د لاسرسي ځای

تازه خبر

عنبر شمسي: اوس دا ټېليفون نه راځي چې په خپرونه کې علي وزیر مه مېلمه کوه


عبر شمسي د عاصمه جهانګیر نړیوال کنفرانس کې د وینا پر مهال
عبر شمسي د عاصمه جهانګیر نړیوال کنفرانس کې د وینا پر مهال

ځینې وتلي پاکستاني خبریالان وايي، په هغه هېواد کې رسنۍ ازادې نه دي او د بیان ازادي تر سختو بندیزونو لاندې ده.

د نومبر پر ۲۰مه نېټه په لاهور کې د پاکستان وکيلانو اتحاديې د پخوانۍ مشرې او په هغه هېواد کې د انساني حقونو مبارزې عاصمه جهانګیر په نامه جوړ شوي نړيوال کنفرانس ته د خپلې وينا پر مهال د جيو ټېلیويژن د کېپیټل ټاک خپرونې پخواني کوربه او خبریال حامد میر وويل: "که تاسو دا مهال د پاکستان په یوه ښار ،کلي، څلور لاره یا سړک باندې له ولاړ وګړي وپوښتئ چې په پاکستان کې ميډیا ازاده ده که څنګه؟ نو هغه به پر تاسو باندې وخاندي او ځواب به درکړي چې – نا – پاکستان کې ميډیا ازاده نه ده، اوس ميډیا ولې ازاده نه ده؟ د هغې تفصیل کې نه ځم. خو د روان کال په پیل کې د بې پولې خبریالانو سازمان په نړۍ کې د ميډیا د ۳۷ لویو دښمنانو فهرست جاری کړی دی او د پاکستان د وزیر اعظم عمران خان نوم په هغه فهرست کې شامل دی."

د روان کال د جون په میاشت کې جيو ټېليويژن تر هغه وروسته حامد میر د کيپټل ټاک خپرونې له کوربتوب ليرې کړ چې کله نوموړي په اسلام اباد کې پر خبریال اسد طور له بریده پس د یوې احتجاجې مظاهرې پر مهال د پاکستان د پوځ د ځينو جرنيلانو پرضد خبرې کړې وې.

حامد میر وړاندې هم له يو شمېر پېښو سره مخامخ شوی وو لکه په ۲۰۰۲ز کال کې یې تر ګاډې لاندې يو بم موندل شوی وو او په ۲۰۱۴ز کال کې په کراچۍ کې دوو موټر سايکل سورو بریدګرو شپږ ډزه ويشتی وو. تر دا مهاله د دغو پېښو ذمه واري هېچا هم نه ده منلې او نه یې هم په تړاو یوڅوک نیول شوی دی.

د عاصمه جهانګیر کنفرانس ته يو بل ګډونوال خبریال ابصار عالم چې د سږني کال د اپريل په میاشت کې په اسلام اباد کې د خپل کور مخې ته وسله والو په ډزو ويشتی وو، دې غوڼدې ته په خپله وينا کې وويل چې د کوم ټېليويژن یا رسنۍ سره کار نه کوي خو یوازې په ټولنیزو پاڼو ريښتیا وايي او له تېرو څلورو کالو نه په پاکستاني رسنیو کې تر بندیز لاندې دی.

نوموړی زیاتوي: "زموږ په هېواد کې د ټېليويژن چينلونو مالکان دومره هوښیار دي، او په دې پوهه دي که زما غوندې کس په خپلو خپرونو کې نه مېلمه کوي نو د [مقتدره] ادارو نه به ورته د دهړکو ټيلفون هم نه ورځي، څلور کاله وشو چې د پيمرا ادارې له مشرۍ لیرې کړل شوی يم خو تر دا مهاله يوه ټي وي چينل هم راته د تبصرو لپاره بلنه نه ده راکړې."

د عاصمه جهانګیر نړیوالې غونډې ته یوې بلې خبریالې عنبر شمسي هم په خپله وينا کې وويل، دا شکر باسي چې د حامد میر او ابصار عالم غوندې له بريد سره نه ده مخامخ شوې.

د دې په وینا دنده یې ولاړه خو ژوند یې بچ دی. "په شروع شروع کې ما څه مرکې کړې وې، هغه نشر نه شوې، بیا زما د خپرونې په پروډيوسر مقدمې جوړې شوې، حمله پرې هم وشوه، خو بیا موږ ته د ټېليويژن انتظاميې وويل چې بس، نور کار نه شې کولی، خو زه اوس خوشاله په دې يم چې نور به ضمیر نه خرڅوم، اوس به دا ټېليفون نه راځي چې په خپرونه کې علي وزیر او يا محسن داوړ نه شي مېلمه کولی."

عمبر شمسي په شخصي ټيلي ويژن سما ټي وي ؛ سوال د عمبر شمسي؛ خپرونې کوربنه وه، شمسي په ۲۰۲۰ز کال کې رسنیو ته ويلي ول چې په خپرونه کې د هغه وخت د خزانې د وزیر اسد عمر نه په هېواد کې د ګرانۍ په اړه د سختو پوښتنو نه پس ورته د پوځ د اطلاعاتو د څانګې يوه چارواکي کرنل شفیق ملک ټېليفون کړی وو او په بله ورځ يې خپرونه بنده شوه.

د ۲۰۲۰ کال په جولاي میاشت کې په اسلام اباد کې د نامالومو کسانو لخوا تښتول شوي خبریال مطیع الله جان د عاصمه جهانګیر کنفرانس ته په خپله وينا کې وويل چې په پاکستان کې د ميډیا د ازادۍ دا لوی ثبوت دی چې دا مهال زموږ دا خبرې د پاکستان یو ټېليويژن هم نه نشروي:

"که دا مالوموئ چې د کوم هېواد عدلیه او ميډیا څومره ازادي لري او په ميډیا کوم خبر نشرېدای شي او کوم نه شي نشرېدای نو دا اوس چې موږ کومې خبرې کوو، نو زما یقین دی چې دې خبرو له به د پاکستان یو ټېليويژن هم ځای ورنکړي."

نيو یارک ميشته د خبریالانو د خونديتوب کميټه سي پي جې په خپل یو تحقیقاتي راپور کې ويلي چې په پاکستان کې د ۱۹۹۲ز کال راهیسې ۶۱ خبریالان وژل شوي دي خو تر دا مهال یو مجرم هم نه دی نيول شوی.

په نړۍ کې د ميډیا د ازادۍ په اړه د بې پولې خبریالانو سازمان ار ایس ايف د ۱۸۰ هيوادونو په فهرست کې پاکستان په ۱۴۵م نمبر دې ، خو د پاکستان وزیر اعظم عمران خان او حکومتي چارواکي دعوه کوي چې په هغه هېواد کې ميډیا تر غربي هېوادونو هم زیاته ازادي لري.

XS
SM
MD
LG