د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مکالمې او زغم کلتور رواجولو لپاره د لوست غونډو اهمیت


د چارسدې لوست غونډه يا سټډي سرکل
د چارسدې لوست غونډه يا سټډي سرکل

محمد شهزاد وایي د دغه غونډې د جوړولو مقصد یې دا وو چې په ټولنه کې د مکالمې کلتور بیا ژوندی کړي، په ټولنه کې د زغم زیاتولو لپاره کار وکړي او په ځوانانو کې دا پېغام خپور کړي چې د یو بل سره د اختلاف لرلو باوجود هم ژوند کېدای شي.

د خېبر پښتونخوا په ځينو سيمو کې د لوسټ غونډو يا سټډي سرکلز کلتور په پياوړي کېدو دی. د دغو مطالعاتي غونډو جوړونکي وایي چې دوی په ټولنه کې د زغم او برداشت زیاتولو او په مختلفو مسلو د پوهې پېدا کولو لپاره بحثونه کوي. د دوی په خبره د دې مطالعاتي غونډو یومقصد دا هم دی چې پکې زده کونکي د خپلو پوښتنو ځوابونه ولټوي او پر مختلفو مسلو د پوهانو سره خبرې وکړي.

چارسده سټدي سرکل له دغسې غونډو يوه ده. د دغه غونډې مشر او جوړونکی محمد شهزاد دی. محمد شهزاد د طب زده کونکی دی او وایي د دغه غونډې د جوړولو مقصد یې دا وو چې په ټولنه کې د مکالمې کلتور بیا ژوندی کړي. محمد شهزاد وایي دوی غواړي چې په ټولنه کې د برداشت او زغم زیاتولو لپاره کار وکړي او ځوانان په دې پوهه کړي چې د رايې اختلاف بد کار نه دی.

د باچاخان سکولونو مشر او د تعلیمي چارو کارپوه پروفېسر ډاکټر خادم حسېن وایي په دې جدید دور کې باید زده کوونکو ته د هغوی د پوښتنو ځواب لپاره موقعې موجودې وي. نوموړي مشال راډيو ته وويل: ((د مشال خان د وژنې په شان پېښو د مخنیوي لپاره باید په تعلیمي ادارو کې د زغم او برداشت پر کلتور خبرې وشي. د زده کوونکو سوالونه بايد ځواب کړل شي.))

خادم حسین دا هم وایي د داسې غونډو سره د مختلفو سیمو زده کونکي هم د یو بل د سیمو د حالاتو او مشکلاتو نه خبريږي. په دغو غونډو کې د هلکانو سره سره جینکۍ ذده کونکې هم برخه لري.

په اېجوکېشنل ساییکالوجي کې پي اېچ ډي لرونکې شازیه کنول وایي اوس له دوی سره په لوست غونډو کې د نجونو زده کونکیو تر څنګ عامې ښځې هم ګډون کوي چې د نوموړې په خبره دا یو مثبت پرمختګ دی. د منجمنټ ساینسز یو استاد نجیب الله وایي کله چې دوی خپله لومړنۍ لوست غونډه کوله،نو ډېر لږ خلک وو خو اوس یې شمېره زیاته شوې ده چې پکې ښځې هم دي.

په خیبر پښتونخوا کې د کورونا وایرس د موجوده وبایي صورتحال له وجې د چارسده سټډي سرکل منتظمین وایي دوی نن سبا خپلې غونډې آن لاین ترسره کوي.

دا بحث دلته په غږ کې واوارئ.

په ټولنه کې د مکالمې، استدلال او زغم لپاره د لوستو غونډو اهمیت او ضرورت
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:41 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG