د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نيول شوې بلوڅې ښځې د خوشې کولو لپاره احتجاج شوی دی


په احتجاج کې يوشمېر ماشومانو هم شامل ول.
په احتجاج کې يوشمېر ماشومانو هم شامل ول.

په کوټه کې د نيول شوې د ماهل نومې بلوڅې ښځې د خوشې کېدو لپاره مظاهره شوې ده.

په سرياب سړک د فبرورۍ پر۱۹مه شوې دې مظاهره کې سياسي او مدني فعالانو د ماهل د خوشې کولو لپاره شعارونه ورکړل.

په مظاهره کې شامل د بلوچستان نېشنل ګوند وياند غلام نبي مري له مشال راډيو سره په خبرو کې تور پورې کړ چې حکومتي ادارې "د بلوڅو نارينه پر ځاي د ښځو لادرکول" پیل کړي دي چې د ده په خبره، دا بشرضد عمل دی.

مظاهرچيانو د پرلت وهلو اعلان وکړ خو د پوليسو په دې ډاډ چې ماهل به عدالت ته وړاندې کړي، وځنډاوه. د بلوڅو ښځو سازمان (بلوچ وومن فورم) پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې د پوليسو يو مشر اصف غفور او اسسټېنټ کمېشنر نثار احمد په ډاډ يې خپل پرلت تر ۴۸ ساعتونو پورې ځنډولی دی.

دوی ويډيو هم خپره کړې ده چې پکې يوه ښځه چارواکيو ته وايي چې دوی د ماهل عدالت ته د وړاندې کولو غوښتنه نه کوي، بلکې غواړې پر هغې جوړه شوې مقدمه (اېف ای ار) ختم شي.

د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) د فبرورۍ پر ۱۸مه په یوه بیان کې ویلي ول چې د کوټې په سیټلایټ ټاون کې یې یوه "مشکوکه ځانمرګې بریدګره" نیولې ده او ورڅخه یې په حمله کې کارېدونکی "واسکټ" هم ترلاسه کړی دی.

سي ټي ډي ویليول چې د استخباراتي معلوماتو پر اساس یې د جمعې او شنبې (خالي) ترمینځ شپې مهال پر کور چاپه واچوله او ښځو پولیسو هغه مېرمن ونیوله. پولیسو د هغې ښځې نوم نه دی ورکړی خو په بیان کې یې ویلي دي چې د هغې پرضد یې مقدمه دایره کړې چې پکې د ترهګرۍ ضد قانون مادې هم شاملې دي.

پولیسو زیاته کړې چې له لومړنیو پلټنو ښکاري چې هغه ښځه د بېلتونپالې وسلوالې ډلې بلوچ لېبرېشن فرنټ (بي اېل اېف) غړې ده خو هغې ډلې لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

خو د نيول شوې ښځې ماهل د کورنۍ يوې خپلوانې بانيډې بلوڅ د فبرورۍ پر ۱۹مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې د فبرورۍ پر ۱۷مه د شپې ناوخته يې د سي ټي ډي له لورې پر کور چاپه ووهل شوه او د ماهل په ګډون د کور ټول غړي يې د پلټونو لپاره له ځان سره يوړل.

د دې په وینا، پوليسو وروسته د ماهل پرته د کورنۍ نور ټول غړي خوشي کړل. دې تور پورې کړ چې د پلټنو پر مهال ماهل "شکنجه" شوې ده خو دې په دې اړه کوم ثبوت وړاندې نه کړ.
هغې دا تورونه رد کړل چې ګواکې پوليسو يې له کوره چاودېدونکي مواد هم ترلاسه کړي دي. د دې په خبره:"تر کومه حده چې د تورونو خبره ده.چ، دا ټول درواغ دي ،داسې هيڅ هم زموږ له کوره نه دې ترلاسه شوي او نه هم تر اوسه پوري زموږ کور ته داسي څه راوړل شوي دي."

د بلوچستان د کورنیو چارو وزير مير ضيا لانګو هم رسنيو ته په استول شوي بیان کې ويلي چې دوی د دودونو ضد نه دي او د ښځو درناوی کوي خو د ده په خبره، قانون د ښځې او نارينه لپاره يو شان وي.

د ده په وینا، که هرڅوک رياست ضد کارکوي نو دوی به يې پرضد ارو مرو عمليات ترسره کوي.
هغه ویلي "زموږ هم زړه نه غواړي چې د چا مور او خور ورکه شي، موږ هم بلوڅان او مسلمانان يو. د يوې ښځې نيول راته ښه نه ښکاري، خو قانون د ټولو لپاره برابر دی، که سړی يا ښځه قانون مات کړي نو د دواړو لپاره يو قانون دی."

په پاکستان کې د پښتنو، بلوڅانو او سيندیانو د لادرکۍ موضوع له سياسي او بشري پلوه ډيره جدي ده او په دې اړه ګڼ شمېر مظاهرې او احتجاجونه هم شوي دي.

په ۲۰۱۱م کال کې د پاکستان د هغه وخت حکومت د بلوڅانو په ګډون د ټولو ورکو کسانو د موندلو لپاره یو خپلواک کمېشن هم جوړ کړی وو.

هغه کمېشن د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر میاشت کې سپریم کورټ ته په وړاندې کړي خپل راپور کې ويلي ول چې ورسره په تېره څه د پاسه یوه لسیزه کې د ۹،۱۳۳ کسانو د ورکېدو قضیې ثبت شوې چې پکې یې له ۶،۰۰۰ څخه زیاتې قضیې فیصله کړې دي.

خو د لادرکه بلوڅانو لپاره مبارزه کوونکی سازمان "وایس فار بلوچ مسینګ پرسنز" وايي، په لسګونه زره بلوڅان لادرکه دي او تر اوسه یوازې ۸۵۰ خوشې شوي او کورونو ته ستانه شوي دي.

د ۲۰۲۲ز کال د سېپټېمبر په میاشت کې اسلام اباد های کورټ د بلوڅ زده کوونکو په غوښتنه کميشن هم جوړ کړی وو چې یوشمېر غونډې یې کړې دي.

د کمېشن مشري د بلوچستان نېشنل ګوند مشر سردار اختر مېنګل کوي چې د ۲۰۲۲ز کال د نومبر پر ۱۵مه یې په کوټه کې د ورکو بلوڅانو له کورنیو سره وليدل او معلومات يې ورڅخه غونډ کړل.

د کمېشن په غړو کې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو غړي، مدني فعالان او حکومتي لوړپوړي چارواکي هم شامل دي. افراسیاب خټک چې د ياد کميشن غړي دي د فروري پر ۱۸مه و مشال راډيو ته ويلي و چې دوي په دې هکله خپل راپور مکمل کړی دی او راتلونکې اوونۍ به د اسلام اباد هايي کورټ ته خپلې سپارښتنې وړاندې کړو.
د ياد کميشن مشري کونکي سردار اختر جان مينګل د ګوند بي اين پي وياند له مشال راډيو سره په مرکه کې زياته کړه چې د راروان ۲۵ م فېبرورۍ باندي به يې ګوند په ټول بلوچستان کې احتجاجي مظاهرې او غونډي هم ترسره کوي،
ياده دي وې چې د لادرکه کسانو د کورنيو د غړو په شمول د وايس فار بلوڅ مسنګ پرسنز غړي هم تور پورې کوي‌ چې زرګونه لادرکه کسان د پاکستان امنیتي او جاسوسي‌ ادارو تښتولي دي او وخت په وخت یې خراب کړل شوي‌ مړي غورځوي. خو د پاکستان امنیتي او جاسوسي ادارو تل دا تورنه رد کړي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف پروسږ کال د سېپټېمبر پر ۹مه نېټه هوډ ښوولی وو چې د ورکو کسانو د خوشې کولو او د هغوی د قضیو څېړلو ټولې ممکنې هڅې کوي.

XS
SM
MD
LG