د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټي ټي پي د خیبر پښتونخوا له صوبايي وزیر عاطف خان څخه د باج غوښتل رد کړي


د خیبر پښتونخوا د ساینس، معلوماتي ټېکنالوژۍ او خوړو چارو وزیر پېښور کې د خبري غونډې پر مهال - پخوانی انځور.

تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د خیبر پښتونخوا د معلوماتي ټېکنالوژۍ، ساینس او خوړو چارو صوبايي وزیر عاطف خان ته د باج غوښتنې لیک استول رد کړي دي.

دا تر هغې وروسته ده چې د اکتوبر پر ۱۹مه عاطف خان په پېښور کې خبري غونډې ته وویل چې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ورته یو لیک استولی دی چې پکې یې ورڅخه په "درو ورځو کې ۸۰ لکه روپۍ" غوښتي دي.

نوموړي وویل، په لیک کې د باج نه ورکولو په صورت کې ورته د "وژنې ګواښ" شوی دی.

د تحریک طالبان پاکستان مردان څانګې ته منسوب لیک پر ټولنیزو شبکو هم خپور شوی دی چې مشال راډیو یې په خپلواکه توګه د کره والي تصدیق نه شي کولای.

خو د ناقانونه ټي ټي پي ویاند محمد خراساني پر هم هغه ورځ په بیان کې ویلي دي چې عاطف خان ته یې د باج غوښتنې لیک نه دی استولی.

البته په وروستیو کې د خیبر پښتونخوا یوشمېر کاروباریانو او سیاستوالانو دعوه کړې ده چې تحریک طالبان پاکستان ورڅخه باج غواړي او ورته ګواښونه کوي.

دا لومړی ځل دی چې عاطف خان د خیبر پښتونخوا د حکومتي وزیر په توګه لیک په ډاګه کړ.

خو د خیبر پښتونخوا د اعلاوزیر د اطلاعاتي چارو سلاکار محمد علي سیف په وروستیو کې ټینګار کړی دی چې حکومت او امنیتي ادارې د وسلوالو خلاف کارروایۍ کوي او د تحریک طالبان پاکستان په ګډون هېچا ته د پاکستان د ایین او قانون خلاف د فعالیتونو اجازه نه ورکوي.

XS
SM
MD
LG