د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبايلي ضلعو پرمختګ ته به لومړيتوب ورکوو: عمران خان


د پاکستان وزيراعظم عمران خان
د پاکستان وزيراعظم عمران خان

د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي د قبایلي ضلعو پرمختګ ته لومړیتوب ورکوي. په دې لړ کې د ډېسېمبر پر ۳۱مه د وزيراعظم په دفتر کې د خېبر پښتونخوا د نوو ضم شوو [قبایلي] ضلعو د ودې په اړه د عمران خان په مشرۍ د لوړ پوړو چارواکو غونډه وشوه.

د وزیر اعظم له دفتره په خبر پاڼه کې راغلي چې په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د روانې جنوري میاشتې تر پایه به مرکزي حکومت د قبایلي ضلعو پنځه لکه کورنیو ته د روغتیا په برخه کې د اسانتیاوو لپاره صحت انصاف کارډونه ورکوي.

د خبر پاڼې ترمخه وزیر اعظم په قبایلي ضلعو کې د بلدیاتي انتخاباتو او هلته د پولیسو د ګمارلو لپاره د اړينو ګامونو پورته کولو ویلي دي.

په غونډه کې عمران خان د پښتونخوا اعلا وزیر محمود خان او نور لوړ پوړو چارواکو ته ویلي چې په قبایلي سیمو کې د تعلیم او روغتیا په برخه کې د جاج اخیستو په موخه دې د سیمو دورې پیل کړي.

د ۲۰۱۸م کال په مې مياشت کې د پاکستان په ایین کې تر ترمیم کولو وروسته فاټا په خېبر پښتونخوا ورګډه کړل شوه خو د دې ضم شوو قبايلي ضلعو ولس اوس هم شکايت کوي چې دوی په قانوني خلا کې اوسېږي او د ژوند له بنيادي اسانتياوو بې برخې دي.

XS
SM
MD
LG