د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان په میرلي کې یو تن وژل شوی او بل ټپي شوی دی


په شمالي وزیرستان او شاوخوا سیمو کې له څو کلونو راهیسې په پرلپسې توګه د ناامنۍ پېښې روانې دي چې زیاتره پکې هدفي بریدونه وي. (انځور: ارشیف)
په شمالي وزیرستان او شاوخوا سیمو کې له څو کلونو راهیسې په پرلپسې توګه د ناامنۍ پېښې روانې دي چې زیاتره پکې هدفي بریدونه وي. (انځور: ارشیف)

د شمالي‌ وزیرستان په میرلي کې په دوو بېلو هدفي بریدونو کې یو کس وژل شوی او بل ټپي شوی دی.

د میرلي پولیس تاڼې یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې پر موټرسایکل سپرو مخپټو وسله والو د مارچ پر ۱۰مه د میرلي په بازار کې د شیر امان الله په نامه کس په ډزو وژلی او تښتېدلي دي.

د پولیسو دې چارواکي زیاته کړه چې دویم برید د میرلي بازار جنوبي اړه ته پر خیسور سړک شوی په کوم کې چې وسله والو د محمد په نامه کس په ډزو ټپي کړی دی.

چارواکي زیاته کړه چې وژل شوی کس د مومندو او ټپي شوی دی جنوبي وزیرستان دی. د ده په وینا، دې کسانو هلته لوښي خرڅول.

چار تر اوسه د دې بریدونو ذمه واري‌ نه ده منلې او پولیس وايي چې د دواړو پیښو مقدمه یې د نامعلومو وسله والو پرضد درج کړې ده.


بل پلو د پاکستان امنیتي چارواکو ادعا کوي چې د مارچ پر لسمه یې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د تحریک طالبان پاکستان ۵ وسله وال وژلي او ۶ نور یې تپي کړي دي.

په میرامشا کې د پوځ یو افسر مشال راډیو ته وویل چې په تیرو درو ورځو کې یې د تحریک طالبان پاکستان ۱۴ وسله وال وژلي دي.

تحریک طالبان پاکستان بیا دعوه کوي چې په دې عملیاتو کې یې امنیتي سرتیرو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده. خو په خپلواکه توګه د یوې غاړې د ادعاوو پخلی نه دی شوی.

دا په داسې حال کې ده چې په شمالي وزیرستان او شاوخوا سیمو کې له څو کلونو راهیسې په پرلپسې توګه د ناامنۍ پېښې روانې دي چې زیاتره پکې هدفي بریدونه وي.

د مشال راډیو د ساتلو معلوماتو له مخې، په شمالي وزیرستان کې سږ کال تر اوسه ټول نهه هدفي بریدونه شوي دي.


په ۲۰۲۲ م کال کې هلته ټول ۴۷ هدفي بریدونه شوي ول چې تر ۶۰ زیات مشران، ځوانان، سیاستوالان، ښځینه، دیني عالمان او هم امنیتي سرتیري پکې وژل شوي ول.

د شمالي وزیرستان ځايي ولس په وار وار د دې ناامنیو او هدفي وژنو پرضد احتجاجونه، جرګې او پرلتونه کړي او له حکومت څخه یې د امن پر ځای کولو غوښتنه کړې ده.

په دې احتجاجونو کې تور پورې کېږي چې د پاکستان امنیتي ادارې د پلان له مخې په دې سیمو کې د وسله والو پر فعالیتونو سترګې پټوي.

خو حکومت او امنیتي‌ ادارې بیا دا تورونه ردوي او وايي چې دوی نه یوازې په سیمه کې د امن پر ځای ساتلو ته ژمن دي بلکې د وسله والو پرضد هم بې توپیره ګامونه پورته کوي.

دوی د مارچ پر نهمه هم په شمالي وزیرستان او ډيره اسماعيل خان کې د ۹ وسله والو وژلو ادعا کړې وه خو په خپلواکه توګه یې پخلی نه وو شوی.

XS
SM
MD
LG