د لاسرسي ځای

تازه خبر

منظور پښتین: پښتانه دې د امنیتي او نورو ستونزو هواري لپاره "یو موټی" شي


د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په لکي مروت کې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال - د فبرورۍ ۲۸مې انځور.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په لکي مروت کې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال - د فبرورۍ ۲۸مې انځور.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پر پښتنو غږ کړی دی چې د امنیتي او ستونزو د هواري او د روانو حالاتو د مقابلې لپاره دې "یو موټی" شي.

نوموړي د مارچ پر ۱۹مه د بلوچستان په بوري (لورالايي) کې له زندانه د غورځنګ د مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ غړي علي وزیر د خوشې کېدو په مناسبت جلسې ته په وینا کې زیاتې شوې ناامنۍ ته په اشاره دعوه وکړه چې په سیمه کې "یو ځل بیا د جګړې لپاره د پښتنو خاوره کارول" کېږي.

پښتین وویل، د امنیتي او نورو ستونزو د هواري لپاره د پښتنو ترمینځ یووالی اړین دی. ده وویل، پښتانه باید د نویو جنګونو برخه نه شي.

ده وویل، حکومت دې د پښتنو په سیمو کې پر معدنیانو د ځايي اوسېدونکو حق ومني.

د بوري جلسې ته د غورځنګ د مشرانو، غړو او پلویانو ترڅنګ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند، عوامي نیشنل پارټۍ او ملي جمهوري غورځنګ غړي او پلویان هم ورغلي ول.

پښتین په وینا کې دا هم وویل چې پښتون ژغورنې غورځنګ به د پښتنو د یووالي او د وسایلو د واک ترلاسه کولو لپاره ملتپاله او مذهبي ډلې یوځای کوي او د یو اتحاد جوړولو هڅه به کوي.

علي وزیر هم د لورالايي جلسې ته په وینا کې د پښتنو پر یووالي ټینګار وکړ.

وزیر د ۲۰۲۰ز کال د ډېسېمبر له نیمايي راهیسې د د ریاستي ادارو پرضد د ویناګانو او د خلکو پارولو په تور په کراچۍ کې بندي وو چې د فبرورۍ پر ۱۴مه د عدالتي حکمونو پر اساس خوشې شو.

نوموړي تل پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي دریځ لري چې د پښتنو د حقونو لپاره يې د قانون او ايين په چوکاټ کې دننه غږ پورته کړی دی.

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) تر دې مخکې هم په جلسو کې له حکومته په قبایلي ضلعو کې د امنیت ټینګښت او ځايي ولس ته د طبیعي زېرمو د واک ورکولو غوښتنې کړې دي.

غورځنګ د فبرورۍ پر ۲۶مه د شمالي وزیرستان په مرکز میرامشا کې د خپل یوه مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ غړي علي وزیر د خوشې کېدو په خوشالۍ کې جلسه وکړه چې ورته یوشمېر مشرانو ویناګانې وکړې.

پي ټي اېم په وروستیو اوونیو کې د بشري حقونو خوندیتوب، د طبیعي زېرمو د واک ترلاسه کولو او د ناامنیو پرضد یوشمېر مظاهرې او جلسې کړې دي.

په بوري کې جلسه پر داسې مهال شوې چې د خیبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په یوشمېر نورو برخو کې د ۲۰۲۲ز کال له اوړي راهیسې بریدونه زیات شوي دي او تحريک طالبان پاکستان ډلې هم د ۲۰۲۲ز کال په نومبر کې د اوربند تر ختمولو وروسته بریدونو ته زور ورکړی دی.

د هغه هېواد په بېلابېلو برخو کې د ناامنۍ ضد پراخې مظاهرې، جلسې، لاریونونه او احتجاجي ناستې شوې دي. په دې لړ کې په وروستیو کې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو ضلعو کې د ولسي پاڅون په نامه پراخې غونډې هم شوې دي.

خو د پاکستان حکومت او پوځ وايي، وسلوال بیامنظمېدو ته نه پرېږدي او د ترهګرۍ او سختدریځۍ پرضد مبارزې ته دوام ورکوي.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر د مارچ پر ۱۴مه جنوبي وزیرستان ته د سفر پر مهال وویل چې "په بشپړ ډول د ترهګرۍ تر ختمېدو پورې جنګ" ته دوام ورکوي.

منیر زیاته کړه چې د "ترهګرۍ پرضد په جګړه کې" د بېلابېلو دولتي یا ریاستي ادارو ترمینځ "رابطې او همکاري" اړینه ده.

تر نوموړي مخکې، د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د فبرورۍ پر ۲۴مه د اپېکس کمېټۍ غونډه وشوه چې پکې چارواکو وویل چې په ملک کې د سیاسي کرارۍ او اقتصادي ودې لپاره "د ترهګرۍ ختمول اړین" دي.

شریف د فبرورۍ پر درېیمه هم ویلي ول چې حکومت پرېکړه کړې ده چې د ترهګرۍ پرضد به د وفاق او صوبو ترمینځ یو شان پالیسي عملي کوي.

XS
SM
MD
LG