د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان حکومت وايي د بشري حقونو کمېشن رپورټ یو اړخیز دی


په بلوچستان کې په تېره څه د پاسه یوه نیمه لسیزه کې د خلکو ورکېدو پرضد پراخې مظاهرې شوې دي - پخوانی انځور.
په بلوچستان کې په تېره څه د پاسه یوه نیمه لسیزه کې د خلکو ورکېدو پرضد پراخې مظاهرې شوې دي - پخوانی انځور.

د بلوچستان حکومت دعوه کړې ده چې د پاکستان د بشري حقونو کمېشن (هیومن رایټس کمېشن اف پاکستان یا اېچ ار سي پي) او د حقونو په اړه نور ناحکومتي سازمانونه پر ریاستي ادارو یو طرفه نیوکې کوي.

دا تور د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیا الله لانګو پر داسې وخت پورې کړی چې کمېشن د بلوچستان په اړه په تازه رپورټ کې ویلي دي په هغه صوبه کې د خلکو ورکېدو، اقتصادي مشکلاتو او پر رسنیو د محدودیتونو تر څنګ د یوشمېر نورو موضوعاتو او ستونزو له کبله په ولس کې د دولت یا ریاست پر ضد غصه زیاته شوې ده.

ضیا الله لانګو د اپرېل پر نهمه له مشال راډیو سره په خبرو کې د بشري حقونو کمېشن رپورټ موندې رد کړې او ویې ویل چې په هغه رپورټ کې د لادرکه کسانو او امنیتي پوستو موضوع چې څنګه راپورته کړل شوې دي، هغه د ده په وینا، په حقیقت کې داسې نه دي.

نوموړي ادعا وکړه چې په بلوچستان کې حالات داسې نه دي لکه څنګه چې یې د بشري حقونو لپاره کار کوونکي بیانوي. "دوی دلته راشي او یوازې یو اړخ بیانوي. دوی دې یو سیاسي کارکن موږ ته وښيي چې ورک شوی وي‌ او بیا معلومه شوې وي چې ریاست پکې لاس درلود. داسې پ‍ېښې شته خو دا ترهګر وي او هغوی هم دا دی، راخوشې کېږي. ریاست داسې هېڅوک نه ځوروي چې پاکستان او د پاکستان ایین مني او پر جمهوریت باور لري. سیاسي کارکنان نیول کېږيخو لادرکه کېږي نه."

ضیا الله لانګو وویل، د دې ملاتړ نه کوي چې پر امنیتي پوستو دې خلک بې ځایه وځورول شي.

ده وویل چې پوستې یوازې د وسلوالو د تګ راتګ مخنیوي او د ولس امنیت ساتلو لپاره جوړې شوې دي. "تاسو ته معلومه ده چې د بلوچستان حالات څنګه دي. چې کله موږ ځینې امنیتي پوستې ختمې کړې نو بیا د خلکو ټېلېفونه راتلل چې موږ ته خطره ده او وارداتونه زیات شوي دي. خو موږ منو چې ښه او بد خلک هر ځای شته، په اېف سي کې به هم داسې کسان وي چې خلک به ځوروي خو ټول داسې نه دي او که موږ چېرې دا امنیتي پوستې لیرې کړو نو د دې به د بلوچستان پر حالاتو ډېر بد اغېز وشي."

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیالله لانګو دا څرګندونې تر هغې دوه ورځې وروسته وکړې چې د پاکستان د بشري حقونو کمېشن په بلوچستان کې د واقعیتونو موندلو په اړه رپورټ خپور کړ چې پکې راغلي چې د هغې صوبې په ولس کې د ریاست پر وړاندې غصه زیاته شوې ده.

د بشري حقونو د کمېشن د رپورټ موندنې

کمېشن د اپرېل پر اوومه په رپورټ کې لیکلي چې د هغه سازمان ماموریت د ۲۰۲۲ز کال په اکتوبر کې د بلوچستان د حالاتو جاج اخیستو لپاره جوړ شوی وو.

په بلوچستان کې د اېچ ار سي پي د مشر حبیب طاهر خان په مشرۍ هغه شپږ کسیزه ماموریت د شپږو میاشتو په موده کې د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې له خلکو سره خبرې کړې دي او پر اساس یې رپورټ جوړ کړی دی.

په رپورټ کې ویل شوي چې د بشري حقونو خپلواک کمېشن په دې ډېره اندېښمن دی چې د جبري لادرکیو، معاشي محرومیو، د سیاسي استازیتوب کموالي، پر رسنیو د محدویتونو او د کاري موقعو کمښت له کبله د ولس غصه په زیاتېدو ده.


حبیب طاهر خان د اپرېل پر نهمه مشال راډیو ته وویل، "په بلوچستان کې په ناقانونه توګه د خلکو د لادرکه کېدو لړۍ له اوږدې مودې راهیسې روانه ده او بیا وروسته د هغوی خراب شوي مړي‌ موندل کېږي. دا پېښې اوس هم روانې دي، ډېرې دي خو په اړه یې خبرونه نه خپرېږي. او بل پلو په بلوچستان کې د ملېشه ځواکونو د تلاشۍ پوستې دي نو خلک په ځانګړې توګه د دې دوو مسلو له کبله سخت په غصه دي."

خان وايي، په خپل رپورټ کې یې په بلوچستان کې د وضعیت ښه والي لپاره یوشمېر وړاندیزونه کړي دي چې حکومت ته به یې وسپاري.

دی زیاتوي، کمېشن تر دې مخکې هم د بلوچستان په اړه پینځه رپورټونه خپاره کړي دي.

خو دا یوازې د بشري حقونو کمېشن نه دی، بلکې تر دې مخکې هم د بشري حقونو نورو ادارو د بلوچستان پر حالاتو اندېښنې ښوولې دي.

پوښتنه دا ده چې د بشري حقونو د کمېشن په څېر د ادارو رپورټونه د هغې صوبې په وضعیت کې د بدلون په اړه څه ډول مرسته کولای شي؟

د بلوچستان چارو شنونکی او لیکوال محمد علي تالپور وايي، داسې رپورټونه ولس د بلوچستان له حالاتو خبروي خو پر حکومتي تګلارو یې تر اوسه څه اغېز نه دی کړی. "داسې رپورټونه ضروري دي هغه ځکه چې په بلوچستان کې له بلوڅو او پښتنو سره په کېدونکو زیاتیو خلک خبرېږي خو پر حکومت د داسې رپورټونو د اغېز اندازه تاسو له دې لګولای شی چې یو وخت اېچ ار سي پي د بلوچستان په اړه ډېر جامع رپورټ خپور کړی وو خو د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) هغه رپورټ درواغ بللی وو. نو زما په فکر چې دوی چې په تېرو ۷۵ کلونو کې کوم ظلمونه کړي دي د هغې اندازه باید ولګوي خو نه یې لګوي."

په بلوچستان کې له کلونو راهیسې د خلکو د ورکېدو لړۍ روانه ده. بلوڅ ملتپال د دې هر څه تور د پاکستان پر امنیتي او جاسوسي ادارو پورې کوي خو هغوی دا تورونه ردوي او وايي چې هغه کارونه د پاکستان دښمنه هېوادونو اجنډا ده.

له دې پرته له کلونو راهیسې د هغې امنیتي وضعیت هم ښه نه دی خو د بلوچستان حکومت او د پاکستان امنیتي ادارې وايي، هلته یې د وسلوالو ډلو پرضد اقدامات کړي دي. د پاکستان پوځ او نیمه پوځي ځواکونو سرتېري له شاوخوا دوو لسیزو راهیسې په بلوچستان کې ځای پر ځای دي او هلته یې د وسلوالو ډلو پرضد اقداماتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG