د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځ وايي په شمالي وزیرستان کې یې یو مشکوک وسلوال وژلی دی


په شمالي وزیرستان کې امنیتي سرتېري د ګزمې پر مهال - پخوانی انځور
په شمالي وزیرستان کې امنیتي سرتېري د ګزمې پر مهال - پخوانی انځور

په شمالي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو یو چارواکی وايي، د تحریک طالبان پاکستان اریانا ډلې یو مشکوک وسلوال یې وژلی دی.

په میرامشا کې د پوځ یو افسر چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د مارچ پر ۱۴مه یې د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، وژل شوی تن د "ځانمرګو بریدګرو سهولت کار" وو چې عمر خطاب نومېده او په طلحه پېژندل کېده.

د پوځ افسر دا هم وویل چې تېره اوونۍ یې هم په عملیاتو کې د هغې ډلې یو بل غړی خادم هم وژلی وو او دوه نور وسلوال یې نیولي ول.

بل پلو د تحریک طالبان پاکستان اریانا ډلې رسنیو ته په استول شوي بیان کې منلې ده چې امنیتي ځواکونو یې "ملګری عمر خطاب وژلی" دی.

امنیتي چارواکي ادعا کوي چې د وسلوالو پر ضد یې په سیمه کې ځانګړي عملیات پیل کړي او وايي، "د ترهګرۍ تر ختمېدو به روان" وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG