د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تحریک انصاف د واکمنۍ لومړي دوه کالونه څنګه وو؟


پاکستاني وزیراعظم عمران خان د ۲۰۲۰م کال د جون پر ۲۵مه پارلمان غونډې ته وینا کړې وه
پاکستاني وزیراعظم عمران خان د ۲۰۲۰م کال د جون پر ۲۵مه پارلمان غونډې ته وینا کړې وه

پراګ - د پاکستان ولسمشر عارف علوي د دریم پارلیماني کال پیلیدو پر مهال د حکومت د کارکردګۍ ستاینه کړې.

ولسمشر عارف علوي د اګست پر ۲۰مه د دریم پارلیماني کال پیلیدو په ترڅ کې پارلیمان ته په وینا کې د موجوده حکومت د کارکردګۍ ستاینې کولو سره وویل چې حکومت په تیر پارلیماني کال کې د ترهګرۍ او کورونا وبا قابو کولو سره سره ګڼې اقتصادي ستونزې هم هوارې کړې دي.

خو د سیاسي چارو ځینې پوهان وايي د حکومت په تیر پارلیماني کال کې له اپوزیشن سره اختلافات زیات شوي او په سمه قانون سازی کولو کې هم ناکامه شوی دی. دوی وايي، حکومت د پرمختیا په برخه کې هم خپلې ژمنې نه دې پوره کړي.

خبریال او شنونکي شمیم شاهد د اګست پر ۲۲مه مشال ریډیو ته وویل چې

دویم پارلیماني کال له احتجاجونو ډک وو او د حکومت او اپوزیشن ترمنځ اختلافات نور هم زیات شوي دي.

د پاکستان سرکاري خبري اژانس اې پي پي د پیلډاټ ادارې په حواله په یو راپور کې لیکلي چې د تحریک انصاف په مشری د موجوده حکومت د لومړي پارلیماني کال پرتله د دویم پارلیماني کال پر مهال قانون سازي ۲۰۰ في صدو ته زیاته شوې ده.

د اژانس په خبره، قامي اسمبلۍ په لومړي پارلیماني کال کې لس قانوني مسودې او په دویم هغې کې بیا دیرش قوانین منظور کړي دي.

خو پیلډاټ ادارې دا هم ویلي دي چې د لومړي پارلیماني کال په نسبت په دویم هغې کې د قامي اسمبلۍ غونډې لږې کمې شوې وې چې یوه وجه یې کورونا وبا کیدای شي.

په پیښور کې د مشرق ټي وي ځايي‌ مشر محمود جان بابر بیا د خیبرپښتونخوا او قبایلي ضلعو په حوالې سره وايي چې تحریک انصاف ګوند په واک کې تر راتللو وروسته د پارلیمان دننه او بهر د ولس د خیرښیګړې، پرمختیايي کارونو او خیبرپښتونخوا کې د بلدیاتي انتخاباتو کولو ویلي ول خو تراوسه یې خپلې ګڼې ژمنې نه دې پوره کړي.

په بلوچستان کې خبریال سید علي شاه وايي چې د بلوچستان ګڼې سیمې اوس هم د پرمختیا په برخه کې ډیرې وروسته پاتې دي او هلته ولس د بنیادي حقونو نه بې برخې دي.

بلخوا د پاکستان تحریک انصاف ګوند د پارلمان غړی اقبال اپریدی وايي چې په تیر پارلیماني کال کې حکومت د اپوزیشن په سلا مشوره قانون سازي کړې ده او تر ډیره یې هغه عملي کړې هم ده.

بلخوا وزیراعظم عمران خان د دویم پارلیماني کال پوره کېدو په مناسبت یو پیغام کې ویلي چې حکومت یې د انصاف او برابرۍ په بنیاد په جوړې شوې ټولنې باور لري.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG