د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بنو ولسي پاڅون: حکومت دې د پښتنو پر خاوره د ناامنۍ ضد کوټلي ګامونه واخلي


د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د فبرورۍ پر ۱۲مه د بنو ولسي پاڅون ته په وینا کې وویل چې د پښتنو پر سیمه نړیوال جنګ تپل شوی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د فبرورۍ پر ۱۲مه د بنو ولسي پاڅون ته په وینا کې وویل چې د پښتنو پر سیمه نړیوال جنګ تپل شوی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په کوربتوب د "ناامنۍ او ترهګرۍ پرضد" د خیبر پښتونخوا په بنو کې د "ولسي پاڅون" په نامه احتجاجي غونډه شوې ده.

په غونډه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین تر څنګ د یوشمېر سیاسي ګوندونو استازو، قبایلي مشرانو او مدني فعالانو برخه واخیسته.

دوی غوښتنه وکړه چې د "پښتنو پر خاوره دې امنيت پر ځای" شي، د وسلوالو پرضد دې "بې توپيره او کوټلي ګامونه" پورته شي،‌ د "جبري لادرکيو لړۍ" دې ودرېږي او پښتنو ته دې د خپلو وسایلو اختیار ورکړل شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین غونډې ته په وینا کې وویل، چې د پښتنو پر سیمه "نړیوال جنګ تپل" شوی دی.

پښتین وویل، پښتانه باید له سیاسي اختلافاتو تېر شي او پر خپله خاوره د دې جګړې او ترهګرۍ پرضد د مبارزې لپاره سره "یو موټی" شي.

د منظور پښتین په وینا، له تېرې یوې مودې راهیسې روانو ولسي پاڅونونو د ترهګرۍ په مخنیوي کې پر ریاست "فشار" اچولی دی.

نوموړي د ناامنۍ او ترهګرۍ تر څنګ د پښتنو پر خاوره د طبیعي زېرمو په اړه هم خبرې وکړې او غوښتنه یې وکړه چې پښتنو ته دې د خپلو وسایلو اییني واک ورکړل شي.

د عوامي نیشنل ګوند د خیبر پښتونخوا جنرل سېکرټر سردار حسین بابک غونډې ته په وینا کې وویل چې پښتانه هغه وخت د اوسني حالت په اړه یوه تګلاره جوړولای شي چې "خپلمینځي اختلافات ختم" کړي.

د بنو "ولسي پاڅون" ګډونوال: پښتانه نور ناامني نه شي زغملای
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:16 0:00

د جنورۍ پر ۳۰مه د پېښور د پولیس لاینز پر جومات تر خونړي برید وروسته د وسلوالو پرضد د "بې توپیره عملیاتو" غوښتنې زور اخیستی دی.

د سیمي ګوندونه، د بشري حقونو فعالان او پر حالاتو نظر لرونکي د ملک پر سیاسي ګوندونو هم غږ کوي‌ چې د وسلوالو پرضد په همغږۍ یوه تګلاره غوره کړي.

د روانۍ ناامنۍ پرضد د ولسي پاڅون په نامه احتجاجي ولسي غونډې له تېرې یوې مودې راهیسې د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور، مومندو، باجوړ، لکي مروت، وزیرستان او نورو سیمو کې هم شوي دي.

د فبرورۍ پر پینځمه په مومندو کې د "ولسي پاڅون" ګډونوالو پر حکومت غږ وکړ چې د ناامنۍ مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي او ټول ورک کسان دې ژرترژره معلوم شي او که پر چا تور وي نو مقدمې دې یې په عدالت کې وڅېړل شي، که نه نو هغوی دې خوشې شي.

مومندو کې د ناامنۍ ضد احتجاجي جلسه شوې ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:17 0:00

بل پلو په پښتون قامي‌ اتحاد کې شاملو پښتنو ملتپالو ګوندونو هم اعلان کړی دی چې د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې به ولسي پاڅونونه کوي.

دا پرېکړه په پښتون قامي اتحاد کې د شریکو ملتپالو ګوندونو غړو د فبرورۍ پر شپږمه د پېښور په باچا خان مرکز کې د غونډې پر مهال کړې وه.

د عوامي نیشنل ګوند سردار حسین بابک خبري هغې غونډې ته ویلي ول چې د دې لړۍ لومړۍ احتجاجي غونډه به د فبرورۍ پر ۲۵مه د سوات په کبل کې کېږي.

پښتون قامي اتحاد تر دې وړاندې د ۲۰۲۲ز کال د نومبر پر څلورمه د صوابۍ په امبار سیمه کې د "پښتون امن مارچ" په نوم لاریون او لویه جلسه کړې وه.

د دې احتجاجونو مشران تور پورې کوي چې د پاکستان ریاستي ادارو "د یو پلان له مخ"ې د پښتنو په سیمو کې د وسلوالو پر فعالیتونو "سترګې پټې" کړې دي.

خو د پاکستان وفاقي او د خیبر پښتونخوا صوبایي حکومتونو تل داسې تورونه رد کړي‌ او ویلي یې دي‌ چې ریاستي امنیتي ادارې د وسلوالو پرضد بې توپیره عملیات کوي.

په وروستیو کې پوځ او پولیسو وویل چې په لکي مروت کې یې د عملیاتو پر مهال ۱۲ مشکوک وسلوال وژلي دي. د چارواکو په وینا، هغه عملیات د جنورۍ له ۲۶مې څخه د فبرورۍ تر اوومې نېټې پورې روان ول.

له دې پرته، د خیبر پښتونخوا ګورنر غلام علي د فبرورۍ پر اتمه په چارسده کې په يوه خبري غونډه کې ويلي ول چې امنيتي ځواکونه بیداره دي او وسلوال به بيا منظمېدو ته پرې نه ږدي.

په خیبر پښتونخوا کې د وسلوالو بریدونه تر هغې وروسته لا زیات شول چې تحریک طالبان پاکستان د ۲۰۲۲ز کال د نومبر په پای کې له حکومت سره اوربند ختم کړ او د حملو بیا پیلولو اعلان یې وکړ.

د پاکستان امنیتي چارواکو هم تر هغې وروسته په وار وار ویلي چې د وسلوالو پرضد یې عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

د پاکستان وزیراعظم شهبازشریف د فبرورۍ پر درېیمه ویلي ول چې حکومت پرېکړه کړې ده چې د ترهګرۍ پرضد به د وفاق او صوبو ترمینځ یو شان پالیسي عملي کوي.

XS
SM
MD
LG