د لاسرسي ځای

تازه خبر

باچاخان او پښتانه ځوانان


باچاخان او پښتانه ځوانان
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:32:38 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

پښتانه ځوانان د باچا خان د عدم تشدد له تګلارې څه ګټه پورته کولائ شي. همدا موضوع د ځوانانو غږ خپرونه کې څېړو. کوربه اسرار عالم مومند

د دې اونۍ په ځوانانو غږ کې د خپرونې ګډونوالو وويل چې پښتنو هر څه تجربه کړل خو څه ګټه يې ورنکړه او اوس پر دې پوهه شول چې له جګړو او نورو مصيبتونو د خلاصون يوازينۍ لار د باچاخان د عدم تشدد تګلاره ده.
اورېدونکو په ۲۰ مه جنورۍ د باچا خان د تلين پر ورځ که يو خوا په پېښور کې د عوامي نېشنل ګوند لخوا د باچاخان اونۍ لمانځل پېل شول نو بلخوا يې د انجمن اصلاح الافاغنه په نوم د باچا خان د تحريک سل کلن جشن لمانځل هم شورو کړل.
په ځوانانو غږ خپرونه کې مو پر دې خبرې کړې چې د باچاخان په ژوند او د هغه په ياد تحريک کې د ځوانانو لپاره څه پېغام دی. موږ سره مېلمانه و له پېښوره ځوان مدني فعال عماد خليل چې له تېرو لسو کالو راهيسې د پښتونخوا په مختلفو برخو کې د باچاخان په ژوند مطالعاتي غونډې راجوړي. همداراز له جلال اباده راسره ځوان مدني فعال نبي تدبير و چې هغه بيا په خپله سيمه کې دغه راز غونډې راجوړي. د خپرونې کوربه اسرار عالم مومند دی.


XS
SM
MD
LG