د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خېبرپښتونخوا کې "بلدياتي ټاکنې د سپتمبر په ۱۵مه" کېږي


پخوانی تصویر: يوه مېرمن خپله راپه اچوي
پخوانی تصویر: يوه مېرمن خپله راپه اچوي

د خېبر پښتونخوا حکومت د بلدیاتي انتخاباتو کولو لپاره د سپتمبر د مياشتې ۱۵مه نېټه اعلان کړه. دا فېصله د جنورۍ په ۲۷مه د وزیراعلی محمود خان په مشرۍ د کابینې په غونډه کې شوې.

تر دې غونډې وروسته، ماښام مهال د قانون صوبايي وزیر سلطان محمد په پېښور کې په يو خبري کانفرنس کي وویل چې د سپتمبر په ۱۵مه نیته به صوبایی حکومت او د ټاکنو کمیشن په شریکه بلدیاتی انتخابات ترسره کوي او دې سره به اختیارات د ضلعو او کلو په کچه چارواکو ته منتقل شي چې ولس ته ترې نېغ په نېغه ګټه رسېږي.

په قبایلي ضلعو کې حلقه بندي غلطه شوې ده. دا بايد سمه شې
نثار مومند

د انتخاباتو کمېشن ويلي چې د دې انتخاباتو لپاره دا مهال په ټوله صوبه کې د حلقه بندیانو د حتمي کولو عمل روان دی او کله چې چې دا کار سرته ورسيږي نو په مناسب وخت به دوی د ټاکنو مهالویش اعلان کړي.

تېر ځل په خېبر پښتونخوا صوبه کي بلدیاتي انتخابات په ۲۰۱۵م کي د مې په ۳۱مه نېټه شوي وو او په اګست ۲۰۱۹م کي ددغه بلدیاتي استازو موده پایې ته رسېدلې وه. خو بلدیاتي ټاکنې لومړی د بلدیاتي نظام لپاره د نوي قانون سازۍ او بیا د کورونا وایرس د وبا په وجه وځنډېدې.

دا ځل به بلدیاتي انتخابات په قبايلي ضلعو کې هم کېږي. دا سيمې په ۲۰۱۸ کال کې په خېبر پښتونخوا صوبه کې شاملې شوې. هلته د دې لپاره حلقه بنديانې هم شوې دي چې ځايي سياستوال پرې نيوکې لري.

په صوبايي‌اسمبلۍ کې له مومندو څخه د عوامي‌نېشنل ګوند استازی، نثار مومند د جنورۍ په ۲۸مه مشال راډيو ته وويل: ((په قبایلي ضلعو کي حلقه بندي غلطه شوې. په ځینو ځایونو کې له دوه نیمو زرو څه تر پنځوو زرو پورې ابادۍ په بنیاد د کلو کونسلې جوړې شوې دي او بیا په ځینو ځایونو کي له ۷۰۰۰ تر لسو زرو پورې ابادۍ په بنیاد د کلو کونسلې جوړې شوې دي. په ټوله قبايلي سیمه کې په یو حساب دا حلقه بندیانې پکار دي.))

په قبايلي سيمو کې لا هم د حلقه بنديانو کار نه دی بشپړ شوی. موږ به د ټولو خواوو د اندېښنو په پام کې نيول سره دا بشپړوو
د ټاکنو کمېشن

خو د ټاکنو کمېشن وايي په قبايلي سیمو کې لا هم حلقه بندي بشپړه شوې نه ده. د دې کمېشن وياند، سهېل خان د جنورۍ په ۲۸مه مشال راډيو ته وويل چې د انتخاباتو تر حتمي نېټې اعلانولو مخکې به د ټولو خواوو د اندېښنو په پام کې نيولو سره ګامونه اخلي.

هغه زیاتوي: ((ترټولو اول د الیکشن کمېشن مخې ته د حلقه بندیانو د مکمل کولو کار سرته رسول دي. بیا نورې تیاریانې هم دي لکه د انتخاباتي فهرستونو مکمل کول هم د الیکشن کمېشن ذمه واري ده. نو چې کله د حلقه بندیانو کار بشپړ شي، بیا به موږ د ټاکنو د شیډول اعلان کوو))

د بلدياتي ټاکنو د نوي قانون ترمخه به دا انتخابت د ضلعو پرځای د تحصیلونو په سطح کیږي او د تحصیل د چېرمین انتخاب به په سیاسي یا جماعتي بنیادونو نېغ په نېغه د خلکو د ووټونو ورکولو د لارې وشي. همداراز به د کلي یا ویليج کونسل په کچه به ټاکنې په غېرسیاسي بنیادونو ترسره کیږي.

XS
SM
MD
LG