د لاسرسي ځای

تازه خبر

د زغم جهاني ورځ او پښتانه


د کوټې انځورګر نصیب خان کښلی انځور

د نومبر ۱۶مه په ټوله نړۍ کې د زغم ورځې په توګه لمانځل کېږي. د دې ورځې د لمانځلو مقصد په ټولنه کې د زغم او عدم تشدد کلتور ژوندی ساتل دی.

د ټولنیزو چارو پوهان وایي په پښتنه ټولنه کې له تېرو څو لسیزو راهېسې ناامنیو او د ترهګرۍ پېښو پښتانه له داسې نویو مسلو سره مخامخ کړل چې له وجې یې په ټولنه کې د برداشت او زغم کلتور ته زښت تاوان ورسېد.

د پېښور پوهنتون د سوشل ورک څانګې یو استاد پروفېسر ډاکټر محمد ابرار مشال راډیو ته وویل په ورځپاڼو او مطبوعاتو کې هره ورځ داسې پېښې رپوټېږي چې پکې په وړو وړو خبرو خلک پر یوه بل تشدد ته تیار شوي دي او دغه د زغم کمی څرګندوي. ''که موږ خپلې ټولنې ته وګورو نو برداشت کمېدو اړخ ته روان دی، په صنفي لحاظ هم هره ورځ نوي نوي راپورونه مخې ته راځي، هر یو اخبار د تشدد او عدم برداشت له خبرونو ډک وي، د ټولنیزو چارو د یوه پوه په حیث زه دا ویلی شم چې زموږ ټولنه کې منفي خبرې زیاتیږي، او زغم کمېږي.''

ډاکټر محمد ابرار دا هم وایي پخوا به کورنۍ یو ځای اوسېدې خلک به د یوه بل له حاله خبرېدل او له یوه بل سره به یې مرسته کوله خو اوس داسې نه ده.

په کور دننه عدم برداشت څنګه ژوند تریخوي

د پېښور های کورټ یوه وکیله روبینه ناز وایي د پخوا په نسبت اوس په داسې کېسونو کې زیاتوالی راغلی دې چې پکې د برداشت او زغم د کمي له وجې تشدد شوی وي. نوموړې وایي په کورونو کې دننه هم اوس د پخوا غوندې خلک د یو بل لپاره زغم نه لري.

''زموږ د ټولنې بنیادي برخه یعني کور اوس تقسیم شوی، په موجوده وخت کې دا ګرانه شوې چې یو یا دوه کسان دې ګټې او شل تنه دې خوري، اقتصادي مسلې زیاتې شوي دي، ګراني په دې تېرو څو کالونو کې زیاته شوې ده، او ورسره د خلکو ضرورتونه هم زیات شول. څنګ چې واده وشي نو په هلک او جینۍ زمه واریانې زیاتې شي، ډېر خلک دغو ته ذهني نه وي تیار، او دا شان جنګ جګړې زیاتیږي. پخوا به د طلاق نوم چا نه شو اخېستی او اوس موږ له د طلاق په سوونو کېسونه راځي، بیا د ماشومانو د حوالې کېسونه وي، د برخې او حصې مقدمې زیاتې شوي دي، زیاتره سړي دا د خپل غېرت مسله هم ګڼي او د برداشت کموالی ښیي.''

روبینه ناز دا هم وایي زیاتره خلک په کورونو کې له یو بل سره د زړونو خبرې نه شریکوي او له دغې سره هم مسلې زیاتیږي او د یو بل لپاره زغم کمېږي.

د عدم برداشت پر ټولنیز ژوند اثرات

په پاکستان کې د جرمونو د وجوهاتو د څېړنو په اړه د یوې ادارې پاکستان سوساییټي اف کرېمېنالوجي مشر ډاکټر فصیح الدین مشال راډیو ته وویل کله چې په کور کې دننه ماحول یو تن له ذهني تناو او پرېشاني ورکوي نو له کوره بهر دغه تن له نورو خلکو سره د زغم رویه نه خپلوي. نوموړې وایي د عدم برداشت او د دغې له وجې د تشدد رامنځ ته کېدو ګڼ وجوهات دي:

"زموږ په ټولنه کې د پیغور ټکي هم د ټولنې زغم او برداشت ته تاوان رسولی دې، پیغور زموږ ټولنه کې یو داسې بد دود دی چې روغې جوړې او برداشت ته يې تاوان رسولی او بدل اخېستل یې غېرت ګرځولی. بله خبره دا ده چې له هر چا سره وسلې دي، او ډېر په اسانه ملاوېږي، له ما سره یو تن کار کاوه، ما ورته وویل هلکه تا خو به هم ټوپک ګرځولو، راته یې وویل، یاره چې دا پچترې مې اچولی وي او په مورچه کې ولاړ یم نو ډېر خوند کوي، حالانکې یتیم وو او پر خپلې بربادۍ هم نه وو خبر. بل په ګرمۍ او روژه کې هم داسې ډېرې پېښې کېږي، د خلکو د شوګر لېول کم شي، او د وړو پر سر جنګونه پیل کړي، دا ځکه چې دغه وخت په خلکو کې برداشت او صبر نه وي."

د مردان د عبدالولي خان پوهنتون د ساییکالوجي د څانګې یو استاد ډاکټر نوید عالم وایي پخوا به د پښتنې ټولنې او پښتونولۍ مثالونه ورکول کېدل، دا ځکه چې په ټولنه کې به د یو بل لپاره د برداشت، زغم، ښېګړې او له یو بل سره د مرستې دودونه وو، خو اوس داسې نه ده: "هره ورځ موږ وینو چې پر ښځو او ماشومانو تشدد شوی وي، موږ داسې فکر کوو چې زموږ خو ډېره ښه ټولنه ده، پښتانه ډېر ښه خلک دي، خو داسې نه ده. باید پښتانه د یو بل پر حق او د حق پر ورکولو پوهه شي، که هغه په کور دننه وي او که له کوره بهر. زغم تر هغې نه شي زیاتېدای تر څو چې په دې اړه پوهه نه وي ورکړل شوي،او پوهه په یو سیمینار کولو نه راځي. په دې اړه پراخه کمپېنونه پکار دي. بل دا چې خلکو ته احساس نه کیږي چې ګنې د یو تن رویه له بل لپاره څومره مشکل جوړوي."

معاشي او اقتصادي بدحالي او عدم برداشت

کارپوهان وایي معاشي، اقتصادي بدحالي او د تعلیم کمی هغه مهمې وجې دي چې د نورو مسلو سره سره په یو تن کې د زغم کمی راولي، که هغه په کور دننه وي او که بهر.

د نفسیاتو ماهر ډاکټر افتخار حسېن مشال راډیو ته وایي په ټولنه کې د عدم برداشت ګڼ وجوهات دي: "ترهګرۍ او ناامنۍ خلکو ته تاوانونه ورسول، د پخوا په نسبت مالي ستونزې زیاتې شوي دي او امدن د پخوا غوندې دې، د ولس د زغم پاره یا کچه کمیږي او جرمونه زیاتیږي، ډېر خلک نشو ته هم ځکه مخه وکړي، چې نور نه شي زغملی."

ډاکټر افتخار حسین وایي یوازې د پښتنو نه بلکې په پاکستان کې په مجموعي توګه هم د تشدد پېښې زیاتې شوي دي، نوموړی وایي خلکو دومره تشدد ولید چې اوس ورته د ناامنۍ پېښې عادي ښکاري. د نوموړي په خبره د ځوان کول د ساعتېري لپاره هم داسې څه نشته چې د خلکو ذهنونو ته تفریح او راحت ورکړي.

په پښتنه ټولنه کې د عدم تشدد فلسفه او زغم

خان عبدالغفار خان چې په پښتنه خاوره یې د عدم تشدد لپاره یوه لویه مبارزه کړې ده، او د خپل خدایي خدمتګار تحریک او د خپلو هڅو له لارې يې پښتنو ته د عدم تشدد فلسفه ورکړې ده. لیکوال او کره کتوونکي حیات روغانی وایي "موږ چې په ۲۱مه پېړۍ کې ځان دنیا ته ورمعرفي کوو، نو له موږ سره يو علامت دی او هغه باچا خان دی چې د سولې د مبارزې او له جيلونو راتېر شوی دی، د عدم تشدد علامت دی."

د تعلیمي چارو پوه ډاکټر فضل رحیم مروت وایي، د هندوستان ګاندي پخپلو کتابونو کې دا ویلي چې دی د عدم تشدد په فلسفه کې په یو ځای کې وروسته شوی دی خو باچاخان په خپل ځای کلک ولاړ پاتې شوی دی.

ډاکټر فضل رحیم مروت وایي باید پښتانه د باچاخان عدم تشدد، د زغم او د یو بل سره د ښېګړې پر فلسفه عملي کار وکړي.

بلخوا د ټولنیزو چارو کارپوهان دا هم وايي باید د عدم تشدد او زغم عملي رویه له کوره یوه ماشوم ته وښودل شي، بیا په تعلیمي ادارو کې یې په پراخه کچه تشریح وشي او په هره لویه او وړه، سیاسي او غېر سیاسي غونډه کې پرې خبرې او بحثونه وشي.

XS
SM
MD
LG