د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: د غېب کړل شوو کسانو کورنۍ مظاهرې پراخوي


کوټه: بلوڅان د خپلو کورنيوو غېب کړل شوو کسانو تصويرونو سره احتجاج کوي.
کوټه: بلوڅان د خپلو کورنيوو غېب کړل شوو کسانو تصويرونو سره احتجاج کوي.

د پاکستان بشري حقونو خپلواک کمېشن له حکومته غوښتي چې د غېب کړل شوو خلکو مسله دې سنجيده وګڼي او تر موندنې وروسته دې يې عدالتونو ته حاضر کړي.

دې کمېشن د دسمبر په څلور ويشتمه خپرې کړې خبرپاڼه کې ويلي چې د دې مقصد لپاره د حکومت له خوا جوړ شوي کمېشن د رپورټ ترمخه د روان کال د نومبر تر دېرشمې پورې ورسره د ۲۱۱۶ کسانو حل طلب کېسونه وو. خو په خبرپاڼه کې راغلې چې د پاکستان بشري حقونو کمېشن د شمېرو تر مخه په زور غېب کړل شوي خلک تر دې ډېر زيات دي.

د پاکستان حکومت د غېب کړل شوو کسانو د مسلې د حل لپاره يو کمېشن جوړ کړی دی. پوځ ويلي چې دې کمېشن د ډېرو دغسي کسانو کېسونه حل کړي او د پاتو په حلولو بوخت دی

په خبرپاڼه کې د کمېشن د مشر مهدي حسن له خولې ويل شوي چې حکومت د وعدو باوجود دې مسلې ته پام نه کوي نو ځکه په کوټه کې بلوڅان مجبوره شوې چې په سخته يخنۍ کې شپه ورځ د حکومتي ودانيوو مخې ته احتجاج ته دوام ورکړي.

په کوټه کې د غېب کړل شوو بلوڅانو لپاره د غږ پورته کوونکي تنظيم، وايس فار ميسينګ بلوچ پرسنز مرستيال مشر، ماما قدیر بلوڅ مشال راډيو ته پرون وويل چې د دوی د ښځو، سړو او ماشومانو تر دوه هفتو احتجاج وروسته ورسره د بلوچستان حکومت څو وزيرانو د دسمبر په څلورويشتمه وکتل.

نوموړي زياته کړه: ((دوی موږ ته وويل چې د امنيتي ادارو سره به خبرې وکړي. دا یې موږ ته پخوا هم ويلي خو مسله مو نه ده حل شوې. هسې خالي وعدې دي. زموږ ساده مطالبه ده. موږ وايو چې که پر چا کوم الزام وي، عدالت ته یې حاضر کړئ. خو دوی داسې نه کوي. د بلوچستان حکومت څه په وس نه دې پوره نو ځکه به د وفاقي حکومت خبرولو لپاره مظاهرې پراخوو او مرکزي ښارونو ته ځو.))

د پاکستان بشري حقونو خپلواک کمېشن په خپله پرونۍ خپرپاڼه کې د چارواکو او مظاهره چيانو د ملاقات ستاينه کړې خو پر حکومت یې غږ کړی چې د ملک د آيين او ملګرو ملتونو د تړونونو په احترام دې هغو خلکو ته سزا ورکړي چې ولسي وګړي په زور غېبوي.

ماما قدير او ځينو نورو بلوڅانو د احتجاج په توګه له کوټې تر کراچۍ په پښو مزل هم کړی وو
ماما قدير او ځينو نورو بلوڅانو د احتجاج په توګه له کوټې تر کراچۍ په پښو مزل هم کړی وو

مشال راډيو د پاکستان بشري حقونو وزارت سره د خبرو هڅه وکړه خو هغوی نه غوښتل د غېب کړل شوو کسانو پر مسله وغږېږي. د دسمبر په يوولسمه د دې وزارت وزيرې، شيرين مزاري په پارليمنټ کې وويل په هيڅ جمهوريت کې په تياره کې د خلکو غېبول جواز نه لري. هغې وعده وکړه چې په دوو مياشتو کې به د دې ستونزې حل راووځي.

په بلوچستان کې ځينې وسله والې ډلې له پاکستانه د ازادۍ اخيستو لپاره مبارزه کوي چې پوځ يې پر ضد ګڼ عمليات کړي دي. په همدې حال کې بلوڅان پر امنيتي ځواکونو تور پورې کوي چې د خپلو حقونو لپاره سوله ييزه مبارزه کوونکي کسان هم نه پرېږدي او په زور يې غېبوي چې وروسته یې مړي موندل کېږي. د پاکستاني پوځ وياندانو په بيا بيا خبري غونډو کې دا تورونه رد کړي دي او ويلي یې دي چې په اوه زره غېب کړل شوو کسانو کې د څلور زرو کېسونه حل شوې دي

XS
SM
MD
LG