د لاسرسي ځای

تازه خبر

اپوزیشن ګوندونه: حکومت قبایلي ضلعو کې بلدیاتي انتخابات نه کوي


د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ
د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ

په خیبر پښتونخوا کې داپوزیشن ګوندونه وايي حکومت په قبایلي ضلعو کې د بلدیاتي انتخاباتو کولو لپاره ژمن نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې حکومت د هغو انتخاباتو د ترسره کولو لپاره د سفیر بلدیات په نوم د عامه پوهاوي یو بهیر هم وار له مخې پیل کړی دی.

په صوبايي اسمبلۍ کې له مومندو د عوامي نیشنل ګوند غړي نثار مومند د جنورۍ پر ۱۱مه مشال رېډيو ته وویل، دا چې حکومت په قبایلي ضلعو کې پرمختیايي کارونه نه دي ترسره کړي او له وجې یې خلک ترې ناراضه دي نو پر دې ډارېږي چې که انتخابات وشول نو واکمن ګوند به ډېرې کمې رایې تر لاسه کړي نو ځکه د بلدیاتي انتخاباتو لپاره سنجیده نه دی.

"حکومت په مارچ کې د بلدیاتي انتخاباتو کولو ویلي دي خو تراوسه یې حلقه بندی نه دي کړي او نورې مسلې ورته هم دي. زه فکر کوم چې دوی به انتخابات ونکړي ځکه که انتخابات دوی کوي نو ووټ به د دوی خلاف راځي. په قبایلو کې خلک له مشکلاتو سره مخامخ دی او د حکومت نه خپه دي."

د ډان ورځپاڼې د یو راپور ترمخه، صوبايي حکومت د ځايي انتخاباتو لپاره، اووه واړه قبایلي ضلعې په ۷۰۲ کليو او کونسلونو کې تقسیم کړي دي.

خو په جنوبي وزیرستان کې د جمعیت علمای اسلام ف ګوند غړی محمد جمال الدین وايي، په قبایلي ضلعو کې تر اوسه حلقې نه دې جوړې شوي او نه هم حکومت په دې لړ کې یو سم پلان لري.

که څه هم په دې ورستیو کې د خیبرپښتونخوا حکومت په قبایلي ضلعو کې د بلدیاتي ټاکنو لپاره بېلا بېلې نیټې ورکړي خو د حکومتي چارواکو په خبره، د ځینو وجوهاتو له وجې دا کار تر اوسه نه دی شوی.

له باجوړه د پاکستان تحریک انصاف ګوند د صوبايي اسمبلۍ غړی ګلداد خان وايي، حکومت د ځايي انتخاباتو لپاره د حلقه بندیو تر څنګ نورې تیاریانې کوي او هیله ده چې ډیر ژر به دا وشي.

که څه هم د خیبرپښتونخوا حکومتي چارواکو د ځايي انتخاباتو لپاره نیټه نه ده اعلان کړې خو د جنورۍ پر نهمه یې سفیر بلدیات پروګرام پیل کړ چې پکې به شاوخوا ۱۲۰ کسان د ځايي انتخاباتو د اهمیت په اړه ولس ته پوهاوی ورکوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG