د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنوبي وزیرستان اوسېدونکي "ډرون حملو" کې د "۵ وسلوالو او ۲ ماشومانو د وژنې" دعوه کوي


په پاکستان کې له ۲۰۰۴ز کال څخه تر ۲۰۱۸ز کال پورې سلګونه ډرون بریدونه شوي ول - پخوانی انځور.
په پاکستان کې له ۲۰۰۴ز کال څخه تر ۲۰۱۸ز کال پورې سلګونه ډرون بریدونه شوي ول - پخوانی انځور.

د جنوبي وزیرستان اوسېدونکي وايي، په سیمه کې د "مشکوکو بې پیلوټه الوتکو" په "بریدونو" کې پینځه مشکوک وسلوال او دوه ماشومان وژل شوي دي.

د سیمې اوسېدونکي او پولیس البته د مارچ پر ۱۵مه د ځانګړې په حیدرخېلو کلي کې د شوې پېښې څرنګوالي (نوعیت) په اړه بېلابېل دریځونه لري او پوځ وايي، ماشومان له وسلوالو سره د نښتې پر مهال وژل شوي دي.

مشال راډيو په خپلواکه توګه د سیمې د اوسېدونکو او چارواکو د دعوو او څرګندونو تصدیق نه شي کولای.

تحریک طالبان پاکستان د مارچ پر ۱۶مه په بیان کې د ماشومانو وژل "غندلي" دي.

د سیمې د اوسېدونکو څرګندونې

په سیمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر رحمت شاه مسید د مارچ پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل چې دی او ملګري یې ځانګړې ته ورغلل او هلته یې د حیدرخېلو کلی ولید.

دی وايي، له سیمې سره نېږدې د امنیتي ځواکونو یوشمېر ګاډي ولاړ ول او دوی ته یې ویل چې هلته د لټون عملیات روان دي، نو ځکه یې تر څه ساعته مخکې تګ ته پرې نه ښوول.

د مسید په خبره، وروسته چې د ځانګړې حیدرخېلو ته ورغی او هلته یې چې پوښتنه وکړه نو معلومه شوه چې د مارچ پر ۱۵مه ټول درې ډرون بریدونه شوي دي. "اوله ډرون" حمله د مازیګر شاوخوا پینځه نیمې بجې شوې وه، "دویمه پر شپږو بجو شوې وه، او دا درېیمه تر نهو بجو" لږ وروسته شوې وه.

دی وايي، د پېښې له ځای سره د وژل شویو ماشومانو کور او هغه دوکان هم دی چې لګېدلی دی.

مسید دعوه وکړه چې په سیمه کې د پوځ او وسلوالو ترمینځ د جګړې هېڅ نښې نه برېښېدې.

ده زیاته کړه چې په لومړي ډرون برید کې د تحریک طالبان پاکستان "څلور وسلوال" او په درېیم کې "یو وسلوال" ووژل شول چې ورڅخه یې درې د افغانستان او دوه د وزیرستان اوسېدونکي ول.

تر رحمت شاه مسید مخکې د سیمې یوه بل اوسېدونکي مشال راډیو ته د "یوې ډرون حملې" یادونه کړې وه.

په سره روغه کې د ځايي بلدیاتي ادارې چېرمېن اسحاق مسید د مارچ ۱۵مې پر ماخوستن مهال مشال راډیو ته ویلي ول چې د ماښام تر لمانځه وروسته ورته د ځانګړه سیمې اوسېدونکو ټېلېفون وکړ چې په حیدرخېلو کلي کې "ډرون برید" شوی دی او دوه ماشومان د سره روغې روغتون ته لېږدول شوي دي.

مسید وايي، په هغو ماشومانو کې یې یو پر ځای مړ شوی وو او بل روغتون ته تر رسېدو وروسته سا ورکړه. "د بچیو عمرونه د پینځو او شپږو کلونو په مینځ کې دي" چې شاهد او الهام نومېدل.

په ۲۰۱۳ز کال کې په امریکايي ډرون برید کې د تحریک طالبان پاکستان مشر حکیم الله مسید هم وژل شوی وو - د ۲۰۰۸ز کال انځور.
په ۲۰۱۳ز کال کې په امریکايي ډرون برید کې د تحریک طالبان پاکستان مشر حکیم الله مسید هم وژل شوی وو - د ۲۰۰۸ز کال انځور.

د مسید په خبره، هغه ماشومان د حیدرخېلو کلي یو دوکان ته ورغلي ول چې شاوخوا پینځه نیمې بجې د برید ښکار شول. "هغه دوکان ته د علاقې خلک هم وردرومي او طالبان چې حکومت ورته دهشتګرد وايي، هغوی هم وردورومي. کېدای شي چې [هدف] یې [طالبان] وي، خو [حمله] یې په داسې ابادي باندې وکړه چې غونډ خلک سودا ته وردرومي."

له نوموړي مو پوښتنه وکړه چې هغه څنګه باوري دي پر دوکان ډرون برید شوی دی؟ ده په ځواب کې راته وویل چې د سیمې خلک له تېرو کلونو راهیسې د ډرون الوتکو له "اواز" سره اشنا دي او پېژني يې.

مسید البته زیاته کړه چې دا نه ده معلومه نه ده چې هغه "امریکايي او که پاکستانۍ" بې پیلوټه الوتکه وه، خو "بهرحال ډرون حمله ده."

د پولیسو او پوځ دریځ

د جنوبي وزیرستان پولیس وايي، د پېښې څرنګوالی به تر پلټنو وروسته معلومېږي. د پولیسو مشر شبیر حسین مشال راډیو ته تایید کړه چې په پېښه کې دوه ماشومان وژل شوي دي.

دی وايي، پولیس لا حیدرخېلو کلي ته نه دي ورغلي ځکه چې هغه "لیرې پرته سیمه ده" چې پته ولګوي چې هلته څه پېښ شوي دي، خو "چاودنه" شوې ده او نوعیت به یې وروسته معلومېږي.

اخوا د پاکستان پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د مارچ پر ۱۶مه په یو بیان کې ويلي دي چې په ځانګړه سیمه کې یې "په نښته کې اته" مشکوک "ترهګر" وژلي دي. په بیان کې راغلي چې په پېښه کې دوه پوځیان هم ژوبل شوي دي.

ای اېس پي ار زیاتوي چې "بدبختانه د نښتې پر مهال دوه ماشومان" هم وژل شوي دي.

د تحریک طالبان پاکستان دریځ

د تحریک طالبان پاکستان ډلې ویاند محمد خراساني د مارچ پر ۱۶مه په بیان کې په مشکوکو "ډرون بریدونو" کې د دوو ماشومانو وژل غندلي دي.

نوموړي په بیان کې په هغو پېښو کې د خپلو وسلوالو د مرګژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

خو د هغې ډلې یوه قوماندان د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته د خپلو "پینځو وسلوالو مړینه تایید" کړه.

د پاکستان په قبایلي ضلعو او په ځانګړي ډول په شمالي او جنوبي وزیرستان کې له ۲۰۰۴ز کال څخه تر ۲۰۱۸ز کال پورې په سلګونه امریکايي ډرون بریدونو کې د یوشمېر وسلوالو ډلو لسګونه مشران او غړي وژل شوي او ژوبل شوي دي. د پخواني امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ د واکمنۍ پر مهال په پاکستان کې ډرون حملې ودرېدې.

مشال راډیو په خپلواکه توګه په جنوبي وزیرستان کې د مارچ ۱۵مې پېښې د څرنګوالي تصدیق نه شي کولای.

په هغه ضلع دا پېښه سیمې ته د پوځ د مشر جنرال سید عاصم منیر تر سفر یوه ورځ وروسته شوې ده.

د پاکستان دولتي راډیو وايي، نوموړي په جنوبي وزیرستان کې له سرتېرو سره د لیدو پر مهال وویل، "په بشپړ ډول د ترهګرۍ تر ختمېدو پورې جنګ" ته دوام ورکوي.

ده زیاته کړه چې د "ترهګرۍ پرضد په جګړه کې" د بېلابېلو دولتي یا ریاستي ادارو ترمینځ "رابطې او همکاري" اړینه ده.

XS
SM
MD
LG