د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې د یو کس مړی موندل شوی دی


په شمالي وزیرستان کې امنیتي ځواکونه د ګزمې پر مهال - پخوانی انځور.
په شمالي وزیرستان کې امنیتي ځواکونه د ګزمې پر مهال - پخوانی انځور.

د شمالي وزیرستان په میرلي کې د یو داسې کس مړی موندل شوی چې سر ورڅخه پرې شوی دی.

د میرلي پولیسو د مارچ پر ۱۱مه په بیان کې ویلي، مړی یې پر هم هغه ورخ په خدي سیمه کې موندلی دی.

بیان وايي، وژل شوی کس ګل اسلم نومېده چې د لکي مروت اوسېدونکی وو.

پولیس وايي چې نوموړی دوه ورځې وړاندې وسلوالو د میرامشا په تپي سیمه کې له موټره ښکته کړی وو او له ځان سره یې بیولی وو.

تر اوسه معلومه نه ده چې د لکي مروت اوسېدونکی چا او ولې وژلی دی او د پېښې ذمه واري هم لا چا نه ده منلې خو پولیس زیاتوي چې "د نامعلومو وسلوالو پرضد" یې مقدمه درج کړې ده.

تر دې مخکې د مارچ پر ۱۰مه په میرلي کې په دوو جلا، جلا هدفي بریدونو کې یو کس وژل شوی او بل ټپي شوی وو.

په همدې حال کې امنیتي چارواکو ادعا کړې په میرامشا کې یې د تحریک طالبان پاکستان یو مشکوک وسلوال وژلی او دوه یې ژوبل کړي دي.

هغې وسلوالې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي او مشال راډیو په خپلواکه توګه د امنیتي چارواکو د دعوې تصدیق نه شي کولای.

په شمالي وزیرستان کې د ۲۰۱۸ز کال له وروستیو راهیسې هدفي بریدونه، د خلکو تښتونې او پر امنیتي ځواکونو حملې روانې دي. د ۲۰۲۲ز کال په اوړي کې په هغه سیمه کې ناامني زیاته شوه چې پرضد یې پراخې مظاهرې هم شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG