د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د ورکو کسانو ستونزه ولې نه هوارېږي؟


په بنو کې د ورکو کسانو کورنۍ د احتجاجي ناستې پر مهال - د ۲۰۲۱ز کال د فبرورۍ لومړۍ نېټې انځور.
په بنو کې د ورکو کسانو کورنۍ د احتجاجي ناستې پر مهال - د ۲۰۲۱ز کال د فبرورۍ لومړۍ نېټې انځور.

وکیل شبیر حسین ګګیاڼی وايي، د ورکو کسانو مسله دومره پېچلې ده چې عدالتونه یې هم په هواري کې بې وسه معلومېږي.

نوموړی له څو کلونو راهیسې د ورکو کسانو موندلو، عدالت ته د وړاندې کولو او خوشې کولو لپاره قانوني مبارزه کوي. ګګیاڼي د سېپټېمبر پر ۱۲مه له مشال راډیو سره په خبرو کې د هغې ښځې کیسه وکړه چې څلور زامن یې له ۲۰۱۶ز کال راهیسې ورک دي.

ګګیاڼی وايي، د جان پرۍ په نوم هغې ښځې په وروستیو کې په پېښور های کورټ کې قاضیانو ته خواست وکړ چې داسې یو سند ورکړي چې پکې لیکل شوي وي چې د زامنو ښځې یې کونډې شوې دي.

نوموړی وايي، په دې خبره په عدالت کې ناستو ټولو کسانو وژړل.

خو دا یوازې د جان پرۍ کیسه نه ده. په پاکستان کې د بشري حقونو ادارې وايي چې په تېره څه د پاسه یوه نیمه لسیزه کې په هېواد کې سلګونه کسان ورک شوي چې پکې د ډېریو د مړي، ژوندي او ځای ځایګي پته نه لګېږي.

په تېرو کلونو کې د ورکو کسانو د موندلو لپاره د هېواد په بېلا بېلو برخو کې مظاهرې او لاریونونه شوي دي. په تېرو میاشتو کې په خيبر پښتونخوا کې د ورکو کسانو کورنیو په بیا بیا احتجاجي مظاهرې کړي او له حکومته يې د هغو کسانو عدالت ته د وړاندې کولو غوښتنه کړي.

په اسلام اباد کې یو کس د خپلې کورنۍ د ورک غړي انځور ښيي - د ۲۰۲۱ز کال د اګست ۳۰مې انځور.
په اسلام اباد کې یو کس د خپلې کورنۍ د ورک غړي انځور ښيي - د ۲۰۲۱ز کال د اګست ۳۰مې انځور.

د پاکستان حکومت وايي، د ورکو کسانو د قضیو څېړلو لپاره سرکاري کمېشن خپلې دندې ته دوام ورکړی او په ۲۰۲۰ز کال کې هم سلګونه کسان کورونو ته ستانه شوي.

تر هغې به احتجاج جاري وي چې دا مسله حل شوې نه وي. موږ احتجاج نه ختموو.
لال باچا ساپی

په پاکستان کې زياتره ورک کسان د خيبر پښتونخوا، قبایلي ضلعو او د بلوچستان اوسېدونکي دي چې د ورکولو تور یې پر پاکستانیو امنیتي او استخباراتي ادارو پورې شوی. خو حکومت دا تور ردوي او سرکاري کمېشن هم وايي چې موندل شوي کسان دا نه وايي چې چا تښتولي ول او چېرې یې ساتلي ول.

په پېښور کې د ورکو کسانو موندلو لپاره د مظاهرو منتظم د مومندو لال باچا ساپي د سېپټېمبر پر ۱۲مه مشال راډيو ته وويل چې په هغه ښار کې د ورکو کسانو لپاره د مظاهرو باوجود حکومت سنجیده نه برېښي.

لال باچا ساپی وايي، په راتلونکو څو ورځو کې به د تازه احتجاجي لړۍ مهالوېش اعلان کړي او د ده په وينا، تر هغې به احتجاج جاري وي چې مسله حل شوې نه وي. "موږ احتجاج نه ختموو. د ورکو کسانو کورنيو د مومندو د قندهارو مير افضل خان [خپل] مشر ټاکلی دی او هغه به په څو ورځو کې د احتجاج نېټه او شيډیول جوړ کړي. موږ په کراره نه کښېنو."

د ساپي په خبره، په تېرو ۱۲ کلونو کې یوازې له مومنده لسګونه کسان ورک شوي دي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن مشرې حنا جېلانۍ د اګست پر ۱۵مه مشال راډيو ته ويلي ول چې په پاکستان کې د بشري حقونو په سرغړونو کې تر ټولو جدي مسله د ورکو کسانو ده چې د هواري په برخه کې یې تر اوسه خاص پرمختګ نه دی شوی.

د ورکو کسانو ستونزه ولې نه هوارېږي؟

وکیل شبیر حسین ګګیاڼی وايي په پېښور هايکورټ کې تر ۱،۰۰۰ قضيې لا هم نه دي فیصله شوي.

نوموړي د سېپټېمبر پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل، ځینې قضیې خو ان له ۲۰۱۸ز کال راهيسې د ځنډ ښکار دي. "کله چې موږ د ورکو کسانو قضيې په عدالتونو کې جمع کړو نو له هغوی سره یې د موندلو لپاره نورې سرچينې نه وي او يوازې حکومتي استخباراتي ادارې وي. په دې کې ای اېس ای، [انټېلېجنس بیورو یا ای بي]، [مېلېټري انټيلېجنس یا اېم ای) او نورې استخباراتي ادارې شاملې دي چې [عدالت ورڅخه] ځواب غواړي. هغوی ته وايي چې د [فلاني] کس په اړه لټون وکړئ چې په کوم ځای کې دی. خو امنيتي ادارې عدالت ته [ان] ځواب [هم] نه ورکوي چې دا کسان چېرې دي. د دې نتيجه دا راووځي چې د ورکو کسانو قضيې په عدالتونو کې له کلونو راهيسې" پرتې وي.

په کراچۍ کې ښځو د خپلې کورنۍ د ورکو کسانو انځورونه نیولي - د ۲۰۲۱ز کال د اګست ۳۰مې انځور
په کراچۍ کې ښځو د خپلې کورنۍ د ورکو کسانو انځورونه نیولي - د ۲۰۲۱ز کال د اګست ۳۰مې انځور

حکومتي دریځ

چې کوم خلک ورک دي نو هغه [هرومرو] د رياست ضد فعاليتونو کې ککړ دي. امنيتي ادارې په خپل کار ډېر ښه پوهېږي.
اقبال اپرېدی

د پاکستان استخباراتي ادارې د ورکو کسانو پر موضوع نه غږېږي او حکومت وايي چې هغه ادارې د خلکو په تښتولو او ورکولو کې ککړې نه دي.

بلخوا په قامي اسمبلي کې د خیبر استازی او د واکمن تحريک انصاف ګوند سیاستوال اقبال اپرېدي د سېپټېمبر پر ۱۲مه مشال راډيو ته وويل چې پر دې موضوع یې څو څو ځلې له امنيتي ادارو سره ناستې کړې دي خو د هر کس قضیه جلا، جلا اړخونه لري. "موږ په يو ځای کې کرنل صيب ته سفارش کړی وو او هغه ته مو د يو کس نوم ورکړي وو چې دا ولې ورک دی. نو هغوی چې کله هغه ځوان وړاندې کړ نو هغه هلک په داسې انداز کې د ټولو [ناستو کسانو په موجودګۍ کې] وويل چې په [فلاني] ځای کې یې خودکش تيار کړی وو، په بل ځای کې یې بريد کړی وو. دا ټولې خبری په رېکارډ هم موجودې دي چې کوم خلک ورک دي نو هغه [هرومرو] د رياست ضد فعاليتونو کې ککړ دي. امنيتي ادارې په خپل کار ډېر ښه پوهېږي."

د ورکو کسانو کورنۍ او فعالان وايي چې حکومت دې هغه کسان عدالت ته وړاندې کړي او که جرم ورباندې ثابت شي نو بیا دې ورته سزا ورکړي.

له اپرېدي مې وپوښتل چې حکومت ولې هغه کسان عدالت ته نه وړاندې کوي او ریاستي ادارې ولې عدالت ته ځواب نه وايي؟ نوموړي د دې دا دلیل ورکړ چې ځینو عدالتونو په تېرو وختونو کې لوی مجرمان خوشې کړي چې د هېواد او ولس په زیان تمامېږي.

په پاکستان کې عدالتي نظام پر ثبوت او شواهدو ولاړ دی او که پر دې اساس پر چا جرم ثابت نه شي نو بیا یې عدالت خوشې کوي.

خو د ورکو کسانو لپاره د سرکاري کمېشن وايي، د روان ۲۰۲۱ز کال تر پیله یې د ۴،۸۲۲ ورکو کسانو قضيې حل کړې دي. کمېشن زیاتوي، د نورو قضيو د هواري هڅې هم کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG