د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان نوی بلدیاتي نظام راوستل غواړي


د پاکستان وزیراعظم عمران خان.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان.

عمران خان چې د ډېسېمبر پر څلورمه یې په اسلام اباد کې یوې غونډې ته ویناکوله په اوسني بلدیاتي نظام سخت تنقیدونه وکړل او ویې ویل چې ولس ته یې ګټه نه ده رسېدلې.

د پاکستان وزیراعظم وايي، په ملک کې د ولسي ستونزو د هوارۍ لپاره نوی بلدیاتي نظام راوستل غواړي.


عمران خان چې د ډېسېمبر پر څلورمه یې په اسلام اباد کې یوې غونډې ته ویناکوله په اوسني بلدیاتي نظام سخت تنقیدونه وکړل او ویې ویل چې ولس ته یې ګټه نه ده رسېدلې.

پاکستان دوه کاله وړاندې د «سټیزن پورټل» په نوم د ولسي ستونزو د شکایتونو د ثبتولو لپاره یوه ان لاین انټرنیټي شبکه جوړه کړې وه چې خلکو پکې خپل شکایتونه درج کولی شول.

د پاکستان وزیراعظم وايي، په تېرو دوو کلونو کې درې میلیونو خلکو دا شبکه کارولې او ۲۷ لاکو خلکو خپل شکایتونه درج کړي دي. د عمران خان په وینا له دې جوتېږي چې اوسنی بلدیاتي نظام کامیاب ناکامه دی او د یو نوي بلدیاتي نظام د جوړولو اړتیا لیدل کېږي.

هغه وړاندې وویل:

"اوس چې کوم نوی بلدیاتي نظام راوړو، په دې کې به فنډونه نېغ په نېغه منتخب شویو استازو ته ورکول کېږي او په کلیواله کچه به د خلکو ستونزې هوارېږي."

خو بل پلو، د اوسني بلدیاتي نظام ناظمانو او ممبرانو د وزیراعظم عمران خان دا تورونه رد کړي دي او وايي، هغوی سم کارونه کول خو دا چې د صوبايي او قامي اسمبلۍ غړو د هغوی په کارونو کې مداخله کوله نو ځکه یې هڅې پوره بریالۍ نه وې.

د صوابۍ د رځړو تحصیل پخواني ناظم غلام حقاني د ډېسېمبر پر څلورمه مشال راډیو ته وویل:

"بلدیاتي نظام هم د دوی نظام و. همدې حکومتونو دغه قانون جوړ کړی و. د دې نظام له لارې سم کار روان و خو مسلې ورته افسرشاهۍ او د صوبايي او قامي اسمبلیو غړو جوړې کړې وي. د فنډونو مسله هم وه ځکه چې دوی ناظمان تقریبا بې اختیاره کړي وو او هغوی به بې واکه ناست وو."

په پاکستان کې د بلدیاتي انتخاباتو له لارې ناظمان او ممبران ټاکل کېږي خو دبلدیاتي نظام دغه موده یو کال مخکې بشپړه شوه خو تر اوسه په ملک کې نوي بلدیاتي انتخابات نه دي شوي.

دپاکستان سېند هایکورټ په تېر سېپټمبر میاشت کې د انتخاباتو کمېشن ته امر کړی و چې په دوو میاشتو کې دننه دې بلدیاتي انتخابات وکړي خو تراوسه دغه انتخابات په یوه صوبه کې هم نه دي شوي.

XS
SM
MD
LG