د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لادرکه ماهل بلوڅې لپاره په کراچۍ کې هم احتجاج شوی دی


په کراچۍ کې د ماهل بلوڅ د خوشې کولو لپاره مظاهره شوې ده.
په کراچۍ کې د ماهل بلوڅ د خوشې کولو لپاره مظاهره شوې ده.

په کراچۍ کې د لارکه بلوڅانو خپلوانو د فبرورۍ پر ۲۰مه د پريس کلب مخې ته یوه احتجاجي مظاهره کړې چې پکې په ځانګړي توګه د کوټې له سيټلايټ ټاون څخه د نيول شوې ماهل بلوڅې لپاره غږ پورته شوی دی.

دا مظاهره د بلوڅ يکجهتي کميټۍ په نوم د بلوڅانو د حقونو یوې غیر سرکاري ادارې لخوا راجوړه شوې وه چې پکې ګڼ شمېر د لادرکو بلوڅانو خپلوانو او مدنې فعالانو هم ګډون وکړ.

احتجاج کوونکیو تور پور کړ چې په بلوچستان کې د پوليسو ترهګرۍ ضد څانګې عملیات لا "د پخوا غوندې مشکوک دي" چې پکې بې ګناه خلک په نښه کېږي.

احتجاج کونکیو وویل چې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې ماهل بلوڅه له خپله کوره نيولې وه او له ځانه سره يې وړې ده.

پر دغه وخت د بلوڅ يکجهتي کميټۍ يوه غړي اشرف بلوڅ مشال راډيو ته وويل چې د ماهل بلوڅې پرضد ناجایزه او یوه دروغجنه مقدمه جوړه کړل شوې ده او باید نوموړې ژر تر ژره راخوشې کړل شي.

نوموړي وویل، " ماهل بلوڅه په خپل کور کې وه او دا هر څه په ډاګه دي چې ماهل بلوڅه د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې په کوټه کې له خپله کوره پورته کړې ده، اوس زموږ مېرمنې هم خوندي نه دي."

اشرف بلوڅ زیاته کړه چې د پولیسو له خوا بيا پرې درواغجنه مقدمه هم درج شوې ده چې هغې ځانمرګې بريد کاوی.

ده وویل، "زه وايم که له ماهل بلوڅې سره ځانمرګی جيکټ وای نو هغه به د کوټې په ښار کې له خپلو ماشومانو سره نه اوسېده. "

خو بلخوا د بلوچستان پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې د فبرورۍ پر ۱۸مه په یوه بیان کې ویلي ول چې د کوټې په سیټلایټ ټاون کې یې یوه "مشکوکه ځانمرګې بریدګره" نیولې ده او ورڅخه یې په حمله کې کارېدونکی "واسکټ" هم ترلاسه کړی دی.

خو د فبرورۍ پر ۲۰مه د شوې مظاهرې پر وخت احتجاج کونکیو پر ماهل بلوڅې لګېدلی تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې رياست د يوې دروغجنې مقدمې له لارې د لادرکو بلوڅانو لپاره غږ بندول غواړي.

د مظاهرې يو ګډونوال حبيب بلوڅ مشال راډٖيو ته وویل چې "ماهل بلوڅې د لادرکو بلوڅانو لپاره په ښکاره خپل غږ پورته کاوی نو ځکه پرې پوليسو دا دروغجن تور پورې کړی دی."

د حبیب بلوڅ په وینا،‌ د ماهل بلوڅې د نيولو يوازینې مقصد دا دی چې څوک هم د لادرکه خلکو لپاره غږ پورته کوي هغه به خاموشه کوي.

خو پولیس بیا دریځ لري‌ چې د ماهل بلوڅې تعلق له بېلتون غوښتونکې وسلوالې ډلې بلوڅ لېبرېشن ارمي سره دی او هغې " په کوټه کې پر یو حساس ځای د برید پلان لرلو."

احتجاج کوونکو دپاکستان او نړیوالو بشري حقوقو له تنظیمونو څخه غوښتنه کړې چې د ماهل بلوڅې په اړه دې بشپړ تحقیقات وکړي او د بلوچستان حکومت دې د پېښې د تحقيقاتو لپاره پارليماني کمېټي جوړه کړي.

په کراچۍ کې د لادرکه بلوڅانو کورنۍ د احتجاج پر مهال
په کراچۍ کې د لادرکه بلوڅانو کورنۍ د احتجاج پر مهال

له دې وړاندې د لادرکه بلوڅانو لپاره کارکونکي تنظیم وايس فار بلوڅ مسنګ پرسنز له لوري په کوټه او ځينې نورو سيمو کې د ماهل بلوڅې د ګرفتارۍ پر ضد احتجاجونه شوي او د هغې د خلاصولو غوښتنه يې کړې ده.

د بلوڅ يکجهتي کميټۍ په وينا چې د فبرورۍ پر دریمه د رشيده بي بي په نوم یوه بله بلوڅه او د هغې خاوند رحیم زهری لادرکه شوي ول چې وروسته په کوټه او نورو سيمو کې د احتجاجونو پر مهال رشیده خپل کور ته ستنه شوې خو خاوند یې لا هم لادرکه دی.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزير ضيا لانګو رسنيو ته په استولي بیان کې ويلي چې قانون د ښځې او نارينه لپاره يو شان دی.

نوموړي زیاته کړې،‌"د يوې ښځې نيول راته ښه نه ښکاري خو قانون د ټولو لپاره برابر دی، که سړی او يا ښځه قانون مات کړي نو د دواړو لپاره يو قانون دی."

په پاکستان کې د پښتنو، بلوڅانو او سيندیانو د لادرکۍ موضوع له سياسي او بشري پلوه ډيره جدي ده او په دې اړه ګڼ شمېر مظاهرې او احتجاجونه هم شوي دي.

په ۲۰۱۱م کال کې د پاکستان د هغه وخت حکومت د بلوڅانو په ګډون د ټولو ورکو کسانو د موندلو لپاره یو خپلواک کمېشن هم جوړ کړی وو.

هغه کمېشن د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر میاشت کې سپریم کورټ ته په وړاندې کړي خپل راپور کې ويلي ول چې ورسره په تېره څه د پاسه یوه لسیزه کې د ۹،۱۳۳ کسانو د ورکېدو قضیې ثبت شوې چې پکې یې له ۶،۰۰۰ څخه زیاتې قضیې فیصله کړې دي.

XS
SM
MD
LG