د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلدیاتي ټاکنو تیارۍ بشپړې شوي: د انتخاباتو کمېشن


Pakistan -- election commission of Pakistan logo
Pakistan -- election commission of Pakistan logo

په خیبرپښتونخوا کې د انتخاباتي کمېشن چارواکي وايي، د بلدیاتي ټاکنو لپاره یې تیاریانې بشپړې دي خو یوازې د حکومت لخوا د دې انتخاباتو کولو په لړ کې د اعلان په انتظار دي.

د کمېشن ویاند سهیل احمد د سپټمبر پر ۲۶مه مشال ریډيو ته وویل چې د بلدیاتي انتخاباتو او د ولس د معلوماتو لپاره یې د حلقه بندیو فهرست خپلو ضلعي دفترونو ته استولی دی او که څوک پرې اعتراضات لري نو له انتخاباتي کمیشن سره یې شریکولای شي.

نوموړی وايي:

"په خیبرپښتونخوا کې د کليوالو او (نیبرهوډ) کونسلونو حلقه بندۍ د تکمیل په مراحلو کې دي. د ځینو حلقه بندیو په لار کې قانوني ستونزي دي نو چې حکومت دا مسلې ختمې کړي بیا به هغه حلقه بندۍ کېږي. انتخابي فهرستونه به هم د راتلونکي میاشتې په څلورمه خپروو."

په خیبرپښتونخوا کې اپوزیشن ګوندونه د ژر تر ژره بلدیاتي انتخاباتو غوښتنې کوي. د صوبې د نورو برخو په څیر په قبایلي ضلعو کې هم د اپوزیشن ګوندونو غړي وايي، دا سیمې د ترهګرۍ او پوځي عملیاتو له وجې ډیرې وروسته پاتې شوي دي او د دې د پرمختیا لپاره بلدیاتي انتخابات ډیر ضروري دي.

په دې اړه د پیپلز ګوند غړی اخوندزاده چټان وايي، موجوده حکومت د پرمختیا په برخه کې خپلې ژمنې نه دې پوره کړي او د بلدیاتي انتخاباتو لړ کې هم سنجیده نه ښکاري. "بلدیاتي انتخابات نه یوازې د قبایلو لپاره بلکې د ټول ملک لپاره ضروري دي. د بلدیاتو نه بغیر د جمهوریت تصور نیمګړی دی. د قبایلو لپاره بیا دا ځکه ډیر ضروري دي چې هغوی په ترقۍ، تعلیم او صحت شعبو کې له نورو ضلعو ډیر وروسته پاتې شوي دي."

د عوامي نیشنل ګوند غړی نثار احمد مومند وايي، د بلدیاتي انتخاباتو له وجې به نه یوازې په قبایلي ضلعو کې د سیاست په اړه پوهه لا نوره زیاته شي بلکې د ځنډ ښکار پروژې به هم پیل شي.

نوموړی وړاندې وايي:

"تر څو چې د بلدیاتي انتخاباتو خبره ده نو صوبایي اسمبلۍ په دې لړ کې بیل راوړې وو او دا یې د ۲۰۲۱م کال تر اګسته پورې ځنډولې دي. که په قبایلو کې بلدیاتي انتخابات وشي نو د صوبې دا نظام یانې پرمختیايي کارونه او له دغه نظام سره په بلدیدو او بیا له قبایلي نظام سره پر مخ تللو کې مهم کردار ادا کړي."

د خیبر پښتونخوا د بلدیاتو وزیر اکبر ایوب، د محنت و مزدورۍ وزیر شوکت یوسفزي او دغسې د تحریک انصاف ګوند له نورو غړیو سره مو د بلدیاتي‌ انتخاباتو په اړه د خبرو هڅې وکړې خو هغوی ټیلي فون اچت نه کړ.

خو د خیبرپښتونخوا په اسمبلۍ کې د جولای پر ۱۷مه اپیډیمیک کنټرول اینډ ایمرجنسي ریلیف په نوم بیل منظور شوی وو. د حکومتي غړیو وینا وه چې د کورونا وبا په خاطر او د ګڼې ګوڼې مخنیوی لپاره د دې بیل له مخې بلدیاتي انتخابات هم تر راتلونکې کال اګست پورې ځنډوي.

په خیبر پښتونخوا کې د ۲۰۱۵ز کال د مې پر۳۰مه بلدیاتي انتخابات ترسره شوي وو چې اییني موده یې د ۲۰۱۹ز کال د اګست پر ۲۸مه پای ته رسېدلې ده.

XS
SM
MD
LG