د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې ګڼګوندیزه غونډه ځنډېدلې؛ عمران خان پکې ګډون نه کوي


د جنورۍ پر ۳۰مه د پېښور پولیس لاینز پر جومات په برید کې لسګونه کسان ووژل او ژوبل شول.
د جنورۍ پر ۳۰مه د پېښور پولیس لاینز پر جومات په برید کې لسګونه کسان ووژل او ژوبل شول.

د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو چارو وزیر مریم اورنګزېب ویلي دي چې د ناامنۍ او د هېواد پر نورو مهمو مسلو د بحث لپاره ګڼګوندیزه غونډه ځنډوي.

نوموړې د فبرورۍ پر اوومه پر ټوېټر په بیان کې وویل چې وزیراعظم شهباز شریف په ترکیه کې د زلزلې له کبله انقرې ته د غمرازۍ لپاره ځي، نو له دې وجې غونډه ځنډول شوې ده.

ټاکل شوې وه چې هغه غونډه د فبرورۍ پر نهمه وشي. تر دې مخکې حکومت ویلي ول چې غونډه د فبرورۍ پر اوومه کوي.

مریم اورنګزېب دا نه دي ویلي چې اوس به غونډه کله کېږي خو زیاته کړې یې دا چې د نېټې اعلان به له اتحادي ګوندونو سره تر مشورې وروسته کوي.

د شریف دفتر د فبرورۍ پر درېیمه ویلي ول چې په ګڼګوندیزه غونډه کې به د پېښور د پولیس لاینز پر جومات د خونړي برید په ګډون پر هغو "مهمو چیلېنجونو" بحث کېږي چې پاکستان ورسره مخامخ دی.

هغه مهال مریم اورنګزېب رسنیو ته ویلي ول چې د تحریک انصاف مشر عمران خان یې هم ګڼګوندیزې غونډې ته وربللی دی.

په هغه وخت کې د تحریک انصاف یو مخکښ سیاستوال او د قامي اسمبلۍ پخواني سپیکر اسد قیصر ویلي ول چې حکومت ورسره رابطه کړې ده او د ګوند مشران به په غونډه کې د ګډون کولو یا نه کولو پرېکړه تر مشورو وروسته کوي.

خو تر دې وروسته د تحریک انصاف او د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) په مشرۍ د وفاقي اېتلافي حکومت ترمینځ ترینګلتیا زیاته شوه او د هغه ګوند مشر عمران خان په ګڼګوندیزه غونډه کې له ګډونه انکار کړی دی.

ژوبل پولیس سرتېری د پېښور برید د سترګو لیدلی حال بیانوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:22 0:00

د خیبر پښتونخوا پخواني اعلاوزیر محمود خان ویاند محمد علي سیف وايي، په غونډه کې د نه ګډون لامل دا دی چې وزیراعظم شهباز شریف د ناامنۍ او نورو موضوعاتو په هواري کې سنجیده نه دی.

نوموړي د فبرورۍ پر نهمه مشال راډیو ته وویل، تر دې مخکې هم په پاکستان کې یوشمېر ګڼګوندیزې غونډې شوې دي او د ۲۰۱۵ز کال په پیل کې د ترهګرۍ پر وړاندې ملي تګلاره یا "نیشنل اېکشن پلان هم جوړ شو، چې ښه جامع پروګرام دی، خو د عملي کولو ذمه واري یې د وفاقي حکومت ده."

دی وايي، اوس چې په حکومتي اېتلاف کې یوشمېر ګوندونه ورګډ دي او په خیبر پښتونخوا او پنجاب کې لنډمهالي یا نګران حکومتونه دي، نو واکمنان له ټولګوندیزې غونډې "څه غواړي؟"

سیف زیاتوي چې د ناامنۍ پر ضد یې د ګوند دریځ روښانه دی او حکومت دې عملي اقدامات وکړي.

خو د واکمن اېتلاف لوی ګوند مسلم لیګ (ن) دا دعوې او تورونه ردوي او وايي، له سیاسي ګوندونو سره په مشوره د ترهګرۍ ضد تګلاره جوړول غواړي نو ځکه یې تحریک انصاف هم هغې غونډې ته وربللی دی.

د مسلم لیګ (ن) ګوند یو سیاستوال او د صوبايي اسمبلۍ پخوانی غړی اختیار ولي خان وايي، تحریک انصاف په خیبر پښتونخوا کې کلونه، کلونه واکمن وو خو د هغه ګوند مشر عمران خان د جنورۍ پر ۳۰مه په پېښور کې د پولیس لاینز پر جومات تر خونړي برید وروسته د وژل شویو او ژوبلو له کورنیو سره د غمرازۍ او عیادت لپاره هم نه دی ورغلی.

نوموړي د فبرورۍ پر نهمه مشال راډیو ته وویل چې ګڼګوندیزې غونډې خورا ارزښتناکې وي. "چې کله په صوبه کې ۱۰۰ کسان شهیدان شي، ۲۰۰ زخمیان شي او پر هغې باندې که څوک ټول جمهوري قوتونه او د څلورواړو صوبو سیاسي قیادت راغواړي نو دا [غولول یا بې معنا کار] نه وي، بلکې دا سنجیده مجلس وي."

اختیار ولي خان زیاته کړه چې وفاقي حکومت به هرومرو ګڼګوندیزه غونډه جوړوي او که د تحریک انصاف مشر عمران خان ورځي، نو بهتره به وي.

تر دې مخکې هم پر خان انتقاد شوی چې ولې تر برید وروسته پېښور ته ورنغی. خو د تحریک انصاف مخکښه سیاستوالانو په وروستیو کې مشال راډیو ته ویلي ول چې خان د ۲۰۲۲ز کال په نومبر کې د خپل ګوند د احتجاجي لاریون پر مهال په برید کې ژوبل شوی وو او لا یې هم صحت ښه نه دی نو ځکه هلته نه دی ورغلی. دوی زیاتوي چې عمران خان په خیبر پښتونخوا کې د ګوند سیاستوالانو ته ویلي دي چې په هره ضلع کې دې د پېښور د برید د وژل شویو او ژوبلو کسانو له کورنیو سره مرستې وکړي.

په همدې حال کې په هغه صوبه کې د عوامي نیشنل ګوند یو مخکښ مشر او د صوبايي اسمبلۍ پخوانی غړی سردار حسین بابک وايي چې سیاسي ګوندونه دې د امنیت پر موضوع سیاست نه کوي او باید دا مسله په جدي ډول هواره کړي.

نوموړي له مشال راډیو سره په خبرو کې زیاته کړه چې عمران خان باید په ګڼګوندیزه غونډه کې ګډون وکړي او خپل "موقف واضحه" کړي.

پاکستان دا مهال د "ترهګرۍ له څپې" سره مخامخ دی، چې زیاتره بریدونه په خیبر پښتونخوا، او بلوچستان کې شوي دي.

په همدې حال کې د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر معظم جاه انصاري ویلي دي چې د پېښور په برید کې د ککړې شبکې وسلوالو نیولو ته نېږدې شوی دی.

خو دا یوازې امنیت نه دی چې د پاکستان حکومت ورباندې په هغه غونډه کې بحث کول غواړي بلکې د وزیراعظم دفتر د فبرورۍ په پیل کې ویلي ول چې سیاسي مشران به پر اقتصاد هم غږېږي.

پاکستان له ۲۰۱۹ز کال راهیسې له لویو اقتصادي او مالي مشکلاتو سره مخامخ دی. د پاکستان دولتي بانک د فبرورۍ پر دویمه په یوه بیان کې وویل چې ورسره د بهرنیو پیسو زېرمې د جنورۍ په وروستۍ اوونۍ کې د څه باندې درې اربه امریکايي ډالرو کچ ته ښکته شوې دي.

XS
SM
MD
LG