د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد کې د مظاهرې پر مهال د حفيظ بلوڅ د موندلو غوښتنه شوې


په پاکستان کې د ورکو بلوڅانو د موندلو لپاره په وار وار مظاهرې شوې دي. پخوانی انځور
په پاکستان کې د ورکو بلوڅانو د موندلو لپاره په وار وار مظاهرې شوې دي. پخوانی انځور

بلوچ یکجهتي کمېټۍ د اسلام اباد د خبریالانو مرکز مخې ته د مظاهرې پر مهال د لادرکه حفیظ زهري د موندلو غوښتنه کړې ده.

د فبرورۍ پر اتمه نېټه مظاهرچيانو په لاسونو کې لوحې نیولې وې او د نورو لادرکه بلوڅانو ترڅنګ يې د حفیظ زهري د خوشې کولو لپاره شعارونه ورکول.

د کمېټۍ یوې غړې سعدیې بلوڅې مشال راډیو ته وویل چې حفیظ زهری له یوې مودې راهيسې ورک وو او کور ته ستون شو خو د فبرورۍ پر څلورمه نېټه په کراچۍ کې له خپل کوره نیول شوی چې تر اوسه یې هېڅ پته نه لګي. هغې دا روښانه نه کړه چې نوموړی چا وړی دی.

نوموړې تور پورې کړی چې د پخوانيو حکومتونو په څېر د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) په مشرۍ د اېتلافي حکومت په واکمنۍ کې هم د بلوڅانو د ورکولو لړۍ دوام لري.

د بشري حقونو او بلوڅانو د حقونو سازمانونه د خلکو د ورکولو تور د پاکستان پر پوځ پورې کوي خو پوځ او حکومت تل دا تورونه رد کړي دي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف پروسږ کال د سېپټېمبر پر ۹مه نېټه هوډ ښوولی وو چې د ورکو کسانو د خوشې کولو او د هغوی د قضیو څېړلو ټولې ممکنې هڅې کوي.

د اسلام اباد های کورټ په حکم د ۲۰۲۲ز کال د سېپټېمبر په میاشت کې يو کمېشن جوړ شوی وو چې یوشمېر غونډې یې کړې دي. د کمېشن مشري د بلوچستان نېشنل پارټۍ مشر سردار اختر مېنګل کوي چې د ۲۰۲۲ز کال د نومبر پر ۱۵مه یې په کوټه کې د ورکو بلوڅانو له کورنیو سره وليدل او معلومات يې ورڅخه غونډ کړل.

تر دې وروسته هغه د نومبر پر ۱۶مه د بلوچستان اعلا وزیر عبدالقدوس بزنجو سره ولیدل. هغه مهال د پاکستان سرکاری خبرې اژانس اې پي پي ليکلي ول چې عبدالقدوس بزنجو د کمېشن غړو ته وويل چې حکومت يې ژمن دی چې د ورکو بلوڅانو ستونزه په ترجيحي بنيادونو حل کړي.

دا راز د پاکستان حکومت د لادرکه کسانو د موندلو لپاره په ۲۰۱۱ز کال کې یو خپلواکه کمېشن هم جوړ کړی وو. هغه کمېشن د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر میاشت کې سپریم کورټ ته په وړاندې کړي خپل رپورټ کې ويلي ول چې له دوی سره په تېره څه د پاسه یوه لسیزه کې د ۹،۱۳۳ کسانو د ورکېدو قضیې ثبت شوې چې پکې یې له ۶،۰۰۰ څخه زیاتې قضیې فیصله کړې دي.

د کمېشن په خبره ۳،۷۴۳ ورک کسان کورونو ته ستانه شوي دي خو له ۲،۲۰۰ زیاتې قضیې لا تر اوسه حل شوې نه دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG