د لاسرسي ځای

تازه خبر

سفیر بلدیات پروژه کې د قبایلي سیمو ځوانان خپله برخه غواړي


د قبایلي زده کوونکو سازمان تور پورې کړی دی چې د خیبر پښتونخوا حکومت د سفیر بلدیات پروژې لپاره شاوخوا ۷۰ فیصده ځوانان له نورو سیمو ګومارلي دي.

د سازمان مشرانو او غړو په پنجشنبه په پېښور کې تر خبري غونډې وروسته مشال راډیو ته وویل، حکومت ژمنه کړې وه چې د بلدیاتي نظام په اړه د پوهاوي په موخه به د قبایلو ځوانانو ته دندې ورکوي. خو د سازمان مشر جاسم اپرېدی وايي، حکومت د قبایلو تعلیم یافته ځوانان له پامه غورځولي.

د خیبر پښتونخوا د اعلا وزیر ځانګړي سلاکار کامران بنګش د جنورۍ پر نهمه د پروژې پرانیستې پر مهال ویلي ول چې په ۱۲۰ ځوانانو کې یې زیاتره د قبایلو اوسېدونکي پر دندو ګومارلي او پاتې هغه کسان دي چې له قبایلو سره په نېږدې ضلعو کې اوسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG