نوموړي په جمع کړي درخواست کې غوښتنه کړې ده چې عدالت دې حکومت محبوره کړي چې له امنيتي ادارو سره د تحقیقاتو په مرکزونو کې د ساتلو بندیانو شمېر وښيي.
عدالت په دې اړه د اورېدنې لپاره د روانې اکتوبر مياشتې ۲۸مه نېټه ايښې ده.
د ايډوکېټ ګګياڼي په وېنا دا معلومات ځکه ضرور دي چې دې سره به د ورک کړل شویو کسانو شمېر هم معلوم شي او خلک به خبر شي چې ایا رښتيا هم لادرکه کسان له امنيتي ادارو سره په قېد کې دي که څنګه؟
مشال راډيو د بندیانو په اړه د خېبر پښتونخوا د کورنيوو چارو وزارت او د ورک کړل شویو کسانو لپاره د حکومتي کمیشن چارواکو سره رابطه وکړه خو هغوی وويل چې پر عدالتي مسايلو تبصره نه کوي.
د مشال راډیو خبریال بشیر ګواښ له ايډوکېټ شبیر حسين ګګياڼي سره د هغه د جمع کړي درخواست په اړه مرکه کړې ده او په پیل کې یې ورڅخه د درخواست تفصیل پوښتلی دی.
-
بشیر احمد ګواښ
بشیر احمد ګواښ په پراګ کې د مشال راډیو خبریال دی چې د افغانستان او پاکستان پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راپورونه جوړوي. نوموړي د بیان ازادۍ په اړه د "مشال انلاین" په ګډون یوشمېر اوونیزې خپرونې جوړې کړې دي. د مشال انلاین ټولې برخې دلته موندلای شئ. د ګواښ د اېکس (پخواني ټوېټر) پاڼه دا ده او پر فېسبوک یې هم تعقیبولای شئ.