د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا په ۲۸ضلعو کې حلقه بندۍ بشپړې شوې


د الېکشن کمېشن ترمخه د نوو حلقه بندیانو حتمي لسټ به د اکتوبر پر ۲۵ نېټه خپروي.
د الېکشن کمېشن ترمخه د نوو حلقه بندیانو حتمي لسټ به د اکتوبر پر ۲۵ نېټه خپروي.

د خیبر پښتونخوا صوبايي الېکشن کمشنر وايي، د قبایلي ضلعو شاملیدو او د مقامي حکومتونو په قانون کې له بدلونونو وروسته یې د صوبې په ۲۸ ضلعو کې حلقه بندۍ سرته رسولې چې پکې ټولې قبایلي ضلعې هم شاملي دي.

د اکتوبر پر اوومه په پېښور کې د یوې غونډې وروسته د صوبې چیف الېکشن کمشنر شریف الله خان مشال راډیو ته وویل، چې ټولټال ۲۱۹ اعتراضات هم مخې ته راغلي چې پرې کار روان دی.

د الېکشن کمېشن ترمخه د نوو حلقه بندیانو حتمي لسټ به د اکتوبر پر ۲۵ نېټه خپروي.

د نوي قانون ترمخه دا ځل به په خیبر پښتونخوا کې بلدیاتي انتخابات د تحصیل په کچه وي او پر سیاسي بنیادونو به کېږي.

په خیبر پښتونخوا کې د بلدیاتي انتخاباتو موده د ۲۰۱۹ز کال په ۲۸ اګست پای ته رسېدلی خو حکومت وایي، د کورونا وایرس له کبله لا د انتخاباتو نېټه نه شي اعلانولای.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG