د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې د ماهل بلوڅې لپاره د نه خوړلو علامتي هړتال شوی دی


د بلوچستان نیشنل ګوند مېنګل ډلې غړي او نور فعالان د فبرورۍ پر ۲۵مه په کوټه کې د احتجاج پر مهال.
د بلوچستان نیشنل ګوند مېنګل ډلې غړي او نور فعالان د فبرورۍ پر ۲۵مه په کوټه کې د احتجاج پر مهال.

د بلوچستان نیشنل ګوند مېنګل ډلې په مشرۍ د یوې بلوڅې ښځې د نیولو پر ضد په کوټه کې د نه خوړلو یو ورځنی علامتي احتجاج شوی دی.

د هغه ګوند ښځینه او نارینه مشران او غړي د فبرورۍ پر ۲۵مه په کوټه کې د خبریالانو مرکز مخې ته په احتجاج کې د ماهل بلوڅې د خوشې کولو غوښتنه وکړه.

د بلوچستان نیشنل ګوند مېنګل ډلې د مرکزي کمېټۍ غړي غلام نبي مري مشال راډیو ته وویل چې که ماهل بلوڅه په کوم غير قانوني کار کې ککړه وي نو پولیس دې یې له ثبوتونو سره عدالت ته وړاندې کړي.

نوموړي تور پورې کړ چې د پاکستان امنيتي ځواکونو پخوا بلوڅ سړي ورکول او اوس ښځې هم نیسي. "په بلوچستان کې په زوره د لادرکه کولو پېښي ورځ تر بلې زياتېږي، په خاصه توګه اوس زموږ میندې او خویندې هم خوندي نه دي."

مري د پاکستانیو ځواکونو له خوا د بلوڅو مېرمنو د نیولو په اړه د ثبوت په توګه وویل، "د فبرورۍ پر درېیمه بي بي رشيده زهرۍ لادرکه شوه چې د احتجاجونو په نتيجه کې خوشې شوه، بيا څو ورځې وروسته په کوټه کې بله بلوڅه مېرمنه ماهل بلوڅه د اغوا په څېر ونيول شوه چې لا هم په بند کې ده."

د بشري حقونو او بلوڅانو د حقونو سازمانونه د خلکو د ورکولو تور د پاکستان پر پوځ پورې کوي خو پوځ او حکومت تل دا تورونه رد کړي دي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف پروسږ کال د سېپټېمبر پر ۹مه نېټه هوډ ښوولی وو چې د ورکو کسانو د خوشې کولو او د هغوی د قضیو څېړلو ټولې ممکنې هڅې کوي.

د لادرکه بلوڅانو لپاره د کارکونکي سازمان (وایس فار بلوڅ مېسېنګ پرسنز) یوې غړې حوران بلوڅې د فبرورۍ پر ۲۵مه په کوټه کې د احتجاج پر مهال مشال راډیو ته وویل، "زموږ یوه غوښتنه ده چې پر ماهل بلوڅې جوړه مقدمه دې ختمه شي او هغه دې خوشې شي."

دوی وویل چې د فبرورۍ پر ۲۵مه یې د نه خوړلو علامتي‌ هړتال همدې ډول "ظلم او ناانصافیو" پرضد د غږ پورته کولو لپاره کړی دی.

دا له هغه ورسته ده چې د فبرورۍ پر ۱۷ مه په کوټه کې د ترهګرۍ ضد پوليس څانګې (سي ټي ډي) پر يوه کور تر چاپې وهلو وروسته یوه بلوڅه مېرمنه له ځان سره یوړله.

پولیسو بیا وروسته په یوه بیان کې ویلي ول چې د کوټې په سیټلایټ ټاون کې یې یوه "مشکوکه ځانمرګې بریدګره" نیولې ده او ورڅخه یې په حمله کې کارېدونکی "واسکټ" هم ترلاسه کړی دی.

د بلوڅانو د حقوقو لپاره کارکونکي ادارې او فعالان دعوه کوي چې ریاستي ادارې یې اوس ښځینه غړې ورکوي او بیا پرې "جعلې مقدمې" درجوي.

خو د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیا الله لانګو په وار وار د جعلي مقدمو جوړولو تورونه رد کړي او وايي چې حکومت یې د هغو خلګو پرضد له قانون سره سم اقدامات کوي چې قانون ماتوي.

نوموړي په ځانګړې توګه د ماهل بلوڅې په اړه رسنیو ته ويلي، " کومه زموږ خور چې نیول شوې ده ماهل بلوڅه، ما مخکې هم ویلي چې پر هغې مقدمه درج شوې؟ په زندان کې چې ښځو ته کومې قانوني اسانتیاوې وي هغه به دې ته هم وي."

ياده دي وي چې د ورکو بلوڅانو لپاره کار کوونکي تنظیم " وایس فار بلوڅ مېسېنګ پرسنز" او د بلوڅ یکجهتي کمېټۍ له لوري په کوټه، کراچۍ او ځینو نورو سیمو کې د ماهل بلوڅې د نیولو او لادرکه کولو خلاف احتجاجونه شوي او د نوموړې د خوشې کولو غوښتنه شوې ده.

XS
SM
MD
LG