د لاسرسي ځای

تازه خبر

منظور پښتین: له علي وزیره د بښنې غوښتنه له پاکستاني ایینه سرغړونه ده


اسلام اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ احتجاج د علي وزیر د راخوشې کولو غوښتنه کوله. ۲۰۲۲، ۱۴مه جنوري
اسلام اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ احتجاج د علي وزیر د راخوشې کولو غوښتنه کوله. ۲۰۲۲، ۱۴مه جنوري

په پلازمېنه اسلام اباد کې د جنورۍ پر ۱۴مه نېټه د پښتون ژغورنې غورځنګ په بلنه د علي وزیر په ګډون د یاد غورځنګ د یوشمېر نورو بندي غړیو د راخوشې کولو لپاره احتجاجي مظاهره وشوه.

پر دې مهال ویناوالو غوښتنه کوله چې د پاکستان سپریم کورټ د ۲۰۲۱ز کال په پرېکړه کې د قامي اسمبلۍ غړي علي وزیر د خلاصولو ضمانت منظور کړی خو لاهم نوموړی زنداني دی.

دې احتجاجي غونډې ته د پي ټي اېم د مشر منظور احمد پښتین په ګډون ګڼو نور فعالانو او سیاستوالو ویناګانې وکړې.

منظور پښتین په خپله وینا کې وویل چې علي وزیر د جنوبي وزیرستان د واڼه له یوې داسې سیمې دی چې هلته تر ټولو مخکې یې د بهرنیو ترهګرو پروړاندې لښکر جوړ کړي ول. او د دې په نتیجه کې د علي وزیر پر کورنۍ پر له پسې بریدونه وشول چې پکې د ده د کورنۍ ۱۸ تنه ووژل شول.

د نوموړي په وینا، ریاست په ظاهره د ترهګرۍ ضد جګړې دعوې کوي خو احسان الله احسان یې په بنګلو کې کښېنولی او علي وزیر یې جېل ته اچولی دی. ده وویل چې نن پر علي وزیر د ترهګرۍ دفعات لګول شوي دي. د ترهګرۍ په دفعاتو کې راو انوار او احسان الله احسان تر اوسه و نه نیول شول. بلکې هغه خلک یې نیولي دي چې د ترهګرۍ خلاف دي.

یاده دې وي چې احسان الله احسان په تېر کې د تحریک طالبان پاکستان ویاند وو او راو انوار په کراچۍ کې د یوه پښتانه ځوان نقیب الله مسید په ګډون د ګڼو نورو کسانو په جعلي پولیس مقابلو په وژنو عدالت تورن ګرځولی وو.

د پښتنو د حقونو تنظیم پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين ویلي خلک وايي رياست د مور حیثيت لري خو وايي دلته دوې خبرې دي يوه دا چې یا خو د پاکستان رياست د مور حیثيت نه لري او یا دا رياست د پښتنو نه دی.

په اسلام اباد کې د علي وزير د ګرفتارۍ پرضد مظاهره وشوه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:43 0:00

منظور پښتین په خپله وینا کې ټینګار وکړ چې ریاست دې نور د ترهګرۍ ضد جګړې بیانونه نه ورکوي، د نوموړي په وینا چې دا یې له کړنو سره متضاد ښکاري.

نوموړي په خپله وینا کې د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه هغه غوښتنه چې ویلي ول که علي وزیر بخښنه وغواړي نو ازاد به یې کړي، وغندله او زیاته یې کړه چې علي وزیر هېڅ ناقانونه کار نه دی کړی او د پاکستان په ایین کې د بخښنې غوښتلو هېڅ ماده نشته او له یوه زنداني څخه د بخښنې غوښتنه یوه غیر اییني کړنه ده. د ده په خبرې د دې اجازت نه په قانون کې شته او نه په ایین کې. د پښتین په وینا د پوځ مشر له دې مطالبې ښکاري چې په ملک کې عدالتونه او نورې ادارې څومره مضبوطې دي؟

ده وویل:"موږ د پاکستان له سپریم کورټه مطالبه کوو چې که عدالت د ټولو لپاره برابر وي نو څنګه یو جنرال له یوه کس د معافۍ اخیستو غوښتنه کوي. دا د عدالت توهین دی. خو که قانون د ټولو لپاره برابر دی نو د عدالت د سپکولو په تور دې جنرال باجوه عدالت ته راکاږي او ګرفتار دې یې کړي."

منظور پښتین وویل چې له عدالتي لارې له دوی سره ظلم روان دی او پر پېشي باندې پېشي روانه وي. او په کلونو کلونو سیاسي مشران په زندانونو کې پراته وي. نوموړي وویل، چې د علي وزیر ضمانت د پروسږکال د ډېسېمبر پر دوهمه نېټه وشو خو دا دی نن د جنورۍ ۱۴مه نېټه ده خو لاهم د هغه د ضمانت کاغذونه د کراچۍ عدالت ته نه دي سپارل شوي. ده وویل، دا خنډونه او ځنډونه تش د دې لپاره دي چې علي وزیر په جېل کې وساتي.

منظور پښتین په خپله وینا کې تور پورې کړ چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د کارکنانو خلاف د پولیس لیکلي ټول لومړني رپوټونه (اېف ای ار) جعلي وبلل چې د ده په وینا د پوځي جنرالانو په امر کښل شوي دي. نوموړي په خپله وینا کې د خپل یوه ملګري حنیف پښتین د عدالتي کارروايي حواله ورکړه چې تر اوسه اووه ځلي عدالت ته وړاندې شوی خو سرکاري ګواه نه حاضرېږي.

ده وویل چې له عدالته غوښتنه کوي چې کله یو سرکاري ګواه نه حاضرېږي نو دا د عدالت وخت ضایع کول دي نو پکار ده چې د حنیف پښتین خلاف اېف ای ار دې ختم کړي. ده په خپله وینا کې د بلوچستان له چمن ښاره د پي ټي اېم د یوه غړي اوېس ابدال ذکر وکړ چې عدالت یې د پرېښودو امر وکړ خو وروسته په ناحقه بیا د ترهګرۍ په نامه مقدمه کې جېل ته واچول شو.

پښتون ژغورنې غورځنګ کراچۍ کې احتجاجي جلسه کړې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:55 0:00

اسلام اباد کې د جمعې په ورځ د نېشنل پرېس کلب مخې راټول شوو مظاهره چيانو که يو خوا د علي وزیر په ګډون د پښتون ژغورنې غورځنګ د نیول شوو غړو د راخوشي کولو غوښتنې کولې نو ورسره یې "په جبري توګه د پښتنو د لا درکه کولو او ځورولو" غندنه هم کوله.

په دې احتجاجي مظاهره کې ګډون کوونکي په جېلونو کې د غورځنګ د بندي فعالانو او د لا درکه شوو خلکو عکسونه په لاسونو کې نیولي ول.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ او د قامي اسمبلۍ د غړي علي وزیر د راخوشي کولو په حق کې راجوړه شوې مظاهره کې د بشري حقونو ښځينه فعالانو طاهره عبدالله، فرزانه باري او د پيپلز ګوند د پخواني سنېټر فرحت الله بابر ترڅنګ د اسلام اباد د پوهنتونونو ګڼ‌ شمېر طالبعلمانو هم ګډون کړی وو.

د بشري حقونو فعال فرحت الله بابر په خپله وینا کې وویل چې علي وزیر یو داسې کس دی چې د کورنۍ څه نا څه ۱۸ غړي یې ځکه وژل شوي دي چې هغوی د ترهګرۍ خلاف جګړه کړې وه. او نن علي وزیر د ترهګرۍ په تور کې زنداني دي. د نوموړي په وینا سپریم کورټ تر اوږده ځنډ وروسته د هغه ضمانت منظور کړ خو لاهم علي وزیر نه پرېښول کېږي. ځکه یې نه یې پرېږدي چې پر هغه یې یوه بله مقدمه کښلې ده.

بابر له حکومته غوښتنه وکړه چې علي وزیر دې ژر تر ژره پرېښودل شي او د ده په وینا له هغه سره دې ظلم کول ودرول شي. د ښاغلي بابر په خبره چې ریاست په انصاف چلېږي، له ظلم سره پایښت نه لري.

سیاستوال فرحت الله بابر پر پاکستانۍ مېډیا غږ وکړ چې د بیان ازادۍ تقاضو ته په کتو دې د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډو او احتجاجونو ته ځای ورکړي. نوموړي وویل چې د علي وزیر ګرمتیا دا ده چې د ترهګرۍ ضد ریاستي تګلاره باندې یې نیوکې کولې او که دا تنقید قصور وي دا خو هرڅوک کوي نو ریاست ته پکار ده چې علي پرېږدي او د دې ترڅنګ د بشري حقونو فعال ادریس خټک هم ازاد کړي. یاده دې وي چې ادریس خټک ته د پاکستان یوه پوځي عدالت د ۱۴ کلونو سزا اورولې ده.

یاده دې وي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر او د پارليمان عړی، علي وزير د ۲۰۲۰ز کال د دسمبر پر ۱۶مه پوليسو په پېښور کې نيولی وو او وروسته یې سند صوبې ته وليږي. پولیسو پر هغه تور پورې کړی چې پروسږ کال د دسمبر پر ۶مه د کراچۍ په سهراب ګوټ جلسه کې علي وزير د تقریر په وخت، د رياست او ریاستي ادارو پرضد يي ويناکړې وه. خو پښتون ژغورنې غورځنګ د پوليسو دغه تورونه بيا بيا رد کړي او وايي چې دوی له قانونې او پرامنه لارې د پښتنو حقونه غواړي.

په پاکستان کې د بشري حقونو او د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالان د پاکستان پر پوځ د سیاسي فعالانو د ځورونو، د عدالت پرته د وژنو او لا درکه کولو تورونه پورې کوي خو پوځ دا تورونه ردوي.

د جنورۍ پر ۱۲مه نېټه د بشري حقونو نړیوال سازمان هيومن راېټس واچ هم په خپل کلني رپورټ کې د پاکستان دننه د نيول شویو مخالف سياسي مشرانو سره د حکومت په چلند اندېښنې ښودلې او وايي اکثره حکومت مخالف سياسي مشرانو ته په مقدمو کې پوره انصاف نه ورکول کېږي او ډېرې مقدمې بغير له کوم علته د ځنډ ښکار وي.

XS
SM
MD
LG