د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوڅ فعالان ادعا کوي چې په "پوځي عملياتو کې ښځې او ماشومان نيول" کيږي


په کراچۍ کې د بلوڅانو مظاهره
په کراچۍ کې د بلوڅانو مظاهره

د بلوچستان د لادرکه کسانو د کورنيو غړو او مدني فعالانو ادعا کړې چې په هغه صوبه کې د پوځي عملياتو پر مهال مېرمنې او ماشومان نيول شوي دي.

دوی د نومبر پر اتمه د کراچۍ پرېس کلب مخې ته د مظاهرې پر مهال د بلوڅانو د لادرکه کولو د مخنيوي غوښتنه هم وکړه. پر دې مهال د بلوچ یکجهتي کمېټۍ غړې سېمي دين بلوڅ وويل چې له تېرو څو ورځو راهیسې د بلوچستان په بولان سيمه کې د پوځي عملیاتو پر مهال غېر قانوني کړنې روانې او د ماشومانو تر څنګ ښځې تښتول شوي دي.

هغې زیاته کړه: "له تېرې يوې اوونۍ راهيسې د بلوچستان په بولان کې پوځي عمليات روان دي چې ۱۱ ښځې او نهه ماشومان هم پکې نيول شوي دي. په پوځي عملياتو کې بې ګناه خلک وژل شوي چې جسدونو يې د کوټې بولان روغتون ته وړل شوي دي."

په کراچۍ کې د لادرکه بلوڅانو د کورنيو غړو دا احتجاجي مظاهره په داسې حال کې کړې چې له تېرو څو ورځو راهيسې پر ټولنيزو رسينو داسې خبرې روانې دي چې په بولان کې په پوځي عملياتو کې يوشمېر ښځې او ماشومان هم نيول شوي دي.

خو د بلوچستان د کورنیو چارو سلاکار میر ضیا لانګو پرون په کوټه کې د يوې خبرې غونډې پر مهال دا تورونه رد کړل او ويې ويل چې نه پخوا مېرمنې نیول شوي او نه هم اوس نیول شوي دي. نوموړي زياته کړه چې پوليسو د قتل په قضيه کې له بولانه ځينې تورن کسان نيولي دي.

هغه زیاته کړه: "په ټولنېزو رسينوو دا غلطه پروپېګنډه شوې چې امنيتي ځواکونو په عملياتو کې ميرمنې پورته کړې دي. دا بالکل دروغ دي. امنيتي ځواکونه هم د دې ملک دي او ولس هم ددې هيواد خلک دي. دا ډول خبرونه موږ د حکومت او رياستي ادارو د بدنامولو لپاره شوي. زموږ ځواکونو هېځکله داسې نه دې کړي."

د پاکستان حکومت د لادرکه کسانو د موندنې لپاره په روان کال کې د کابینې يوه کمېټې او په ۲۰۱۱ کال کې يو کمېشن جوړ کړی. دې کمېشن د روان کال په جنورۍ کې په يو راپور کې منلې وه چې د پاکستاني پوځ په بنديخانو کې ۹۳۹ کسان شته دی. په راپور کې دا هم ويل شوي وو چې تر اوسه یې د ۸۴۱۵ لادرکه کسانو قضیې ثبت او ۶۱۶۳ هوارې کړې دي.

XS
SM
MD
LG