کړې او د رياست پر ضد یې د ولس د پارولو کوښښ کړی دی. نوموړی او وکيل یې دا تورونه بې بنياده بولي او وايي پر رياستي پاليسيو نيوکې کول د هر پاکستاني وګړي حق دی. په دې لړ کې په څلورو مقدمو کې د هغه ضمانت منظور شوی خو په يوه مقدمه کې نوموړی په بنو جېل کې بندي دي.

د ۲۰۲۲ کال په جنورۍ کې داسې راپورونه راغلي وو چې د پاکستاني پوځ جنرل قمر جاويد باجوه سره د پارليمان د غړو په ملاقات کې بلاول بوټو زرداري غوښتنه کړې وه چې علي وزير دې خوشې شي. د سرچينو ترمخه، باجوه د دې په ځواب کې ويلي وو چې که علي‌وزير له هغه بخښنه وغواړي، خوشې به یې کړي. علي وزير هم له هغه شوې دا غوښتنه تاييد کړې خو ويلي یې دي چې "هېڅکله به بخښنه ونه غواړي ځکه چې دا غير اييني کار دی او هيله لري چې عدالت ورته انصاف ورکړي".

پوځ په رسمي ډول په دې اړه څه نه دې ويلي خو دريځ‌لري چې په سياست کې ګوتې نه وهي او حکومتي‌چارې چلول هم د ملکي حکومت کار دی.

د جبري لادرکه خلکو مسله

په عاصمه جهانګیر کانفرنس کې د وينا په وخت د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين ادعا وکړه چې په پاکستان کې د پوځ پاچاهي روانه ده او هر څه چې هغوی غواړي، همغسې کيږي. تاسو د علي وزیر مسلې ته وګورئ. "کله وايي جج نشته، کله وايي نن رخصت دی. هره ورځ یې د مقدمې اورېدنه ځنډوي او بیا چې په مقدمو کې ضمانت وشي، بله نامعلومه مقدمه ورته راوباسي. دا ځکه چې په پاکستان کې جمهوريت نشته.‌دلته سلطنتي نظام دی او د پوځ‌مشر پاچا دی چې حکمونه جاري کوي."

د بلوچستان نیشنل ګوند مشر او د قامی اسمبلۍ غړي سردار اختر مینګل په دې کنفرنس کې وويل چې پاکستان به هیڅکله د ورکو کسانو د موندلو او په جعلي مقابلو کې په مبیینه ډول په زور د غيب کړل شويو کسانو د وژنو مخنيوی ونه کړي ځکه چې د هغه په وينا دا د رياستي‌واکدارانو لومړیتوب نه دی.

هغه زیاته کړه: "دا لیکل درکوم چې دا زمونږ د واکدارانو په ترجیجاتو کې شامل نه دي. په بلوچستان کې نسل وژنه روانه ده خو څوک یې سنجيده نه اخلي. که تاسو موږ ته د برابرو حقونو لرونکي وګړي په سترګه ګورئ نو ښه ده کنه نو موږ پخوا هم مقاوت کړی، اوس یې هم کوو او بیا به یې هم وکړو."

د رسنيو ازادي او خبریالانو ستونزې

په عاصمه جهانګیر دوه ورځني کانفرنس کې خبریالانو او د رسنیوو د حقونو لپاره کار کوونکو ادارو ځینو ادارو استازو هم خبرې وکړي.

د جیو نیوز نوموتي خبریال حامد میر په خپله وینا کې وویل چې په پاکستان کې مطبوعات ازاد نه دي. هغه زیاته کړه چې که حکومت د هر ګوند وي، د خبریالانو ستونزې نه ختمیږي او د رسنیوو خپلواکي تروړل کيږي. نوموړي وویل: "د منظور پشتين په نامه دلته یو سړی ناست دی. هغه پر ټيليويژنونو خبرې نه شې کولی ځکه چې موږ یې نه شو راغوښتلی. هغه غدار ګڼل کيږي خو دی غدار نه ده. يوازې حقیقتونه وايي. دا زموږ د رسنيو حال دی."

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن پخوانۍ مشرې او د بشري حقونو مشهورې وکيلې، عاصمه جهانګير په نامه هر کال کېدونکي نړيوال کنفرنس کې دا ځل موضوع په جنوبي ايشا کې اييني بحران وو.

د پاکستان بشري حقونو وزير اعظم تارړ په خپله وينا کې وويل چې کوښښ کوي د خلکو ستونزې واوري او حل یې کړي. هغه زیاته کړه چې په دې کنفرنس کې نيږدې ټولو ګډونوالو پر حکومت او امنيتي ادارو نيوکې وکړي خو چارواکو په سړه سینه واورېدلې. هغه وویل چې د لادرکه خلکو د موندلو او د دې مسلې د بشپړ حل لپاره پر حکومتي کمېشن سربیره اوس د کابینې يوه ځانګړې کمېټه هم کار کوي.

په دې کنفرنس کې د سپريم کورټ جج جسټس قاضي فایز عیسا پر خلکو ټينګار وکړ چې نيوکې کول د هر چا حق دی خو د ادارو پر ځای دې په انفرادي چارواکو تنقید کوي ځکه چې د هغه په وينا په هره اداره کې ښه او بد خلک وي.

XS
SM
MD
LG