مشال راډیو
مشال راډیو
پر کونړ د پاکستانیو ځواکونو بریدونو کې یوشمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده
            <description>د افغانستان او د خیبر پښتونخوا چارواکي او اوسېدونکي وايي، د پاکستان او طالبانو حکومتي سرتېرو په کونړ او باجوړ کې پر مختلفو ځایونو توغندي ویشتلي دي چې پکې یوشمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمد الله فطرت ویلي دي چې پاکستانیو ځواکونو د مارچ پر ۲۹مه ناوخته د کونړ پر مرکز اسعد اباد او ناړۍ ولسوالۍ د توپونو توغندي وویشتل چې پکې یو کس ووژل او ۱۶ ژوبل شول.
خو په اسعد اباد کې یوې روغتیايي او بلې طالب سرچینې د مارچ پر ۳۰مه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، په...</description>
دره ادم خېل کې ۲ سرتېري وژل شوي، باجوړ کې ۳ کسان ژوبل شوي دي
            <description>دغه چارواکي مشال راډیو ته دا هم وویل چې په دره ادم خېل کې په همدې ورځ په دوو نورو سیمو کې هم وسلوالو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي دي خو د اېف سي ځواکونو هغه بریدونه په شا تنبولي دي او څه ډول تلفات یې نه دي اړولي.</description>
د باجوړ انتظامیې په ډمه ډوله کې ګرځبندیز لګولی دی
            <description>د خیبر پښتونخوا د باجوړ انتظامیې د هغې ضلعې په ډمه ډوله کې درې ورځنی ګرځبندیز (کرفیو) لګولی دی. انتظامیې د مارچ پر ۲۵مه ماښام مهال وویل د کرفیو موخه د وسلوالو پر وړاندې عملیات کول دي. 
د باجوړ د پولیسو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د مارچ پر ۲۶مه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، عملیات د ملېشې ځواک سرتېرو پیل کړي دي او په سیمه کې د وسلوالو لټون کوي. 
تر دې مخکې د پاکستان پوځ د ۲۰۲۵ز کال په جولای کې د ډمه ډولې په ګډون د باجوړ په شاوخوا ۵۰ کلیو د وسلوالو ضد...</description>
د افغان طالبانو او پاکستان نښتې: باجوړ کې ۴ او خوست کې ۳ ولسي وګړي وژل شوي
            <description>ځايي خلک او چارواکي وايي د پاکستاني پوځ او په افغانستان کې د طالبانو د حکومتي ځواکونو ترمنځ په نښتو کې ۴ او په خوست کې ۳ کسان وژل شوي دي. د خيبر پښتونخوا د باجوړ پولیسو ترمخه، په سالارزو سیمه کې د افغانستان له لورې مارټر ګولۍ يا توغندی لګېدلی چې د يوې کورنۍ ۴ غړي يې وژلي دي. پخواني سېنېټر او د هغې سیمې اوسېدونکي مولانا عبدالرشيد د مارچ پر ۱۶مه مشال راډيو ته وويل چې د پاکستاني پوځ او افغان طالبانو ترمنځ د نښتو له امله د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته پراته خلک ډير په تکليف دي. 
د معلوماتو ترمخې...</description>
خیبر پښتونخوا کې بېلابېلو پېښو کې ۷ پوليس وژل شوي دي
            <description>د لکي مروتو پولیسو د مارچ پر ۱۳مه مشال راډیو ته په استولي پیغام کې ویلي دي چې د پولیسو یو ګاډی د ښادي خېل تاڼې په حدودو کې د سړک پر غاړه ښخ شوي ماین وخوت چې د هغې تاڼې د مشر (اېس اېچ او) صدراعظم په ګډون پکې شپږ پولیس سرتېري ووژل شول.</description>
په مومندو کې له افغانستانه ډزېدلي توغندي ۳ کسان ژوبل کړي دي
            <description>د مومندو ضلعې پولیسو ویاند عبدالوهاب مشال راډیو ته وویل چې د مارچ پر پینځمه د افغانستان له غاړې داغل شوی توغندی د مومندو د خوېزو په فقیر اباد کې ير یوه کور لګېدلی چې پکې دوه ښځې او یو ماشوم ژوبل شوي دي.</description>
د پاکستان او طالبانو حکومتي سرتېرو ترمینځ پر ډېورنډ کرښه تازه نښتې شوې دي
            <description>سیمه ییز چارواکي وايي چې د مارچ پر درېیمه هم له باجوړه تر جنوبي وزیرستان پورې د غځېدلې کرښې دواړو خواوو ته په بېلابېلو ځایونو کې بریدونه شوي دي چې پکې لا د مرګژوبلې معلومات نه شته.</description>
د افغان طالبانو او پاکستاني پوځيانو د نښتو له امله په قبايلي سیمو کې ۱۰۱ ښوونځي تړل شوي
            <description>په افغانستان کې د واکمنو طالبانو او پاکستاني پوځيانو ترمنځ يو ځل بیا د نښتو د پيل له کبله په قبايلي ضلعو کې له ۱۰۰ زیات ښوونځي بند شوي دي.د طالبانو حکومت وايي، تېره شپه بیا هم پاکستانيوو الوتکو په خوست، کونړ، ننګرهار، پکتيکا او کندهار کې بمباري کړې چې وروسته د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې سختې نښتې شوې دي.
د طالبانو دفاع وزارت د مارچ پر دويمه په يوه خبرپاڼه کې ادعا وکړه چې په مومندو، باجوړ، وزيرستان او د ډيورنډ کرښې ته نيږدې ځينو نورو سیمو کې یې د پاکستان ځيني هغه ټانکونه ويجاړ کړي چې د...</description>
د خیبر پښتونخوا بېلابېلو ضلعو کې وسلوالو ۷ پولیس او ۱ ماشوم وژلی دی
            <description>د خیبر پښتونخوا په باجوړ، خیبر او بنو کې وسلوالو په حملو کې اووه پولیس سرتېري او یو ماشوم وژلی دی.د باجوړ د پولیسو ویاند محمد اسرار مشال راډیو ته وویل چې د پولیسو د ابابیل ځواک سرتېرو د فبرورۍ پر ۲۵مه پر موټرسایکلونو ګزمه (ګشت) کاوه چې د ضلعې د مرکز خار په نوي کلي کې ورباندې وسلوالو ډزې وکړې.
دی وايي، په پېښه کې څلور سرتېري ځای پر ځای مړه شول او دوه ژوبل شول.
اسرار زیاتوي چې د وژل شویو جنازې د باجوړ په پولیس لاینز کې وشوې.
په همدې حال کې د بنو پولیس وايي چې د ضلعې په حسنخېلو کې وسلوالو...</description>
باجوړ کې چاودنې لږ تر لږه ۱۱ سرتېري وژلي دي
            <description>د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو دفتر (ای اېس پي ار) د فبرورۍ پر ۱۷مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې وسلوالو تیر ماښام ناوخته غوښتل چې په باجوړ کې د یوې امنیتي پوستې کمربند مات کړي خو چې مخه یې ونیول شوه نو هغوی له بارودو ډک ګاډی د پوستې له دېوال سره وجنګاوه.</description>
ولسي مشران وايي قبایلي ضلعو کې پوځي عملیات نه مني
            <description>د قبایلي ضلعو ولسي مشرانو له حکومته غوښتنه کړې ده چې هلته دې د وسلوالو پرضد نور عسکري عملیات نه کوي. دوی د فبرورۍ پر څلورمه په پېښور کې د جرګې پر مهال له چارواکو وغوښتل چې د عملیاتو او ناامنۍ پر مهال دې کډوالو ته اوښتي تاوانونه ورکړي. ویډيويي رپورټ.</description>
مومندو کې د ګاډي اوښتو پېښې ۳ کسان وژلي او ۳ نور يې ژوبل کړي دي
            <description>د خيبر پښتونخوا په مومندو ضلع کې يو ګاډی کندې ته پرېوتی دی چې پکې درې کسان وژل شوي او درې نور ژوبل شوی دي.د مرستندویه او ژغورنې ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) ضلعي چارواکو د جنورۍ پر ۳۰مه په خپاره کړي بيان کې وويل چې پېښه نن غرمه شاوخوا ۱۲ بجې هغه وخت وشوه کله چې يو ګاډی د ډنډ په غرونو کې د شوقدر پر لور کوزېدی چې له سړک څخه بې لارې شو او يوې لويې کندې ته پرېوت.
بيان کې راغلي دي چې د رېسکيو ۱۱۲۲ کارکوونکو په ګاډي کې وژل شوي او ژوبل کسان د مومندو لوی روغتون ته رسولي دي.
بيان زياتوي چې په ګاډي کې سپاره...</description>
په ډېره اسماعیل خان کې وسلوالو د پوځ کرنل وژلی دی
            <description>د خيبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان او باجوړ کې په دوو حملو کې د پوځ یو کرنل او یو ولسي وګړی وژل شوي او دوه تنه ژوبل دي.د ډېره اسماعیل خان د پولیسو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډيو ته وویل چې وسلوالو د جنورۍ پر ۲۸مه د شورکوټ په کرامت اباد کې د پوځ د کرنل پر ګاډي ډزې وکړې چې پکې هغه ووژل شو او ورسره ناست دوه نور کسان ژوبل شول.
دی وايي، کرنل عمران په رخصتۍ په شورکوټ کې کور ته تللی وو چې د برید ښکار شو.
تر اوسه معلومه نه ده چې هغه چا او ولې...</description>
عوامي نیشنل ګوند د باچا خان او ولي خان د تلین اونۍ لمانځي
            <description>عوامي نیشنل ګوند د خدايي خدمتګار تحریک د بنسټګر او عدم تشدد د فکر سرلاري عبدالغفار خان، چې د باچا خان په نوم پېژندل کېږي، ۳۸م او د ملتپاله سیاستوال ولي خان ۲۰م تلین اونۍ لمانځي. ګوند د پېښور د باچا خان مرکز تر څنګ د خیبر پښتونخوا او پاکستان په مختلفو ځایونو کې لمانځغونډې ترتیب کړې دي. ویډیويي رپورټ.</description>
په باجوړ کې وسلوالو ۲ کسان وژلي او ۱ یې ژوبل کړی دی
            <description>د خيبر پښتونخوا په باجوړ کې په دوو جلا جلا وسلوالو بریدونو کې دوه کسان وژل شوي او یو ژوبل شوی دی.د باجوړ د پوليسو وياند محمد اسرار مشال راډیو ته وویل چې د جنورۍ پر ۱۴مه د چینګۍ یو اوسېدونکی خلیل الرحمان په عنایت کلي بازار کې پلی (پیاده) روان وو چې ناپېژندليو کسانو ډزې ورباندې وکړې.
تراوسه نه ده معلومه چې دا د شخصي دښمنۍ پېښه وه او که هدفي برید وو. تر دې وړاندې په باجوړ او نورو قبایلي ضلعو کې هم په شخصي دښمنیو او هم په هدفي بریدونو کې ولسي کسان په نخښه شوي دي.
د باجوړ د پوليسو وياند محمد...</description>
پېښور کې د میا افتخار حسین د ژوندلیک پرانیستغونډه شوې ده
            <description>د پېښور په باچا خان مرکز کې د عوامي نیشنل ګوند د صوبايي مشر او پخواني وزیر میا افتخار حسین پر ژوند د لیکل شوي کتاب ((د امن مبارز)) پرانیستغونډه شوې ده. د جنورۍ ۱۰مې غونډې ته د ګوند د غړو او پلویانو په ګډون یوشمېر ادیبان، لیکوالان او هنرمند ورغلي ول. له نوموړي سره د کتاب په اړه ویډيويي مرکه وګورئ. </description>
باجوړ کې وسلوال بريد کې ۱ پوليس وژل شوی دی
            <description>د خيبر پښتونخوا د باجوړ په لوی ماموندو سيمه کې وسلوالو يو پوليس وژلی دی.د باجوړ پولیسو وياند محمد اسرار مشال راډیو ته په استولي بيان کې ليکلي دي چې وسلوالو د جنورۍ پر نهمه د خلوزو په خوارو کلي کې د پوليسو پر سرتېري د دندې پر مهال ډزې وکړې.
نوموړي زياته کړه چې پولیس د پېښې ځای ته ورغلي او پلټنې یې پیل کړې دي.
د بريد ذمه واري لا چا نه ده منلې.
لوی ماموند سیمه د باجوړ له مرکز خاره ۱۰ کېلوميټره لويديز اړخ ته پرته ده. هلته د ۲۰۲۵ز کال په اګست مياشت کې پوځي عمليات هم شوي ول.
په تېرو شاوخوا...</description>
عوامي نېشنل ګوند: د ترهګرۍ ضد پر تګلارو دې ټولې غاړې وپوښتل شي
            <description>د عوامي نېشنل ګوند مشرانو دا څرګندونې د جنورۍ پر څلورمه د پېښور په باچا خان مرکز کې د مرکزي کونسل د دوه ورځنۍ غوڼدې په پای کې کړې دي. </description>
په باجوړ کې وسلوالو یو تن وژلی او ۳ یې ټپي کړي دي
            <description>د خيبرپښتونخوا د باجوړ په برنګ تحصیل کې ناڅرګنده وسلوالو یو تن وژلی او د دوو پولیسو په ګډړون يې درې کسان ژوبل کړي دي.د باجوړ پوليسو وياند محمد اسرار مشال راډیو ته وویل چې د جنورۍ پر درېیمه سهار وختي ناڅرګنده وسلوالو د برنګ تحصیل په کوهي سر سیمه کې د پوليسو پر چيک پوسته بريد وکړ چې پکې يو عام وګړی ووژل شو.
اسرار وايي د وسلوالو په ډزو کې د يو ځاي سکول چوکېدار او دوه پوليس هم ژوبل شوي دي. ده زیاته کړه چې د نامعلومه کسانو ضد يې د ترهګرۍ مقدمه درج کړې او پلټنې يې پيل کړيدي.
لا هم د دې بريد زمه...</description>
د پاکستان پوځ وايي، په باجوړ کې ۵ وسلوال او یو مېجر وژل شوي
            <description>د پاکستان پوځ وايي د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې ۵ وسلوال او یو مېجر وژل شوي. د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې – ای ایس پي ار – د ډېسېمبر پر ۲۹مه په یو بیان کې ویلي چې دا پېښه په هم دې ورځ ماسپښین شاوخوا درې بجې د باجوړ په بايي چینه ګۍ کې رامنځ ته شوې ده.
بیان زیاتوي چې د وسلوالو په برید کې د مېجر عدیل زمان په نامه پوځي افسر وژل شوی او د پوځ په ځوابي ډزو کې ۵ وسلوال هم وژل شوي دي.
د وسلوالو له خوا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویل شوي.