د لاسرسي ځای

تازه خبر

لادرکه پاکستانی خبریال ۲۲ ساعته وروسته پیدا شو


د پاکستان د شخصي ټېليويژن چېنل (جيو نيوز) خبريال عمران علي سيد د څه باندې ۲۲ ساعتونو له تری تم کېدو وروسته پيدا شوی او په کراچي کې د خپلې مور کور ته تللی دی.

جيو نيوز خبر ورکړی چې نوموړي له خپلې مېرمنې سره پر ټیليفون خبرې کړې او د خپلې روغتيا ډاډ يې هم ورکړی دی.

تر اوسه لا څرګنده نه ده چې هغه چا برمته کړی و او تر اوسه چېرته و؟

د نوموړې پر برمته کېدو د بشري حقونو سازمانونو، د خبريالانو اتحاديو او سياستوالو سخت غبرګونونه ښودلي وو او د هغه د سمدستي خوشې کولو غوښتنې يې کړې وې.

د پاکستان د بشري حقونو او د بیان د ازادۍ تنظیمونو، پر حکومت غږ کړی و چې تری تم شوی خبریال علي عمران سید دې زر تر زره پیدا کړي.

نوموړی د اکتوبر پر ۲۳مه په کراچۍ کې د شپې ناوخته له کوره وتلی او بیا بیرته نه وو ستون شوی. علي عمران سید د پاکستان جیو تلویزون لپاره کار کوي.

د بخښنې نړیوال سازمان یا اېمنېسټي انټرنېشنل هم پر ټوېټر لیکلي وو چې د ورک شوي خبریال د ځای ځایګي په اړه دې زر تر زره معلومات خپاره کړي او ودې وايي چې هغه چېرته دی؟

د پاکستان یو شمېر سیاسي څهرو هم له حکومته غوښتنه کړې وه چې لادرکه خبریال دې زر پیدا کړي. په دغو سیاسي شخصیتونو کې بلاول بوټو زرداري او مریم نواز هم شامل وو.

په پاکستان کې تر دې وړاندې هم خبریالان همداسې په مرموز ډول ترۍ تم کړل شوي چې ځینې یې بیرته موندل شوي خو د ځینو یا مړي موندل شوي او یا بیا تر اوسه ورک دي. د حکومت استخباراتي ادارې پر دې تورنې دی چې د صحافت پر وړاندې خنډ جوړېږي او خبریالان په ازاد مټ کار کولو ته نه پرېږدي.

XS
SM
MD
LG