د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باچا خان ژوندلیک 'زما ژوند او جهدوجهد' ډېر ژر په انګلیسۍ ژبه کې


باچا خان
باچا خان

په داسې حال کې چې په پښتونخوا او نړیواله کچه د جنورۍ له ۲۰ مې نېټې څخه د عدم تشدد د ستر مبارز خان عبدالغفار خان (باچا خان) اونۍ لمانځل کېږي، د فرورۍ پر ۶ مه نېټه به په پاکستان، افغانستان او هندوستان کې د باچا خان د ژوند لیک (زما ژوند او جهدوجهد) وړومبۍ بشپړه ترجمه په انګلیسۍ ژبه کې د ''Bacha Khan – My life and struggle'' په نوم خپرېږي.

د کتاب خپرونکې (پبلشر) وايي په نړیواله کچه د کتاب وېشلو لپاره یې د هند له یوې ادارې سره لوظنامه لاسلیک کړې ده.

د عدم تشدد ستر مبارز خان عبدالغفار خان د ژوند او سیاسي مبارزې کیسه په ۱۹۸۳ز کال کې خپره شوې وه، چې بیا وخت په وخت د بیلا بیلو ادارو له خوا په پښتو او اردو ژبه کې خپره شوه.

د پاکستان په لاهور کې د فولیو بکس په نوم یوې ادارې اعلان کړی دی، چې د باچا خان د کتاب ؛زما ژوند او جدوجهد؛ وړومبۍ بشپړه ژباړه به د فرورۍ په ۶ مه خپروي. په دغه اړه چې مې بیګاه (جنوري ۲۱) د اداری د مشر بلال ظهور نه وپوښتل چې دا کار یې ولې مهم وګڼه نو نوموړي وویل:

''د باچاخان چې کوم شخصیت وو ، د هغه چې کومه ټول عمري مبارزه وه ، د ټولې سیمې لپاره چې د هغه کوم زیار وو او په ځانګړی توګه د زور په وړاندی د حق د وینا او د پرامن مزاحمت چې د هغه کوم سیاسي میراث دی، نو پر هغه چې په ټولو ژبو کې څومره کار وشي، کم دی. یوه وجه دا هم وه چې له دې وړاندې د هغه د سوانح عمرۍ بشپړه ترجمه نه وه شوې نو موږ ټولې نړۍ له دا یو فرصت پیدا کول غوښتل چې باچاخان او د هغه زیار وپېژني.''

په انګلیسۍ کې دا ژباړه صاحبزاده امتیاز احمد کړی ده. نوموړي له دې وړاندې د غني خان د ځینو لیکونو او د متحده هندوستان په قانون ساز اسمبلۍ کې د هغه تقریرونه انګلیسۍ ژبې ته ژباړلي دي.

صاحبزاده امتیاز احمد وايي، په داسې حال کې چې نړۍ او په ځانګړی توګه د پښتنو سیمه د جنګ او تشدد په لمن کې ده، د باچاخان پیغام ولس او نړیوالو ته رسول ډېر مهم ګرځېدلی دی. نوموړی زیاتوي ، د باچاخان د سوانح عمرۍ ۶۰۰ مخونه یې ټکي په ټکي انګلیسۍ ته ترجمه کړي دي.

''کتاب ما په پښتو کې ولوستو نو ما ویل چې ښه به وي چې د انګلیسي لوستونکو ته یې هم وړاندی کړو. کال یو نیم کال کار مې ورباندی وکړ. د باچاخان فلسفې ته اوس زموږ په دې سیمه د جنګونو او بیقرارۍ له کبله ډېره اړتیا ده. هسې هم د کشر کهول نه خو باچا خان هېر دی کنه؟ نو دا کار مې ځکه وکړ چې که بیا یې یاد شي او د هغه په ژوند او اصولو عمل وکړي نو ښه به وي''

شاندانه همایون خان په اسلام اباد کې د یوې پرمختیايي اداری سره کار کوي او د امتیاز صاحبزاده سره یې د غني خان او باچا خان په کتابونو شریک کار کړی دی. هغه وايي چې په انګلیسۍ کې د باچا خان د ژوند کیسه په ۱۹۶۹ کې د کانګرس یو غړي کې بې ناراین او لیکوالې هیلن باومن لیکلې وه خو پوره نه وه.

په 1983 زکال کې د باچا خان د ژوند او جدوجهد کیسه په جلال اباد کې خپره شوې وه. بیا په دوه زره دولسم کې باچا خان ریسرچ سنټر پیښور او نورو ادارو هم خپره کړه. اصل او پوره کتاب دا وو نو بیا ما صاحبزاده صیب ته خواست وکړ چې د باچا خان د کتاب پوره ترجمه نه شته او دا کول غواړي. هغه دا کار په 2017ز کال کې پیل کړی وو ، پر دې ډېر وخت ولګېد.

د یادونې وړ ده چې د باچاخان په ژوند او جدوجهد د نړۍ یوشمیر لیکوالانو هم خواوه شا ۲۰ کتابونه خپاره کړي دي او اوس ورباندی هم د نړۍ په بیلا بیلو پوهنتونونو او څیړنیزو مرکزونو کې کار روان دی.

XS
SM
MD
LG