د لاسرسي ځای

تازه خبر

مومندو کې د ناامنۍ ضد احتجاجي جلسه شوې ده


مومندو کې د ناامنۍ ضد احتجاجي جلسه شوې ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:17 0:00

په مومندو کې د "ولسي پاڅون" ګډونوالو پر حکومت غږ کړی دی چې د ناامنۍ مخنیوي لپاره دې کوټلي اقدامات وکړي. د فبرورۍ پر پینځمه احتجاجي جلسې ته د عوامي نیشنل ګوند، پښتون ژغورنې غورځنګ او جماعت اسلامي په ګډون د یوشمېر سیاسي ګوندونو مخکښ مشران، غړي او پلویان او داراز، د مومندو ولسي وګړي ورغلي ول. په جلسه کې داسې یوشمېر ښځې هم وې چې د کورنیو غړي یې له کلونو راهیسې ورک دي. په پاکستان کې د خلکو ورکولو تور اکثر پر امنیتي ادارو پورې کېږي خو حکومت دا تور ردوي او د ورکو کسانو سرکاري کمېشن وايي، له ۲۰۱۱ز کال راهیسې یې زرګونه قضیې هوارې کړې دي. د پاکستان وفاقي حکومت او پوځ وایي، د ناامنۍ ضد اقداماتو ته ژمن دي او عملیاتو ته یې دوام ورکړی دی. ویډیويي رپورټ د یوې ښځې په وینا پیلېږي چې مېړه یې ورک دی.

XS
SM
MD
LG