د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلي زده کوونکو غورځنګ د اصلاحاتو عملي کولو غوښتنه وکړه


د قبایلي زده کوونکو غورځنګ وايي، اصلاحات دې ژر عملي شي
د قبایلي زده کوونکو غورځنګ وايي، اصلاحات دې ژر عملي شي

پېښور ـ د قبايلي سيمود زده کوونکو غورځنګ (ټرایبل يوت موومېنټ) د اکتوبر د شپږمې پر ماښام، په پېښور کې د ګورنر هاوس مخې ته د مظاهرې په ترڅ کې له حکومته د اصلاحاتو د عملي کولو غوښتنه کړې ده.

تر مظاهري وروسته د غورځنګ مشر شوکت عزيز مشال راډيو ته وويل، په قبايلي ضلعو کې دې د اصلاحاتو په رڼا کې رر تر زره بلدياتي او صوبايي انتخابات وشي.

((د حکومت لخوا کاغذي کارروايي وشوه خو عملي ګامونه نه اخېستل کېږي. پولیټیکل انتظامیه اوس هم د پخوا په شان خپل اختیارات استعمالوي او ظلمونه روان دي. بې ګنا خلک جیلونو کې اچول کېږي. ژمنه شوې وه چې په قبایلي ضلعو کې به په اکتوبر میاشت کې بلدیاتي انتخابات کېږي هغه هم و نه شول. هم دا شان د صوبايي اسمبلۍ د حلقو لپاره بندوبست نشته.))

خو د خيبر پښتونخوا د حکومت وياند شوکت يوسفزي مشال راډيو ته وویل، حکومت د پخوانیو قبایلي سیمو د اصلاحاتو عملي کولو ته ژمن دی او په دې لړ کې یې یو کاري ډله هم جوړه کړې ده.

د پخوانیو قبایلي سیمو د اصلاحاتو لپاره مخکیني حکومت چې واګي یې د مسلم لیګ (ن) په لاس کې ول، د سرتاج عزیز په مشرۍ یوه کمېټي جوړه کړې وه.

دغې کمیټۍ د فاټا له ځینو سیمو څخه د لیدنو پر مهال سپارښتنې راټولې کړې او د هغه وخت وزیراعظم نواز شریف ته وړاندې کړې وې چې وروسته يې پارلېمان هم منظوري ورکړه.

له دې وروسته قبايلي سیمې په خيبر پښتونخوا کې ضم کړل شوې.

XS
SM
MD
LG