د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پرلت د انتظامي او امنیتي چارواکو تر ډاډ وروسته پای ته ورسېد


د خیبر پرلت
د خیبر پرلت

د خیبر لسګونه سیاسي او مدني فعالانو د انتظامي او امنیتي چارواکو تر ډاډ وروسته احتجاجي ناسته پای ته رسولې او افغانستان ته تلونکی سړک یې خلاص کړی دی.

دوی د جون پر ۳۰مه تر هغې یوه ورځ وروسته تورخم ته تلونکې لار وتړله چې د لواړګي په تاتره کلي کې د راکټ مرمۍ چاودنې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ پینځه غړي ووژل او پینځه یې ژوبل کړل.

چارواکي وايي، ماشومانو د راکټ مرمۍ موندلې وه او کور ته یې وړې وه چې ورڅخه کباړ جوړ کړي.

د احتجاج دوو ګډونوالو شاه حسین شینواري او مراد حسین اپرېدي د جولای پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وویل چې حکومت له سیمې څخه د بمونو او ناچاودلو مرمیو پاکولو ژمنه کړې او د بمونو شنډولو ادارې د هغو کارکوونکو پر ضد به مقدمه دایروي چې د ماین پاکۍ د وروستي کیمپېن پر مهال بې غوري کړې وه.

د خیبر پرلت د انتظامي او امنیتي چارواکو تر ډاډ وروسته پای ته ورسېد
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:49 0:00

دوی همداراز وویل چې انتظامیې ورسره ژمنه وکړه چې اغېزمنې کورنۍ ته به د ۱۹ لکو پرځای ۲۹ لکه روپۍ تاوان ورکوي.

د خیبر انتظامیې په یوه بیان کې ویلي چې په خیبر کې د ملېشې ځواک مشر کرنل رضوان نذیر نن د لواړګي په تاتره کلي کې د شفیق اپرېدي کور ته ورغلی وو او د راکټ په چاودنه کې یې د هغه د کورنۍ د غړو پر مرګ ژوبله خپګان وښود.

بیان زیاتوي چې نوموړي هغې کورنۍ ته د ملېشې ځواک له لوري پینځه لکه روپۍ ورکړې او ورته یې د میاشتنیو لګښتونو د ورکولو ژمنه هم وکړه.

XS
SM
MD
LG