د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ۱۸م ترمیم کې بدلون نه منو: د بلوچستان سیاسي مشران


د بلوچستان اسمبلۍ پخوانی عکس
د بلوچستان اسمبلۍ پخوانی عکس

په بلوچستان کې بېلا بېلو سیاسي مشرانو ویلي دي چې هغوی به د پاکستان د ايین په ۱۸م ترمیم کې بدلون کله هم ونه مني.

د کوټې پرېس کلب د ۵۰ کلنۍ مراسمو پر مهال د ۱۸م ترمیم او د هغه اهمیت تر عنوان لاندې د سېپټېمبر پر ۲۴مه مازیګر په کوټه کې غونډه وشوه.

په غونډه کې د پخواني اعلا وزیر ډاکټر مالک بلوڅ، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر عثمان کاکړ، د بلوچستان نېشنل ګوند سېنېټر ډاکټر جهانزیب جمالدیني، صوبايي وزیر عبدالخالق هزاره، د عوامي نېشنل ګوند صوبايي مشر اضغر خان اڅکزي او د مسلم لیګ (ق) صوبايي مشر جعفرخان مندوخیل په ګډون نورو مشرانو خبرې وکړې.

د بلوچستان پخواني اعلا وزیر ډاکټر مالک بلوڅ وویل چې په ۱۸م ترمیم کې هغوی هېڅ ډول بدلون نه مني.

نوموړي وویل: "د دې مخنیوي لپاره ټولو جمهوریت غوښتونکو ګوندونو له خپل کردار لوبول پکار دي"

د نوموړي په وینا،په ایین کې د ۱۸م ترمیم وروسته د زیاتره محکمو بوج پر صوبو اچول شوی دی خو بلوچستان ته په دې کې برخه نه ده ورکول شوې.

ډاکټر مالک بلوڅ وايي،اوس یو غږ کېږي چې "یو قام ـ یو سبق" هغه هم د ۱۸م ترمیم او ایین پر ضد دی ځکه چې ۱۸م ترمیم کې د تعلیم او صحت ټول واک او اختیار صوبو ته ورکړل شوی، ځکه چې د هرې صوبې خپل نصاب دی.

د بلوچستان نېشنل ګوند سېنېټر ډاکټر جهانزیب جمالدیني وویل چې کله په ایین کې ۱۸م ترمیم کېدو نو هغه وخت یې د دوی ګوند په اعتماد کې نه وو اخېستی خو د دې باوجود هم دوی د ۱۸م ترمیم مرسته کړې ده چې موخه یې صوبو ته زیات واک واختیار رسول ول.

نوموړي دا هم وویل:"د یو پلان لاندې د اېن اېف سي ایوارډ څخه بلوچستان د بې برخي کولو هڅې روانې دي چې موخه یې ټوله وسایل د مرکز تر کنټرول لاندې راوستل دي."

جمالدیني زیاته کړه، دا زموږ کمزوري ده چې د ۱۸م ترمیم لاندې کوم اختیارات صوبو ته ورکول شوي دي هغه موږ نه دې ترلاسه کړي خو نورې صوبې د دې څخه زیاته ګټه پورته کوي.

په غونډه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر عثمان کاکړ وویل، چې د حقیقي فیډریشن او صوبايي خود مختارۍ د برقرار ساتلو لپاره ټولو سیاسي ګوندو ته په ګډه سره د کار کولو اړتیا لیدل کېږي. ځکه چې د صوبو زیات خود مختاره کولو لپاره په ايین کې اوس هم نورو ترامیمو ته اړتیا شته.

ده وویل: "د دې ترڅنګ د یو مستحکم هیواد لپاره مهمه ده چې د هرقام پر خپله خپله خاوره صوبې جوړي شي."

د عثمان کاکړ په وینا، سېنېټ ته پکار دي چې هغه په ملک کې د چیف الیکشن کمېشن، د سپریم کورټ چیف جسټس وټاکي، دغه ډول د سېنېټر د ټاکنې لپاره پکار ده چې ولس خپله رای یا ووټ ورکړي."

نوموړي زیاته کړه، نن په هیواد کې ۱۸م ترمیم په غلط رنګ کې وړاندې کېږي او په بېلا بېلو نامو بېل بېل وزارتونه په اسلام اباد کې جوړ شوي دي کوم چې د ۱۸ ترمیم په ضد دي.

بلخوا د په بلوچستان کې د حکومتي ګوند هزاره ډیموکراټیک پارټۍ چیرمین او صوبايي وزیر عبدالخالق هزاره وویل، د اوسنی حکومت څخه زیات خوشحاله دی ځکه چي په تېرو حکومتونو کې د هزاره قبیلې خلک هره ورځ وژل کېدل او د هغه خپله بچۍ هم تښتول شوې وه.

هزاره زیاته کړه: "دا وخت په بېلا بېلو برجرمونو کې تورنې ۷۰ وسله والې ډلې په صوبه کې کار کوي او دا خبره ما څو ځله دا سمبلۍ په فلور هم کړې ده خو مخنیوې یې نه کېږي."

اعبدالخالق هزاره وايي، ۱۸م ترمیم نه ختمېږي او که ختم شي نو په هغه کې به د غټو سیاسي ګوندونو لاس ضرور شامل وي.

د نوموړي په وینا، د ۱۸م ترمیم اهمیت څخه څوک انکار نه شي کولای خو تر څو بلدیاتي نظام ټینګ شوی نه وي، تر هغه وخته پورې د ۱۸م ترمیم میوه تر ولس پورې نه شي رسېدلای.

د یادونې وړده چې د پاکستان قامي اسمبلۍ ۲۰۱۰ز کال د اپرېل په میاست کې د ۱۸م ترمیم منظوري ورکړې وه.

هغه وخت په هیواد کې د پیپلز ګوند حکومت وو ځکه چې کله ۱۸ ترمیم نه وو منظور شوی نو د هغه څخه مخکې به مرکزي حکومت په اېن اېف سي ایوارډ د یا د ټیکسو لارې راغونډې پیسو کې هر کال ۴۲،۵ فیصد څلور واړه صوبه ته ورکول او له ځان سره به یې ۵۷،۵ ساتلی.

خو د ۱۸ ترمیم وروسته اسلام اباد صوبو ته په کلنی بودیجه کې ۵۷،۵ فیصد صوبو ته ورکوي او له ځان سره یوازې ۴۲، ۵ ساتلای شي.

دغه ډول ۲۱ محکمو ټول واک او اختیتار د مرکز څخه صوبو ته ورکول شوي وو چې په هغه کې تعلیم صحت کښت او کرونده هم شامله ده.

XS
SM
MD
LG