د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا ګورنر: د ناامنۍ له وجې د صوبايي اسمبلۍ ټاکنې اوس نه شي کیدلی


د خیبر پښتونخوا ګورنر غلام علي په يوه غونډه کې خبرې کوي - انځور له ارشيفه
د خیبر پښتونخوا ګورنر غلام علي په يوه غونډه کې خبرې کوي - انځور له ارشيفه

د خیبر پښتونخوا ګورنر غلام علي وايي په صوبه کې د بې امنۍ له وجې په اوسنيوو حالاتو کې د اسمبلۍ انتخابات نه شي کيدلی او پکار ده چې اکتوبر ته صبر وشي.

هغه د فرورۍ پر اوومه نېټه په چارسده کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې تحريک انصاف دې ژر د ټاکنو غوښتنه نه کوي. نوموړي زیاته کړه چې په لکي مروت، مومند، باجوړ، کورمه، بنو، وزيرستان او واڼه کې حالات داسې نه دي‌چې سیاستوال دې پکې د ټاکنو کمپاين وکړای شي.

ګورنر حاجي غلام علي زیاته کړه: "دا اوس چې د تحريک انصاف کوم وزیراعلی تللی. محمود خان! هغه دې ووايي چې ایا په سوات کې په خپله حلقه کې کمپاين کولی شي؟ بله خبره دا ده چې موږ اوس ټاکنې وکړو نو په دې خراب اقتصاد کې به پرې دوه سوه اربه روپۍ لګيږي. درې میاشتې وروسته به بیا د پارليمان ټاکنې وي. پر هغو به بیا پیسې لګيږي. دې حالاتو ته وګوره او دې پیسو ضايع کولو ته ګوره! راځئ چې سره کښېنو او فیصله وکړو چې د پارليمان او صوبايي اسمبليوو ټاکنې په يو وخت وشي."

غلام علي وويل چې د انتخاباتو کول يا ځنډول د هغه په اختيار کې نه دي او دا واک د ټاکنو کمېشن سره دی. هغه زیاته کړه چې کمېشن بايد د امنيتي ادارو او پولیسو سره مشوره وکړي چې ايا د ټاکنو امنيت ساتلی شي او که نه.

په دې وروستيوو کې په خيبر پښتونخوا کې امنيتي حالات خراب شوي دي. تحريک طالبان پاکستان ترهګرې اعلان شوې ډلې ادعا کړې چې يوازې په جنورۍ کې یې ۴۶ بریدونه کړي چې پکې یې ۱۴۹ کسان وژلي دي.

د يادونې ده چې د خېبرپښتونخوا د خیبر پښتونخوا ګورنر د جنورۍ پر ۱۷مه، د هغه وخت وزیراعلی محمود خان په سپارښتنه اسمبلي ماته کړه. په اسمبلۍ کې د تحريک انصاف اکثريت وو نو حکومت د دوی وو. خو دې ګوند ويلي چې په دې کار سره یې پر وفاقي حکومت فشار راوستل غوښتل چې ژر ټاکنې وکړي. خو د پاکستان ايتلافي حکومت وايي چې عمومي انتخابات به پر خپل وخت، د دې کال په اکتوبر کې کيږي.

د تحريک انصاف مشران ټينګار کوي چې د پاکستان د ایین له مخې کله چې د يوې صوبې اسمبلي ماته شي نو ګورنر به په ۹۰ ورځو کې دننه د انتخاباتو نېټه ټاکي.

د ټاکنو کمېشن د خېبرپښتونخوا حکومت ته وړانديز کړی چې د اپرېل له ۱۵ مې تر ۱۷ مې پورې دې انتخابات وکړي. خو ګورنر په بیا بیا وايي چې امنيتي حالات د ټاکنو کولو لپاره مناسب نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د خیبرپښتونخوا پر اتو چکیو د ضمني ټاکنو لپاره د نوماندۍ د کاغذونو جمع کولو عمل د فرورۍ له شپږمې څخه پیل شوی دی. د پاکستان انتخاباتو کمېشن په یو بیان کې ویلي چې کانديدان يا اميدواران کولی شي چې د فرورۍ تر اتمې پورې خپل کاغذونه جمع کړي.

تر دې مخکې کمېشن اعلان کړی وو چې د قامي اسمبلۍ په ۳۳ چوکیو به د مارچ پر ۱۶مه ضمني ټاکنې کېږي چې پکې اته چوکۍ د خیبرپښتونخوا دي. دا چوکۍ له هغه وروسته خالي شوې چې د قامي اسمبلۍ سپېکر د تحريک انصاف د ۷۹ غړيو استعفاوې ومنلې. دوی دغه استعفاوې تیر کال ورکړې وي. په ايتلافي حکومت کې شاملو ګوندونو په دې ضمني ټاکنو کې له ګډونه انکار کړی خو تحريک انصاف ويلي چې په دې ضمني انتخاباتو کې برخه اخلي.

XS
SM
MD
LG