د لاسرسي ځای

تازه خبر

عبدالولي خان پوهنتون څنګه د پاکستان تر ټولو پوهنتونونو مخکې شو؟


عبدالولي خان پوهنتون مردان
عبدالولي خان پوهنتون مردان

د خیبر پښتونخوا په مردان کې عبدالولي خان پوهنتون د غوره تعلیمي چاپېریال له پوله په ټول پاکستان کې لومړی او په ګرده نړۍ کې پر ۵۱۰ م نمبر راغلی دی. له لندنه خپرېدونکې ټایمز هایر اېجوکېشن ووبپاڼه چې په همدې نامه ګڼه هم لري د روانې سپټمبر میاشتې لومړو کې د پوهنتونونو نړیوالې درجه بندۍ لېسټ خپور کړ.

د یوه پوهنتون د درجه بندۍ لپاره زیاتره مالومات یاده اداره پخپله راټولوي او ځینې نور مالوت بیا له پوهنتونه ترلاسه کوي. په دغه درجه بندۍ کې د پاکستان ۱۷ پوهنتونونه شامل ول. پروسږ کال د پاکستان بهترین پوهنتون ځای د اسلام اباد قاید اعظم یونیورسیټۍ وړی وو چې سږ کال پر دوهم نمبر او د اسلام اباد نسټ پوهنتون درېم نمبر راغلی دی.

خو پوښتنه دا ده چې یو یوولس کلن پوهنتون چې په ۲۰۰۹ز کال کې یې د زده کړو بهیر پیل کړی څنګه د دې جوګه شو چې د صوبې په کچه نه بلکې د پاکستان په سطح د ملک تر ټولو بهترینه تعلیمي اداره وګرځي. د عبدالولي خان پوهنتون وایس چانسلر ډاکټر ظهورالحق یې وايي، دې ځای ته د رسېدو لپاره یې په کلونو زیار اېستلی دی. نوموړی زیاتوي په پوهنتون یې د ۲۲۶ پي اېچ ډي استادان لري چې تر ۲۰۰ څخه زیاتو یې له نړیوالو پوهنتونونو د پي اېچ ډي ډګرۍ ترلاسه کړي دي.

عبدالولي خان پوهنتون ۴۳۶ استادان لري او نېږدې ۱۲۵۰۰ زده کوونکي.

د درجه بندۍ معیارونه څه وي؟

د عبدالولي خان پوهنتون یو مشر استاد او ویاند سعید اسلام وايي، د درجه بندۍ لپاره په پوهنتون کې د څېړنیزو کارونو، د څېړنیزو اخځلیکونو (تحقیقاتي حوالو یا ریسرچ ساییټېشن) خپلې نمبرې دي او د پوهنتون جهاني بڼه او جوړښت بیا جلا نمبرې دي او بل دا چې ښوونه څنګه کېږي د دې هم خپلې نمبرې دي.

سعید اسلام زیاتوي په دې کې ښه خبره دا ده چې د یوه پوهنتون په باره کې ۷۰ فیصده مالومات دغه اداره (ټایمز هایر اېجوکېشن) پخپله له انټرنېټه راټولوي. پاتې ۳۰ فیصده مالومات پوهنتون ورکوي لکه له یوه پوهنتونه څومره ذدهکونکیو اېم فل او پي اې اېچ ډي کړې، څومره استادانو لوړې ذکړې کړي او داسې نور مالومات. نوموړي په ویاړ وویل چې د دوی په پوهنتون کې ځینې استادان داسې دي چې په قابلیت کې په صوبه کې ساری نه لري.

د پوهنتون د ریاضي پي اېچ ډي یوه ذدهکونکې حاجره بي بي وايي دوی په خپلو څېړنو زیات محنت کوي او استادان او زدهکوونکي دواړه څېړنیزو کارونو ته ډېر اهمیت ورکوي.

د ۲۰۱۷م کال د اپرېل په میاشت کې د عبدالولي پوهنتون د یو زدهکونکيمشال خان له وژنې وروسته دغه پوهنتون له ګڼو ستونزو تېر شو، چې پکې انتظامي مسلې هم شاملې وې او له دې سره سره یې د صوبې د نورو تعلیمي ادارو غوندې مالي مسلې هم لري. خو د پوهنتون د پښتونخوا کالج اف ارټس پرنسپل فضل ستار درانی وایي د پوهنتون استادانو او انتظامیې د مالي ستونزو باوجود خپل کار نه دی ودرولی. دی زیاتوي د پوهنتون ډېر استادان په نړیوالو ادارو لکه د یورپي تنظیم جوهري څېړنیزو مرکزونو(CERN) کې چې په سویټزر لېنډ ، فرانس او جرمني کې څانګې لرې، د دغه ادارې غړي دي او کار پکې کوي، بیا د فزیکس، کېمیسټري او ریاضي په مادي څېړنو کې د دې پوهنتون استادان ډېره خواري کوي.

د خیبر پښتونخوا عبدالولي خان پوهنتون د خدایي خدمتګار تحریک د مشر خان عبدالغفار خان (باچاخان بابا) د زوی او د عوامي نېشنل ګوند د پخواني مشر عبدالولي خان په نوم په ۲۰۰۹ ز کال کې د هغه وخت د عوامي نیشنل ګوند صوبایي حکومت په مردان ضلع کې جوړه کړی وو چې دا وخت د صوبې په مختلفو ځایونو کې نهه کېمپسونه یا څانګې لري، چې پکې ځینې یې اوس د پوهنتون درجې ته رسېدلي دي.

XS
SM
MD
LG