د لاسرسي ځای

تازه خبر

ویمنیفیسټو: د خیبر پښتونخوا بلدیاتي ټاکنو کې د ښځو، نجونو او نرښځیانو منشور


په مردان کې د رایو یو ښځینه مرکز
په مردان کې د رایو یو ښځینه مرکز

خیبر پښتونخوا کارکوونکو ښځو، نجونو او نرښځيانو د ۲۰۲۱م په بلدیاتي انتخاباتو کې خپل ووټ ورکول له خپلو مطالبو سره مشروط ګرځولي‌ دي.‌

دوی خپلې غوښتنې د یوه منشور په شکل کې را غونډې کړي‌ دي چې ورته یې د ویمنیفیسټو یا د بدلون لپاره د ښځو لایحه عمل نوم ورکړی دی.‌

په دغه منشور جوړولو کې په پېښور کې د حوا لور په نوم یوې غیر سرکاري ادارې مرسته کړې ده او لیکلې بڼه یې ورته ورکړې ده.‌

د حوا لور یوه مشره شاهوانه شاه وايي‌ دا د ښځو لومړی منشور دی چې د صوبې کارکوونکو ښځو،‌ نجونو او نرښځیانو یې په جوړولو باندې شا او خوا درې کاله کار کړی دی. هغه وايي دا به په صوبه کې په راتلونکو بلدیاتي انتخاباتو کې د احتساب د یوې الې په توګه استعمالیږي.

شاهوانه شاه زیاتوي: ''‌موږ له حکومته او سیاسي استازیو پنځه غوښتنې لرو چې که په ریښتیا خپل سیاسي کمپاین پرمخ وړل او په بلدیاتي‌ انتخاباتو کې خپل حکومت غواړي نو زموږ ویمینیفسټو باید ومني.‌ که داسې نه وي‌ نو زموږ ښځې،‌ جینکۍ‌ او نرښځيانې به دوی ته ووټ نه ورکوي ځکه چې موږ بدلون ته ضرورت لرو.‌ موږ د مطالبو دستاویز په رڼا کې د بدلون لپاره په پالیسیانو کې د اصلاحاتو غوښتنه لرو.''

دغه اداره وایې چې ټولې غوښتنې یې د ښځو ځواکمنۍ او ټولنیز بدلون د هدف لپاره کړي‌ دي‌. دا چې د دوی دغه پنځه مهمې غوښتنې څه دي؟‌ شاهوانه شاه یې په اړه وايي

'' ټولو ښځو او خواجه سراو ته یو شان او برابر اقتصادي موقعې ملاوې شي، بل دا چې ټولو جینکو ته دې د تعلیم یو شان موقعې ورکړل شي، بل هغه ښځې چې له کورونو نه کار کوي او په یو غټ شمېر کې دي،‌ هغوی ټولې د حکومت یوه پالیسي‌ غواړي‌ او دا چې ورته د ورکر او لیبر (خواري کښ) حیثیت ورکړل شي. څلورمه مطالبه مو ده چې له ښځو، جینکو او خواجه سراو سره چې کوم جنسي تشدد، صنفي امتیاز کېږي، د هغې د خاتمې لپاره د قانون سازې پالیسیانې جوړول پکار دي، پنځمه غوښتنه مو ده چې ټولو ښځو، جینکو او خواجه سراو ته قانون ته د یو شان رسایي‌ حق ملاو شي ځکه چې عدالتونو ته په ورتګ کې ډېرې مسلې دي.''

شاهوانه شاه وایي‌ دغه دستاویز یې په انګریزۍ ژباړلی او د پاکستان الیکشن کمیشن، میډیا او ویمن پارلیممنټري کاکس سره یې شریک کړی دی چې ټولو یې د مرستې هوډ څرګند کړی دی.‌ دغه کاکس په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ‌ کې یوه ځانګړې ډله ده چې پر ښځینه غړیو مشتمله ده او له ښځو سره تړلې مسلو باندې کار کوي.‌

د ویمن پارلیمنټري کاکس مشرې ملیحه اصغر خان د نومبر پر ۱۲مه مشال ریډیو ته وویل چې په دغو مسلو باندې کار کول د دوی ذمه واري ده چې په هر ډول یې ملاتړ او مرسته کوي.‌

''زموږ بنیادي کار هم دا وي چې موږ د ښځو لپاره قانون سازي وکړو.‌ مختلفې ادارې او تنظیمونه چې په بیلا بیلو ایجنډا کار کوي، که موږ سره رابطه وکړي نو موږ له هغو ټولو سره کار کوو.‌ کله موږ ته داسې قسمه مسلې راشي نو موږ اول په اسمبلۍ‌کې دننه نارینه او ښځينه غړي په مسله پوهه کوو. موږ مختلف سیمنارونه کوو. د هغې پس قانون سازي کوو او ځینې داسې ادارې وي چې پکې زموږ مرسته هم کوي.‌ موږ بیا په هغې غږ پورته کوو او لپاره یې لابي وکړو.''

د ښځو ځواکمنۍ او ټولنیزې تبدیلۍ لپاره د دغه ایجنډې لاندې د خیبر پښتونخوا تجارتي خونه کې د یو ځانګړې ټولنیزې ډلې جوړولو، په حکومتي‌ څانګو کې د ښځو د روزګار موقعې زیاتولو ،‌ په تعلیمي ادارو کې د جینکو د داخلې شرحې سېوا کولو او ورته د ټرانسپورټ سهولت ورکولو، په دفترونو کې د جنسي ځورونې د مخنیوي‌ لپاره په ضلعي سطح د کار کولو او په سالانه ترقیاتي پلان کې د ښځو لپاره د بجټ مختصولو مطالبې شاملې دي‌.‌دغه غوښتنې د ویمینیفیسټو د پنځو نکاتو سره تړلي دي‌چې ورباندې له حکومته د کار تمه کېږي.‌

XS
SM
MD
LG