د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتون قامي‌ اتحاد د ولسي پاڅون په نامه نورې احتجاجي غونډې کوي


په پښتون قامي اتحاد کې د شریکو ملتپالو ګوندونو غړو د فبرورۍ پر شپږمه د پېښور په باچا خان مرکز کې تر غونډه وروسته خبري کنفرانس ته وینا وکړه.
په پښتون قامي اتحاد کې د شریکو ملتپالو ګوندونو غړو د فبرورۍ پر شپږمه د پېښور په باچا خان مرکز کې تر غونډه وروسته خبري کنفرانس ته وینا وکړه.

په پښتون قامي اتحاد کې شریکو ملتپالو ګوندونو پرېکړه کړې ده چې د بدامنۍ او ترهګرۍ پرضد به د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې احتجاجونه کوي.

په پښتون قامي اتحاد کې د شریکو ملتپالو ګوندونو غړو د فبرورۍ پر شپږمه د پېښور په باچا خان مرکز کې تر غونډه وروسته خبري کنفرانس ته وینا وکړه.

دوی وویل چې د پښتون قامي اتحاد تر سیوري لاندې به د صوبې په بېلا بېلو ښارونو تو سیمو کې د بدامنۍ پرضد د "ولسي پاڅون" په نامه غونډې کوي.

د عوامي نېشنل ګوند د خیبر پښتونخوا صوبايي جنرل سیکرټرې سردار حسېن بابک خبري غونډې ته وویل چې د دې لړۍ لومړۍ احتجاجي غونډه به د فبرروۍ پر ۲۵مه د سوات په کبل کې کېږي.

ده وویل، د پېښور په پولیس لاين کې دننه وسله وال برید څرګندوي چې ترهګرۍ او بد امنۍ یو وبايي شکل اختیار کړی دی.

مومندو کې د ناامنۍ ضد احتجاجي جلسه شوې ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:17 0:00

سردا حسېن بابک زیاته کړه، "هم دا وجه ده چې موږ د پښتون قامي اتحاد تر سیوري لاندې د نورو ولسي پاڅونونو پرېکړه کړې ده."

د نېشنل ګوند د خیبر پښتونخوا صوبايي مشر ډاکټر سرفراز خان وویل چې لومړۍ غونډه یې ځکه د سوات په کبل کې اعلان کړې ده چې د ده په وینا، د وسله والو طالبانو پخواني مشر ملا فضل الله په پښتونخوا کې د ترهګرۍ پیل له هم دې سیمې کړی وو.

ډاکټر سرفراز خان وویل چې د دې تر څنګ یې د مارچ پر ۲۱مه په پېښور کې د امن په اړه د یو سیمینار کولو پرېکړه هم کړې ده.

نوموړي په دې اړه زیاته کړه،‌ "پښتانه پوهان به په دې سیمینار کې خپلې مقالې وړاندې کوي چې امن څه ګټې لري او د جنګ څه نقصانات دي، جنګي اقتصاد څه ته وايي، دا څه رنګه جوړ کړل شوی دی او د امن اقتصاد به څه رنګ جوړوو؟"

د فبرورۍ پر شپږمه شوې دې غونډه کې د شریکو ګوندونو استازو په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د بدامنۍ پر زیاتې شوې لړۍ اندېښنه وښودله.

پښتون قامي اتحاد تر دې وړاندې د ۲۰۲۲م کال د نومبر پر څلورمه د صوابۍ په امبار سیمه کې د "پښتون امن مارچ" په نوم لاریون او لویه جلسه کړې وه.

دوی په هغه جلسه کې له حکومته غوښتنه کړې وه چې امنیت دې ټینګ کړي، د بد امنۍ، هدفي وژنو، قلنګ اخیستو، د جبري لادرکۍ او د طالبانو د بیا مخې ته راتلو مخه دې ونیسي.

په پښتون قامي اتحاد کې شریکو ګوندونو په داسې وخت کې د ترهګرۍ ضد احتجاجونو لا زیاتولو پرېکړه کړې ده چې تېره اونۍ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ کې د ایپیکس کمېټۍ غونډې د ملک پر امنیتي حالت بحث وکړ.

شهباز شریف ولس ته د امن باوري کولو ډاډګېرنه ورکړې وه خو پښتانه ملتپال مطمین نه دي هغه ځکه چې د دوی په وینا، تر دې وړاندې هم د ترهګرۍ ضد نېشنل ایکشن پلان جوړ شوی وو خو عملي نه شو.

XS
SM
MD
LG