د لاسرسي ځای

تازه خبر

منظور پښتین: دا د کفر او اسلام جنګ نه دی، دلته خو دیني عالمان هم وژل کېږي


منظور پښتین په باجوړ کې وینا کوي.
منظور پښتین په باجوړ کې وینا کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د جنورۍ پر پنځمه په باجوړ خار کې د امن پاڅون جلسې ته د وینا پر مهال یو وارې بیا له حکومته وغوښتل چې د امن د ټینګولو لپاره دې کوټلي اقدامات وکړي.

نوموړي وویل: "دا د کفر او اسلام جنګ نه دی ځکه دلته خو دیني عالمان هم وژل کېږي، نو هغه بیا په کوم نوم وژل کېږي. موږ چې انصاف غواړو، غداران راته ویل کېږي، هغوی چې بې انصافي کوي، په غټو څوکیو ناست دي."

د باجوړ خلک له حکومته د امنیت غوښتنه کوي.
د باجوړ خلک له حکومته د امنیت غوښتنه کوي.

د باجوړ لاریون او جلسه کې د بېلابېلو سياسي ګوندونو مشران، غړي او پلویان برخه اخلي. د مشال راډيو د خبريال ترمخه، د جلسې ځای ته خلک ور روان دي. د جلسو دا لړۍ د پښتنو سياستوالو او قومي مشرانو د ولسي امن پاڅون په نامه د هغو هڅو برخه ده چې دوی پکې له حکومته امن غواړي.

د باجوړ جلسې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين، د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن دواړ، د عوامي نېشنل ګوند پارليماني مشر سردار حسین بابک او ګڼ نور سياستوال ورغلي دي.

د باجوړ د لاریون یوه څنډه
د باجوړ د لاریون یوه څنډه
ریاست مجبور دی، په تېرو ۴۵ کلونو کې، دلته د پښتنو د وینې د توییدو ځواب ووايي.
سردار حسین بابک

د جنورۍ پر پنځمه په باجوړ کې اول لاریون وشو او دا د باجوړ شنډۍ ماموندو سیمې نه پیل شو چې دا سیمه د باجوړ د مرکز خار نه په څو کیلومیټره واټن کې پرته سیمه ده. لاریون ته د باجوړ ځايي مشرانو هم ویناوې وکړې، په سلګونو شمېر کې ځايي خلک په لاریون او جلسه کې برخه اخلي، خلکو د امن سپینې جنډې پورته کړې دي. په سپینو جنډو لیکل شوي چې موږ امن غواړو. له نورو سیمو نه هم خلک جلسې ځای ته ورغلې دي.

جلسې ته د عوامي نېشنل ګوند یو مخکښ او د صوبايي اسمبلۍ غړي سردار حسین بابک هم وینا وکړه. نوموړي وویل: "ریاست مجبور دی، په تېرو ۴۵ کلونو کې، دلته د پښتنو د وینې د توییدو ځواب ووايي. دلته په باجوړ کې په تېر څه مهال کې عام خلک خو پرېږده چې ګڼ دیني عالمان هم وژل شوي دي. همدا رنګه سیاسي مشران، قامي مخور او سماجي شخصیتونه وژل شوي، د دې مخنیوی دې وشي او حکومت دې ځواب ووايي چې دا ولې کېږي؟"

نوموړي وړاندې وویل، که خلک یو موټي نه شي او د امن لپاره پاڅونونه ونه کړي نو د دې وژنو او بدامنۍ مخه نشي نیول کېدای.

له تېر ډېسېمبر میاشتې راهیسې د امن غوښتو لپاره د پاڅونونو دا لړۍ له جانيخېلو پيل شوې او په لکي مروت کې یې هم جلسه شوې ده.

د خیبر پښتونخوا د جنوبي او قبایلي ضلعو ولس وایي، په ۲۰۲۲ز کال کې د دوی په سیمو کې د نا امنۍ ګڼې پېښې ترسره شوې نو ځکه یې په نوي کال کې د امن لپاره ولسي پاڅونونه اعلان کړي دي.
دا ولسي پاڅونونه په بنو، جنوبي وزیرستان، مومندو او باجوړ کې په پام کې نیول شوې دي.

موږ چې انصاف غواړو، غداران راته ویل کېږي، هغوی چې بې انصافي کوي، په غټو څوکیو ناست دي.
منظور پښتین

د باجوړ د ولسي پاڅون یو منتظم مولانا خانزېب د ډېسېمبر پر ۳۱مه مشال رېډیو ته ویلي وو، د باجوړ ولس نور پر خپله خاوره نا امني نه شي زغملی: "د پښتونخوا نوې ضلعې دا وخت نا امنۍ راګېرې کړې دي،دلته هدفي بریدونه، بمي چاودنې، بته خوري او د ناامنۍ ګڼې پېښې هره ورځ کیږي. ولسي او قامي مشرانو ته دړکې ورکول کیږي. دا پېښې تر پېښور مردان او سواته پورې رسېدلې دي. دا ولسي پاڅونونه د دې خاورې حقیقي غږ دی او موږ یې پورته کوو، دا د چا خلاف نه دی موږ یوازې امن غواړو."

ایا په پښتنو سیمو کې بیا پوځي عمليات کيږي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:29:30 0:00

د جنورۍ په لومړۍ نېټه په جانیخېلو کې په ترسره شوې غونډه کې د عوامي نېشنل ګوند او پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو تر څنګ د بېلا بېلو سیاسي ګوندونو کارکوونکو ګډون وکړ. د دې غورځنګ مشر، منظور پشتين ګډونوالو ته په خبرو کې وويل چې په دنيا کې خلک يو بل ته د نوي کال مبارکۍ ورکوي خو پښتانه لا هم له ترهګرۍ کړيږي.

منظور پشتين زیاته کړه چې د پاکستان پوځ دې ترهګرۍ ضد مبارزې د دعوو حساب ورکړي:

"پښتونخوا وطن د پښتنو دی،‌ فېصلې یې بايد پښتانه وکړي، نه له نورو ځایونو راغلي خلک. موږ به په خپل وطن کې غلامان کيږو نه. زموږ ځای معلوم دی چې د امن پوښتنه ترې وکړو. موږ له عسکري مشرانو حساب غواړو چې امن ولې نه راځي؟ موږ دا د ډالرو جنګونه نور نه منو. هر جرنېل چې راشي وايي، زه نوي عمليات کوم. وینې زموږ توييږي، ګټې یې نورو ته ځي."

دا پاڅون په داسې حال کې کيږي چې له تېر کال راهیسې په خیبر پښتونخوا او په ځانګړې ډول قبايلي سيمو کې د وسله والو حملې زیاتې شوې دي.

د خيبر پښتونخوا صوبايي او د پاکستان مرکزي حکومت چارواکو په بیا بیا ويلي چې د امن ټينګ ساتلو لپاره به پوره پوره کوشش کوي او په دې لړ کې یې امنيتي ځواکونه بیداره دي.

د خیبر پښتونخوا قانون وزير فضل شکور د جنورۍ په درېیمه مشال راډیو ته وویل چې وفاقي حکومت د ډېسېمبر پر ۳۰مه شوې د قامي سلامتياکمېټې په غونډه کې وزيراعلی محمود خان ته بلنه نه وه ورکړې او نه یې هم د دې غونډې پرېکړې ورسره شریکې کړې دي.

خو هغه زیاته کړه چې د امن د راوستلو لپاره که هر څوک او هره اداره اقدامات يا عمليات کوي، دوی یې مخالف نه دي. "په صوبه کې چې هر څوک امن راوستل غواړي موږ يې ملاتړ کوو. که هغه پوځ وي او که نور څوک وي. موږ امن غواړو. ترهګرۍ ټول هيواد ځپلی دی خو تر ټولو زیات زیان يې زموږ صوبې ته رسولی دی. موږ په هر صورت کې د ترهګرۍ ختمېدل غواړو. که له هر فورم دا کار کيږي، موږ يې ملاتړ کوو."

د پاکستان قامي سلامتیا کمېټۍ د ‌ډېسېمبر پر ۳۰مه، د ترهګرو خلاف د پوره ځواک کارولو پرېکړه کړې وه. د پاکستان وزيراعظم دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي وو چې د قامي سلامتیا کمېټې د غونډې پر مهال پرېکړه وکړه چې د وسله والو پرضد به کوټلي ګامونه اخیستل کيږي. په دې غونډه کې پر وزيراعظم شهباز شريف سربېره، د پاکستاني پوځ مشر، د جاسوسي ادارې (ای ایس ای)‌ مشر او ځينو وزیرانو ګډون کړی وو. په غونډه کې د خیبر پښتونخوا پر امنيت اندېښنه وښودل شوه خو د دې صوبې وزیراعلی هلته نه وو.

XS
SM
MD
LG