د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باچاخان پوهنتون زده کوونکو "د جامو او سينګار" اړونده بندېزونه رد کړل


په چارسده کې، باچا خان پوهنتون
په چارسده کې، باچا خان پوهنتون

د چارسدې په باچاخان پوهنتون کې زده کونکیو د انتظامیې له خوا د جامو اغوستلو په لړ کې کړې فېصله یا سفارشاتو غندنه کړې او دا يې په دوی بندېز بللی.

د دوی په وېنا پر جينکو د سينګار بندېز لګول شوی او د یو خاص رنګ ساده برقه به اغوندې. همداراز هلکانو او جينکيو دواړو ته ويل شوي چې پتلون او تنګې جامې به نه اغوندې.

د پوهنتون زده کوونکي په داسې عمر کې وي چې د ښه او بد پرېکړه کولی شي نو انتظامیې ته ضرورت نشته چې پر جامو اغوستلو یې بندېز ولګوي
عباس خان

د باچا خان پوهنتون ویاند عبدالحکیم د جنورۍ په ۲۶مه مشال راډیو ته وویل دوی دا سفارشات د خېبرپښتونخوا د ګورنر شاه فرمان په حکم تیار کړي او د دې مقصد دا دی چې زده کونکي او د پوهنتون عمله د خپل کلتور او مذهب مطابق جامې واغوندي.

په چارسده کې د باچاخان پوهنتون زده کوونکو ويلي‌چې د لوړو زده کړو په وخت بايد زده کوونکو ته داسې حکمونه ورنه کړل شي ځکه چې هغوی د عمر په يوه داسې برخه کې وي چې د جامو د اغوستلو فېصله کولی شي.

د پوهنتون یو زده کونکي، عباس خان د جنورۍ په ۲۷مه، مشال راډیو ته وویل دا خو نه کالج دی او نه سکول چې د خاصو جامو اغوستلو ورته ويل کېږي. ((د پوهنتون زده کوونکي په خپل ښه او بد پوهېږي. کله چې یوه ښځینه زده کونکې پوهنتون ته راځي نو د هغې مور او پلار او نورې کورنۍ ته د هغې د جامو او پېزار پته وي نو چې کور والا يې پرې بد نه ګڼي نو د پوهنتون انتظامیې ته بیا څه ستونزه ده.))

د باچاخان پوهنتون يوې زده کوونکې هم ورته خبرې وکړي او وې ویل چې د پوهنتون زده کوونکي ماشومان نه دي‌چې انتظاميه ورله د جامو رنګونه ټاکي.

حنا د جنورۍ په ۲۷مه مشال راډیو سره په خبرو کې زیاته کړه چې انتظاميه دې د تعليم د معيار په ښه کولو پام زیات کړي او جامې دې پرېږدي. (( جامه پېزار د هر چا خپله خوښه ده او چې زموږ کور والا زموږ په لباس اعتراض نه لري‌ نو د پوهنتون وایس چانسلر ولې داسې بندیزونه لګوي.))

باچا خان پوهنتون د عبدالغفار خان باچان خان د عدم تشدد د لارې هغه مبارز او سياستوال، په نوم جوړ شوی دی چې په خپلو وېناوو او کتاب کې یې د ښځو او سړو د حقونو د برابرۍ او د خلکو نظر ته د احترام غږ کړی دی.

د چارسدې د باچا خان پوهنتون په سفارشاتو کې دا هم راغلي چې نارينه زده کوونکي او عمله به فېشني ږيرې نه جوړوي. همداراز ښځې به لوی لوی پرسونه پوهنتون ته نه وروړي.

تر دې مخکې د مانسهرې په هزاره پوهنتون کې هم په زده کونکو او نورې عملې د ډريس کوډ په نوم دا رنګ بندیزونه لګول شوي وو چې زده کوونکو رد کړل.

XS
SM
MD
LG