د لاسرسي ځای

تازه خبر

معظم جاه انصاري وايي د پېښور برید کې د ککړو وسلوالو نیولو ته نېږدې شوی دی


د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر معظم جاه انصاري د یوې خبري غونډې پر مهال - پخوانی انځور.
د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر معظم جاه انصاري د یوې خبري غونډې پر مهال - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر معظم جاه انصاري ویلي دي چې د پېښور پولیس لاینز پر جومات په برید کې د "ککړې ترهګرې شبکې" د وسلوالو نیولو ته نېږدی شوی دی.

د جنورۍ پر ۳۰مه د پېښور پر پولیس لاینز جومات په ځانمرګي برید کې د وژل شویو شمېر ۱۰۰ ته رسېدلی او پکې تر ۲۱۵ زیات کسان ژوبل شول. د هغې حملې ذمه واري چا نه ده منلې او تحریک طالبان پاکستان ورڅخه لاتعلقي اعلان کړې ده.

انصاري د فبرورۍ پر دویمه په پېښور کې خبري غونډې ته تایید کړه چې هغه یوه "ځانمرګې حمله" وه او بریدګر د "پولیسو په جامه" کې ودانۍ ته ننوتی وو چې دوی یې "پېژندګلوي" کړې ده.

د صوبې د پولیسو مشر وویل، بریدګر پر موټرسایکل سپور وو او د پولیس لاینز ودانۍ ته یې د داخلېدو پر وخت تالاشي هم شوې وه.

انصاري هغه اوازې او دعوې رد کړې چې ګواکې پر جومات د بې پیلوټه الوتکې برید شوی وو او یا پکې وار له مخه بارود ایښي ول.

تر پېښې وروسته د عوامي نیشنل ګوند سیاستوال سردار حسین بابک او یوشمېر پولیس سرتېرو په ګډون فعالانو پوښتنه کړې وه چې په یوه ځانمرګي برید کې څنګه د جومات چت پرېوت؟

خو معظم جا انصاري وویل، د برید لپاره له ۱۰ څخه تر ۱۲ کېلوګرامه پورې بارود کارول شوي ول. ده زیاته کړه چې په پېښه کې د زیاتې مرګژوبلې یو لامل د جومات د چت پرېوتل هم ول.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر دا څرګندونې تر هغې یوه ورځ وروسته وکړې چې په پېښور کې لسګونه پولیسو او سیاسي او مدني فعالانو د حملې پرضد د مظاهرې پر مهال د پېښې په اړه د رڼو او بشپړو پلټنو غوښتنه وکړه.

د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه د پېښور د خبریالانو مرکز مخې ته د پولیسو احتجاج یو بې ساری عمل بلل کېږي.

د پولیسو یوه سرتېري ساجد علي د احتجاج پر مهال مشال راډیو ته ویلي ول چې د لمانځه پر مهال په برید کې ښايي ډېر بارود کارول شوي وي. "په جومات کې ډېر زیات بارودي مواد ایښوول شوي ول، ځکه چې دوه خودکش [بریدګر] هم وي، نو داسې پوخ او مضبوط چت نه شي راغورځولی. موږ د دې ځواب غواړو چې دومره ډېر بارودي مواد څنګه دننه راوړل شول؟"

د فبرورۍ لومړۍ نېټې د مظاهرې ګډونوالو له حکومته د برید د پلټنو غوښتنه وکړه.
د فبرورۍ لومړۍ نېټې د مظاهرې ګډونوالو له حکومته د برید د پلټنو غوښتنه وکړه.

په همدې حال کې د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه د وفاقي کابینې غونډې ته په وینا کې وویل چې له "پېښوره تر کراچۍ پورې خلک پوښتنه کوي" چې هېواد ته "وسلوال بیا چا وروستل؟"

وزیراعظم زیاته کړه چې "ترهګري له هېواده ختمه شوې وه" خو اوس ټول خلک "پر دې سخت خپه دي چې تر دومره قربانیو وروسته ترلاسه شوی امنیت بیا ولې خراب شو؟"

تر دې یوه ورځ مخکې، د جنورۍ پر ۳۱مه د پاکستان د قامي اسمبلۍ او سېنېټ په جلا جلا غونډو کې د پېښور په پولیس لاینز کې پر جومات د ځانمرګي برید غندنه او په سم ډول د ترهګرۍ پرضد د قامي تګلارې (نیشنل اېکشن پلان) د عملي کېدو غوښتنه وشوه.

د ۲۰۱۴ز کال د ډېسېمبر په نیمايي کې د پېښور پر ارمي پبلک سکول تر وسلوال برید وروسته د ۲۰۱۵ز په پیل کې د ترهګرۍ پرضد قامي تګلاره اعلان کړې وه چې پکې د وسلوالو ډلو پرضد د پراخو عملیاتو، د سختدریځه افکارو د خپرېدو پرضد د اقداماتو او د پوځي عدالتونو جوړولو په څېر نکتې شاملې وې.

هلته د پوځ د کورکمانډارنو په غونډه کې هم پر امنیتي وضعیت بحث شوی دی.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د جنورۍ پر ۳۱مه په بیان کې ویلي دي چې د پوځ د مشر جنرال سید عاصم منیر په مشرۍ په غونډه کې د پېښور پر ځانمرګي برید خبرې وشوې او پوځ ژمنه وکړه چې پکې به "ککړو کسانو ته عبرتناکه سزا" ورکوي.

XS
SM
MD
LG